کیسه: بخښنه – لیکونکی: علي سيد. سيدي

afghan_bus_360سپین ږيري سړي  راډیو بنده کړه، په ډکه خوله يې وویل:

سمه نه اوریدل کیږي، مسالې يې خوړلي. په عمر پخې ښځې د چایو ډک پدنوس ایښودو سره په خوله کې ور ولویده،

ټوله ورځ همدا یوه خبره کوي، برامدین دی او ګلبدین دی، امچا مسعود دی او ګلم جم.  بله خبره خو پکې نشته، خدای دې همداسې شو په شو کړي چې ټول خلک يې شو په شو کړل.

دې خبرې سره يې درې  پیالې له چایو ډکې کړې او سپین ږیري ته يې د پښو ټولولو وویل. سپین ږيري ته يې خوند ورنکړ خو پښې يې ټولي کړي. هلک غلی ناست و. د ماښام په تیاره کې ډوبه کوټه د بخارۍ د اودان په سر ایښي لاټين رڼوله. سپین ږیري سړي د بخارۍ ترڅنګ ایښې تفدانې راوخسته او خوله يې پکې ومینځله، په عمر پخې ښځې د بخارۍ اور تازه کړ، هلک د چايو څو پرلپسې غړپونه وکړل. د چایو د تشې پیالې له ایښودو سره سم سپین ږیري وویل:

یا الله تل به ته يې مونږ به نه یو.

همدې خبرې سره له ځایه پورته شو او له کوټې ووت، ښځې د چایو لوښي ټول کړل. شيبه وروسته کوټې ته یو لوی سوری راننوت، سپین ږیری و،  خپل تفداني يې د بخارۍ له څنګه پورته کړه او ویې ویل:

د خوب وخت شو.

هلک خپل بالښت سم کړ، په عمر پخې ښځې يې په پښو بړستن خوره کړه. سپین ږیري د کوټی کونج کي پروت کټ لاندې توفداني کیښوده او کټ ته پورته شو. ښځې لاټین ته پوه کړل. د هلک سترګې د سبا ورځي په  چورتونو کې سره ورغلې.

«««««««««««««

سهار هوا سړه وه، هلک په پټو کې ځان ښه تاو کړی و، په سر يې پکول، په پښو کلوشې وې،  په مخ  يې د ځوانی پاک ويښته شنه شوي وه، پاسنۍ شونده يې توره ښکاریده. مخته له دې چې له کلا ووځي، په کلا کې يې ګردچاپیره کوټې  له نظر تیرې کړې،  وریاد شول چې همدا څه موده مخته دا ټولې کوټې له خلکو ډکې وې. په عمر پخې ښځې په وچلي ( تندي ) ښکلولو سره په ټولو د سلام ورته وویل، سپين ږېري د تګ اجازه ورکړه، سېنې ته يې جوخت کړ، ويې ویل:

زویه دیدن لږ او ډیر یو شی وي، ډيرې شپي مکوه، ادې دې درپسې خفه کیږي. کار دې خلاص کړه او راځه.

هلک له کوره ووت، پلی د پل محمود خان په لور رهي شو. په لار کې يې د ځانه سره همدا ویل، دا کار که وشو نو زړه به مې ارام شي.  څو ورځې ورسته اختر و.  ډېرې پيسې یې نه لرلې، بس همدومره ورسره وې چې له ننګرهاره پرې  لس بوشکې تیل او کله هم لس بوجۍ اوړه راوړي. له مال نه يې د لارې خرڅ ډېر و،  خواري يې دومره څه نه ورته جوړول چې ده يې دا دوه مياشتې هیله،  په زړه کې ساتله. نن يې د یو نوي کار لپاره ځان تیار کړی و. خپل ګاونډي سره يې خبر غوټه کړی وه.  کور کې يې هیچا  سره حال نه وه شریک کړی. پوهیدو چې رضا پکې نشته. کال مخته يې ښونځۍ خلاصول ارمان و، اوس ترې  خلاص و. غوښتل يې فاکولته ووايي، لوی سړی شي، لیکوال، ژورنالیست. خو اوس ورته دا کیسې د مرغۍ پۍ ښکاریدې.

