نظــر

د بی امنیتی تړون، د تیښتی بهانه او که د ماتو پټونه یی ده

بسم الله الرحمن الرحیم
د اشغالګرو کبر او د وحشت پیله یی  
هیوادوالو ته په ، ډاډ  باور او مبارکیو سره وایم چه الحمدلله  زمونږ ګران هیواد کی نړیوال استعمار د نهای ماتی په درشل کی ولاړ ، هره خوا یی پاڼ او پړانګ جوړشوی .  د الله دا لویه  او حیرانونکی معجزه ، زمونږ د کم شمیر مجاهدینو په مقابل  جنګ کی ( چه شمیر به یی څو زرو ته رسیږی)   ټولی کفری نړی پکی په پوره زور او وحشت برخه اخستی چه وسلی او وسیلی یی حتی د مقایسی وړ هم ورسره  نه وی ، تل په منډو او ترصد لاندی دی  ، نه یی دوا نه یی درمل نه یی روغتون ،  په لوړ مورال او ایمان پوره دیارلس کاله  جهاد او مقاومت کی یی مهار یی نه کړی شول برخلاف مجاهدینو دوی مهار او ماتی سره مخ کړل دا د  الله ج  مرستی وی د بوش د اعلان معنی داوه چه :

ټوله نړی یی د شیطان او د الله ج په اړخونو وویشله .

د اشغالکرو د ناکامیو پیل

د مجاهدینو د ټولو مادی کمزوریواو بی اسریو سره سره  الله ج د خپل عظمت نښی وبریښولی د خپل اړخ  قربانیانو ته یی داسی حیرانونکی طاقت ورکړو چه  د نړی تر ټولو لوی طاقت ته یی د عبرت درس  او ملاماتونکی ځواب ورکړوچه له دی وروسته به د نړی بل وحشی قوم زمونږ د مجاهدینو او شهیدانو ټاټوبی او سپیڅلی حریم ته په سپکو او کرغیړنو سترګو ونه ګوری دا چه  استعمار په ډيرکبر، غرور  او ډیر قوت سره یرغل کړی وو د مجاهدینو د مهارکیدو دپاره ډير تر ډیره یو کال په نظر کی نیولی وو مګر دیارلس کلونه یی تیر کړل  حتی له ممنوع وسلو څخه یی پکی کار واخستلو د اشغلګرو د پاره  زمونږ ګران هیواد د هر ډول شکنجو او وژنو لابراتوار وو .  د دی ټولو مظالمو او وحشتونو سره سره په ټولو محاذونو کی مات شول چه لاندی تشریح شوی دی :

 اول : اقتصادی ماتوالی

د دوی په اولو دری څلورو کلونو کی د اقتصاد ماتیدل پیل شو  دوی فکر کوو چه له ټولی نړی له ګډی بسپنی او زمونږ د هیواد د نشه توکو  له تولید او قاچاقه به یی د جنګ مصارف  جبران کړی شی  ولی جبران نه شوی دری څلورنورو  کلونو په تیریدو سره چه د لا ډیر وحشت څخه پکی  کار واخستل شو مګر دا چه عسکرو یی د خپلو کورنیو له فقر څخه د ژغورنی  په خاطر یی دا دنده منلی وه ، ورته ویل شوی وو چه مونږ د هغو تروریستانو  په ضد جنګیږو چه زمونږ څه کم دری زره کسان یی د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر په پیښه کی ووژل او دا ډول وژنی به په ټوله متمدنه او عصری نړی کی ترسره کوی د دی دپاره چه ټوله نړی په امن کی شپی ورځی تیری کړی مونږ باید دغه تروریستان نیست او نابود کړو .  کله چه یی عسکریی زمونږ هیواد او عراق کی د تروریستانو مقابل عملیاتو ته ځی ګوری چه د دوی جنګ د مظلومو ، بی دفاع او بی ګناه خلکو په مقابل  او هغه هم   ( لکه د ویتنام د جنګ په شان ) په ډیر وحشت ، کبر او غرور سره ترسره کیږی ځینو یی د دندو وخت کی او ځینو یی خپلو هیوادونو ته چه ستانه شول د عقلی او عصبی ناروغیو له امله یی ځان وژنی او یا د کورنیو د نورو غړو د وژنو سره مخامخ شول ، او ځینی یی په ځانګړو روغتونونو کی د څارنی او درملنی لاندی مرګ ته شپی ورځی صبا کوی له ځان وژنو یی ژغوری  .

