دیني، سیرت او تاریخ

د هغه اولوالامر حکم چې د خپل حق له حدودو څخه بهر شي

لیکوال: شهید عبدالقادر عوده
ژباړن: مولوي محمد یونس خالص رحمه الله

لسمه برخه:

دا ټولو منلې او اتفاقي خبره ده، ترڅو پورې چې د اولوالامر عمل د خپلو حقوقو په چوکاټ کې د ننه وي، صحیح او پرځای بلل کیږي او کله چې له خپلو حدودو څخه بهر قدم کیږدي، عمل یې نا منلی او باطل دی، نو که اولوالامر داسې شیان منځته راوړي، چې قانوني روحیه ولري او له اسلامي شریعت سره هم برابر وي، دغه کار ته یې صحیح ویل کیږي او اطاعت یې هم لازم دی او کله چې د شریعت له مبادیو او اصولو څخه مخالف روان شي، عمل یې باطل او اطاعت یې هم لازم نه دی.

زموږ د وینا بنسټ د الله تعالی دا ارشاد دی، چې فرمایي:

{یا أیها الذین آمنوا أطیعوا الله و أطیعوا الرسول و أولی الأمر منکم فان تنازعتم في شیئٍ فردوه الی الله والرسول} سورة نسآء ۵۹آیت.

یعنې اې مؤمنانو! د خدای او رسول اطاعت وکړئ او د هغه اولوالامر اطاعت هم وکړئ، چې ستاسو څخه دي، نو که تاسو په خپل منځ کې په کوم څیز مخالف شوئ او متنازعه مو سره پیدا شوه، نو که په خدای او د قیامت په ورځ ایمان لرئ، هغه موضوع خدای او رسول ته راجع کړئ او د خدای او رسول د حکم لاندې یې فیصله کړئ.او فرمایي:

{وما اختلفهم فیه من شیئٍ فحکمه الی الله} سورة شوری۱۰آیت.

یعنې په کوم څیز کې تاسو اختلاف وکړئ، هغه حکم خدای ته راجع کړئ او د خدای د احکامو مطابق خپل اختلافونه حل او فصل کړئ. د دې آیتونو په رڼا کې پوهیږو، چې الله تعالی لکه څنګه چې خپل اطاعت پخپلو بنده ګانو لازموي، همدا راز د خپل پیغمبر اطاعت هم ورباندې لازموي او د اولوالامر اطاعت هم، نو د خدای اطاعت هم د خدای په امر لازم دی او د رسول صلی الله علیه وسلم اطاعت او اولولامر اطاعت هم د خدای په امر لازم دی.نه د رسول الله صلی الله علیه وسلم په امر او نه پخپله د اولولامر په امر، کله چې اولوالامر پخپله د خدای د احکامو په مقابل کې راولاړ شي او تن ورته نه ږدي، په دې صورت کې اطاعت هم نه دی لازم، بلکې لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه فرمایلي:

(لا طاعة لمخلوق فی معصیة الخالق) ، یا یې فرمایلي: (انما الطاعة فی المعروف) یا یې فرمایلي: (من امر کم منهم بمعصیة فلا سمع ولاطاعة) یعنې، د خالق څخه د سرکشۍ په برخه کې کوم هېڅ مخلوق ته د اطاعت سرټیټول نه دي روا، د اولولامر اطاعت بس یوازې په دوو کارونو کې لازم دی، چا چې له اولوالامر څخه تاسو ته په ناروا امر وکړ نه یې اوریدل روا دي او نه یې اطاعت کول.

هو! د رسول الله صلی الله علیه وسلم د دغه فرمایشاتو څخه رامعلومیږي، چې له شریعت څخه پرخلاف اوامر که د هر چا له خوا وي، اطاعت یې لازم څه چې روا قدرې هم نه دی او مسلمان بنده مکلف دی، چې د داسې اوامرو په مقابل کې خپله اسلامي رویه وچلوي او غاړه ورته کښېنږدي.

نور بیا..

کمپوز: عزت الله شرافت

کتاب: اسلام د ضعیفو پوهانو او ناپوهو ځوانانو ترمنځ (چاپ ۱۹۷۷) (ټولي برخي)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الجاج استاذ بیانزی

فکر کوم چه زه به دعوده صاحب او خالص صاحب په شاګردانو کی هم نه خسابیږم یعنی دهغو په لیکنو او ژباړه کی ماته د کم و زیات اړه نه وه ، فارسی کی وایی ګپ از ګپ می خیزد ، او قران فرمایی چه تاسی خپلو کی سره مشوری وکړی او علم هم سرحد نه لری یعنی داسی څوک نشته ووایی چه هغه علم پوره کړی کیدی یو لوی عالم هم د به ځینو مسایلو کی نیمګړتیا ولری غلطی وکړی او کله کم علمه او کم تجربه کسان داسی کار وکړی او داسی خبره ووایی چه عالمان یی له… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x