پل محمود خان کې ګڼه ګوڼه ډیره وه، دی سیده هغه موټر ته ورغی چې په اول نمبر ولاړ و، له یو خیرن هلک سره  ودرید،  په عمر تر ده زیات نه و. لږ له خلکو په څنګ شول، سره وپسیدل. خیرن هلک هوښیار او چالا ک معلومیدو، خبره پخه شوه، هلک  موټر ته پورته شو. تنکي ماشومان له موټره ګرد تاویدل، سیګرټ، جاولې، جوس، تازه نسوار. موټر له خلکو ډک شو، ښځې ، نارینه او ماشومان. هر چا سره یوه غوټه وه. خلکوخپلې غوټې ترسیټ لاندي ځايولې. موټر تنګ  ښکاریدو، مني بوس و. د منځ لاروو کې یې چوکۍ لګولې  وې، د هلک خوښی شوې. موټر د محمود خان په پل وخوت، له واره ښئ لاس ته وګرځيد، ځان يې لارې ته سیده کړ، ناستو خلکو دخیر دعا وکړه، موټر روان و، ځای ځای د تلاشي لپاره درول کيدو، په عمر پوښ سړي چې مونډی برګه ږیره يي وه، له ځانه سره وبونګيد «کامه غلو یوړه، بیړاګان اوس خبریږي».

په ځنګ کې ناست ځوان پوښتنه وکړه:

نو غله څوک دي؟ خپله يې ځواب کړه، خو ټول همدوی پخپله دي.

د هلک څنګ ته ناست سپین ږيری وپرنجید، ويې ویل:

تلاشي چیرته کوي؟ د خپلي برخې غله دي.

په ږېره پرتی لاڼې يې په  کوت کوت رنګه دستمال پاکې کړی.  موټر روان و، سړک ښه و، یو ماشوم ژړل. هلک مخامخ د موټر  په بانټ ناست خیرن هلک ته ایشاره وکړه، موټر بریک شو. هلک کوز شو. یو ببر سری سړی راښکاره شو،(۱) ګوپیچه يې په ځان وه، ږیره يې ببره ښکاریده. خولې نه يې دود ختو. د کمیس لمن يې په وړین پطلون له پاسه زنګیده، موټر ته رانږدې شو، لاس کي يې سګرټ و. هلته وړاندې د یوې لوې دروازې تر څنګ د لرګيو کوټنۍ ښکاریده، تر نامه  په بوجیو کي ورکه وه. د شګو د بوجیو څنګ ته دوه ټوپکوال ولاړ وه. هلک ببر سري سړي ته ورنیږدې شو. خیرن هلک د موټر ډاله خلاصه کړه،  ببر سري سړي ټوپکوالو ته اشاره وکړه. هلک ژر ژر له هغو  سره څو بوجۍ  موټر ته پورته کړې، بوجۍ ډکې نه وې  خو هلکان يې  ستړي کړل. موټروان راکوز شو. ببر سري ته ورغئ،

لاره خرابه ده، د موټر زور نه رسیږي، کمانۍ ماتوې.

ببر سري سړي بې پروا وویل:

بې غم باش استاذ، هیچ بلا نه میزنیش، هله بچا زود شین که راه بند مېشه.

څو بوجۍ يې د موټر سر ته پورته کړې. څو نورې يې د خلکو پښو لاندې تیرې کړې. خلک وچونګیدل، غصه ښکاریدل، له موټر لاندې ولاړو خلکو ته  يې په کرکه کتل، خولې يې بندې وې،. ببر سري سړي هلک سره خدا پاماني وکړه، هلک موټر ته وخوت. ببر سري سړي د سګريټ روستی دود کش کړ او لیرې يې ګوزار کړ، د موټروان دروازې ته ورنیږدې شو،

استا‌‌‌‌ذ فکرت باشه، مه همیش همینجه استم، اندیوال از پیشيت خفه نشه، برو بخیر بري.