دوهم : نظامی ماتوالی

امریکایی عسکرو دا احساس کړی چه د تیلو د کمپنیو خاوندانو  دوی د خپل هیواد د ملی او روا ګټو د ترلاسه کولود پاره نه بلکه د بل قوم اوبل هیواد وژنی  اویا غلامولو د پاره راوستل شوی هم مونږ او هم نور بی ګناه او بی دفاع مظوم انسانان ، ښځی او ماشومان په ظلم او وحشت راباندی وژنی  . هغه جنګ چه هدف یی سپیڅلی نه وی ، نو د عسکرو جنګی  مورال یی ټیټ وی جنګ بایلی ، جنګ وسله نه  د وسلی چلونکی  کوی او که جګړی کونکی اوچت مورال نه لری  ځان نه وژنی حتی د جنګ سره کرکه لری  وخت اړوی جنګ د معاش د پاره کوی که وحشت تر معاش یی هم زیات وی، له معاشه هم کرکه کوی او تردی چه له ځانه او جهانه یی  کرکه پیدا شی چه زه ولی دومره لوی وحشی شوم  اول دا بی ګناه او بی دفاع خلک ولی ووژل شی بیا د دغو معصومو  یتیمانو برخه لیک به څه وی ایا له دغو ماشومانو به رشتینی  تروریست  اوغچ اخستونکی جوړ نه شی چه د سپتمبر  له پیښو پورته غچ واخلی  .

پرون امریکانو ، روسان په همدی مظالمووحشیان ګڼل کوم چه نن امریکایان تر هغو زیات ترسره کوی عسکر یی وایی چه  زه  د د تیلو د کمپینیو د جنګ د پاره ځان ولی  ظالم کړم  دا او دی ته ورته ډيری نور مظالم او وحشت یی   عقده واخلی عصبی ناروغان شیی کله ځان او کله نور وژنی  دی ته د مورال لویدل وایی چه په نظامی ماتی منتج کیږی برخلاف  د مجاهدینو مورال چه د جنګ یی د خالق  او د هغه د مظلوم مخلوق درضا د پاره دی په دی جنګ کی یی  ژوند د هدف د پاره وسیله ګڼی ، یو اړخ کی عسکر د معاش د پاره  ، چه هدف یی ژوند وی هغه ته کله  سرتیری ویل کیږی او چه سرتیری نه وی مورال هم نشته   نو طبیعی ده چه د اوجت مورال او ایمان خاوندان ګټونکی او دوی بایلونکی دی  نو دوی نظامی جنګ ځکه بایللی دی .

دریم : سیاسی ماتوالی

د اقتصادی او نظامی ماتو وروسته  مجاهدینو سره روغی جوړی ته  مجبوره شول  هغو مجاهدینو سره چه پرون یی د خبرو کول سیالان نه ګڼل  بوش ویل د مجاهدینو سره خبری کول دهغو په رسمیت پیژندل دی ، مګر د هغه مجاهدینو له لاسه په نظامی او اقتصادی محاذونو کی استعمارچیان تر دی کچی ذلیله شول چه هغه مجاهدینو ته چه پرون یی ورسره خبری نه کولی نه ورته د اسمان ستوری شول الله اکبر (یا الله ج ستا څومره لوی عظمت دی چه د خپلو مجاهدینو درووندوالی په دشمن ترسره کوی ) بوش به ویل چه مجاهدینو سره د روغی او جوړی خبری د مجاهدینو په رسمیت پیژندل اود دوی د ماتی معنی لری ولی  د مجاهدینو په واسطه د دوی اقتصادی او نظامی ماتو دی زهرو چښلو ته مجبور کړل.

