asasi_qanon

اولو الامر خپل حق پخپلو حدودو کې چلولی او که یه؟

لیکوال: شهید عبدالقادر عوده
ژباړن: مولوي محمد یونس خالص رحمه الله

یولسمه برخه:

تېرې پېړۍ څخه راپدېخوا د اسلامي مملکتونو زمامدارنو هم په دې باندې لاس پورې کړی، چې د اروپایانو په څېر په مختلفو مملکتي امورو کې خپلو هېوادونو ته قانون او اصولنامې وضعه کړي، خو له بده مرغه، چې دوی د قوانینو په ترتیبولو او جوړولو کې اسلامي شریعت ته بې د ځینو، ځینو موضوعاتو څخه،لکه وقف،شفعه او داسې نور،په نورو مهمو مسائلو کې مراجعه ونه کړه، بلکې اروپایي قوانینو ته یې ورمخه کړه او له هغو سره یې دفتري، جنایي، مدني، تجارتي او داسې نور قوانین رانقل کړل او دغه سوغات یې خپلو اسلامي هېوادو ته راوړ.

دې کې شک نشته، چې د دغو قوانینو زیاته او غټه برخه له شرعي نصوصو سره توافق لري او د عمومي مبادي او نظریاتو په مقابل کې نه ودریږي، خو دې کې هم شک نشته چې ځینې مواد یې د اسلامي شریعت د مبادیو او اساساتو پرخلاف راغلي دي،د مثال په ډول:

د عقوباتو په قوانینو کې په ځینو حالاتو کې زنا او شراب خورۍ ته اجازه ورکړل شوې، حال دا چې اسلامي شریعت یې هېڅکله او په هېڅ حالت کې روا نه ګڼي او مباشر ته یې د مجازات حکم صادروي.

نور بیا..

کمپوز: عزت الله شرافت

کتاب: اسلام د ضعیفو پوهانو او ناپوهو ځوانانو ترمنځ (چاپ ۱۹۷۷) (ټولي برخي)

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د