ټول خلک غلي وو. هلک په خپل ځای کیناست، د څنګ سپین ږيري  يي ځان را ټول کړ او په تريخ نظر يې وڅاره. هلک غلی و، د خلکو وچو کتو وځوراوو، له ښېښې بهر کتل ورته ښه ښکاره شول، د موټر ټایرونه تاو شول. هلک د څنګ له خیرنې او تفت نیولې ښېښې  بهر وکتل،  په  ديوال لیکل شوي و « مرکز۵۷ تعلیمي ». د سړک په غاړه ړنګې ودانۍ ولاړې وې، بي خولې، سترګې يې هم نه وې، د هلک خوښې شوې. موټر ځای ځای درول کیدو، له هر وار دریدو سره به د هلک رنګ والوت. شونډې يې وچې ښکاريدې. چاته يې نه کتل، له ښېښې بهر يي ړنګي ودانۍ شمیرلې.  له څو تلاشیو  تیر شول،  موټر د تنګي  لوې تلاشي ودراوه.  په ډاله کي دوه بوجۍ  وموندل شوې. خیرن هلک ( کلینر)  په اشاره هلک پوه کړ، هلک ور کوز شو، خبر خلاصه شوه. هلک موټر ته پورته شو، خیرن هلک غږ کړ:

استاذه ځه له خیره ………

د جنګلې په بوجیو تاوو کړي خلک ناست وو، د تلاشي ولا پام ورته  نه کیدو. د موټر په لاروو کې ايښو سيټونو د تلاشي مخه ډب کوله، د سیټونو لاندې بوجۍ د مسافرو غوټو ته ورته وې.

موټر د ماښام له تیارو سره یو ځای د جلال اباد په ښار ورننوت. ښار تړل شوی وه،  په سرايونو کې سرای وانان پاتې وو. موټر له خلکو تش شو، بیا هغه سرای ته لاړ چې هلک وروښود. درنې بوجۍ  کښته شوې، موټر په خپله مخه ولاړ. هلک مال ځای پر ځای کړ، بوجیو ستړی کړ. بوجۍ د کښته کولو پر وخت سورۍ شوې، مال ښکاره شو، پخه  وسپنه، د ټانکونو ګرارۍ. هلک ستړی خو خوشحاله ښکاریدو. ورور يې  له ښاره د باندې اوسيدو، ځای لرې نه و، هلک په هغه لور روان شو. ورور يې پخوا پوځي افسر و خو اوس هیڅ. کیڼ لاس يې ټپي و، د دروند کار نه و، کم زوری و. وړه کوټه کې يې اړولي و، خسر کره. په کابل کې لوي کور ترې پاتې و، د وړو د سر له غمه.  خوش تبعه سړی و، آن له وړو سره به يې ټوکې کولي. پخوا يې بچي ښه ساتل، خو اوس يي مزه نه وه. تېر اختر يي بچو ته کالي نه وه کړي، ورنه خفه ول،  ژړل يې، ویل يې پلار مو نه يې. هلک روان و،  هوا ښه وه. یو غږ يې تر غوږ شو، شاته يې وکتل، بایسکل والا و ، تیر شو. شونډې يې سره وتښتیدې، مسک شو، څو ورځې ورسته اختر دی. په زړه کې يې د امید او خوښی ډیوه بله وه. وریرونه يې سترګو کې وغړیدل. نوی جامې يي په تن وې، خوشحال ول، خندل يې، د ده  لور ته په مڼدو وو، نارې يې وهلې،  کاکا اختر دې مبارک شه!

«««««««««««

پسرلۍ و، هوا ښه وه، ښاري بس له خلکو ډک و، سړک کندې لرلې، موټر ورو روان و. ګڼه ګوڼه تر پخوا ډېره وه. یو په عمر پوخ ځوان د کړکۍ څنګ ته ناست و. په موټر کې له ناستو خلکو په جامه پاک ښکاريدو. نیکټايي يې اچولې وه. تور بوټونه يې ګردجن په پښو و، ږیره يې لږ رسیدلي وه، ښه ورسره ښکاريده. خوشحال و، اسوده ښکاریدو. د موټر له څنګه څو موټرونه تیر شول. يو له بله يې فاصله لرله. ټول يو رنګ وه، خاورين.  په سر يې ماشیندارې لګیدلې وې، نفر ورته ناست وو، تورې عینکې يې لرلې،  ګوتې يې  په ماشه وې، سوله ساتي و!؟  تر شاه يې اوږدې دوړې پریښودې، په عمر پوخ ځوان له ښیښې د باندې سړک ته وکتل. سړک دوړو نیولی وه. د دوړو تر شاه د سړک  پر غاړه ړنګې ودانۍ ولاړې وې، سوزیدلي او ویجاړ شوي موټرونه پراته ول، عسکري تجهیزات.  یو څه ور په زړه شول. تیرو کلونو ته ولاړ، فکر يې بیرته راغونډ کړ. موټر له خلکو ډک وو. پر تندي يي خال خال خوله ښکاره شوه.  له ښیښې يې مخ وګرځاوه، د باندې يې نه کتل. وهم يې زړه کي ځای نیولی و. موټر ور روان و، ځای ځای يي خلک پورته کول. په عمر پوخ ځوان له ځان سره په جنګ و. رنګ يې الوتی ښکاريدو. شونډې يې وچې وې. ستومان و، بد احساس يې لرو، د ملامتۍ.  دا ورځ  ورته د څو کاله وړاندې ژمي له هغه ساړه سهاره  ډېره درنه پریوته چې ده  په  همدې لار روان موټر کې ناستو خلکو ته نشول کتی. ځان ورته خوار ښکاره شو.، تر پخوا ډېر. څو ټکي يي سترګو کې ښخ شول، له لوستو يې انکار وکړ، د نالوستتوب هیله ورغله، نه يې غوښتل ولولي، دوه عددونه او دوه توري.  د وسپنو ګرارۍ ور یادې شوې، ورغیوي يې خولي شول، زړه يې سستي وکړه. عددونو او تورو يې سترګو کې ځای ونیو، «مرکز ۵۷ تعلیمي» ده له دغو ټکو د خلاصون کوښښ کاوه. د نکټايي حلقه يې ستوني کې تنګه شوه. د وسپنو ګرارۍ تاوې شوې، توري ډېر شول، توري  ګډوډ شول، نور يې څه  نه لیدل، هر څه تياره شول.  تورې خبرې شول، ته ملا مت يې! اواز لوړشو، نور اوازونه ورسره ګډ شول، اوازونه لوړ شول، اوازونه ګډوډ شول. خلک جګ شول، ځوان  له چوکۍ  ولويد. خلکو پورته کړ، په سترګو يې تیاره وه. ګډوډ غږونه يې اوریدل، مغزو کي يې شور و. شونډې يې وخوريدې، غوښتل يې څه ووايي. پاسنۍ شونډه يې سره شوه،  په شونډه روانې وینې په مغزو کې روان شور غلی کړ. سترګو يې پاس کتل، خوله يې خلاصه وه، له خلکو يې یو څه غوښتل، شاید بخښنه.


۱، ګوپیچه)  شکاري بخمل ګرم کمیسونه دي چې ازبکان يې اغوندي، کابل کي ډېرو ټوپکیانو اغوستل،

۲۷ / ۰۳ / ۲۰۱۱

لیکونکی: علي سيد. سيدي



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.