 مجاهدینو ته یی د سولی د پاره یی  ننواتی او واسطی پیل کړی، مجاهدینو هم د اسلام دهغه حکم له مخی چه که کفار مسلمانانو د سولی لاس اوږد کړی مسلمانان یی باید هیله ومنی ولی ډير محتاط باید وی چه کفارکله کله په خپلو ژمنو کی اخلاص نه لری ،مجاهدینو یی  له ډير دقته وروسته ورسره خبری کول ومنل مګر دا چه کفارتل  فریب کاره دی وایی ( فریب کاره کله  د ځانونو سره هم فریب کاری کوی ) د اشغلګرو هڅی اووسی دا چه، په دی فریب کاریو کی څه  تر لاسه کړی یعنی د  اسلامی مقاومت تر منځ اختلافات او ویشنی رامنځته کړی ، دا چه مسلمانان د جنګ په ډګر کی قوی مګر  د سیاست په دګرکی لږی کمزوری دی د حزب اسلامی او امارت اسلامی ګروپونه یی سره وویشل او یو له بله یی جلا کړل یعتی حزب اسلامی یی تسلیم کړواو د امارت اسلامی څخه یی هم  ځینی کسان لکه معتصم ، عبدالرقیب او داسی نور د ډالرو په زور جلا کړل چه نن صبا په ملا برادر اخوند هم د پاکستان حکومت سره په شریکه کار کوی چه د معتصم اغاخان ګروپ سره یی یوځای کړی او بل نوی اسلامی امارت جوړ او هغه په رسمیت وپیزنی او له دی لیاری  طالبان  هره ورځ په بیه رانیسی. اسلامی امارت کی یی دا دیره کوچنی نړونه هم و شوه اسلامی امارت یی په دوه مخی پوه شو له دی زیاتو ویشنو مخه یی ونیوله ، څه وخت وروسته یی په قطر کی دفتر واز کړو مګر دا ځل  اسلامی امارت  د دوی دوه مخیو ته پام وو څه یی ونکړی شو مګر د معتصم اغاخان ګروپ یی فعاله کړی سرمایه ګذاری پری کوی دا چه اسلامی امارت ورته متوجه دی دومره لوی تاوان به اسلامی امارت ته ونه رسولی شی یعنی د اشغلګرو دا سیاسی پروسه چه اسلامی امارت پکی مات کړی د ماتو سره مخ کړه یعنی د باور فضایی خړه پړه کړه چه باور نه وی مفاهمی نه کیږی. یعنی سیاسی محاذ یی  هم د پوره ماتی سره مخ شو .

 څلورم : د ۲۰۱۴ کال ضرب الاجل ټاکلو ماتوالی

د یوه زوراور او کمزوری په غیږه ورتللو قیصه ده  ،  وایی چه یو مغرور وحشی  زوراور په ډیروحشت سره کوم  کمزوری ته  په غیږ ورځی چه لاندی یی کړی  ولی الله ج د زور اور مورال او ایمان د کمزروی مقابل کی ماتوی کمزوری یی په خیټه د پاسه سوریږی خو وحشی  زوراور اوس هم خپلی لاپی وهی وایی( چه که ته می  له خیټی راښکته شوی زه به تاسره ګورم ) یعنی زوراور د خپلی ماتی له اعلانولو شرمیږی چه د یو کمزوری مقابل کی مات شوی دی ،  امریکاهم چه د خپلی ماتی د اعلانونو څخه یی کرکه درلودله یو کال مخکی یی د ۲۰۱۴ کال دخپلو  وتلو د پاره ضرب الاجل وټاکلو ، یعنی نړیوالو ته به داسی وښیی چه زمونږ اول میشن په بریالیتوب ترسره شو مونږ د خپل جنګی تقسیم اوقات ( سکیجول ) له مخی په بریالیتوب سره وځوو او خپلی دوهمی مرحلی ته چه هغه  نظامی روزنه او پالنه ده ننوځو.

ولی د دوی د هیلو برخلاف ، دا چه د دوی په لاس جوړی شوی  فاسدی، غلامی او بی کفایتی اداری د ملت سره د بی شمیره او پرله پسی مظالمو،  فریی کاریو او هر ډول فسادونو که له یوی خوا اشغلګرکمزوری او بدنام کړل د بلی خوا دمقاومت صفونه یی ورځ له بلی پیاوړی او غښتلی کړل دا پیاوړتیا دی کچی ته ورسیده چه اشغلګر د روسانو په شان اخری ماتی ته رسیدلی هر څه پریږدی  یو سر دوه غوږون وتښتی که نه تلفات او خساره یی څو ځلی زیاتوالی کوی چه دوی یی له دی وروسته جبران کولی نه شی مګر دا چه اشغالګرو د خپلو وتلو د پاره ۲۰۱۴ کال د خپلو ماتو د  پټولو د پاره  ضرب الاجل ټآکلی که له هغه مخکی پښی سپکی کړی دا به د دوی ماتی څو چنده زیاتی ، علنی اومشهوری کړی اوس له هغه وخته مخکی وتښتی نو دا به یی د ګټی پرځای د لوی تاوان سره مخ کړی یعنی ماته به یی څو ځلی نړیوالو ته  شرمیدلی او علنی شی نو سره ددی چه د جانی او مالی تلفاتو کچه یی تر پوزی رسیدلی او  په خپل لاس جوړه کړی غلامه اداره هم لکه د چنجی په شان یی بدن راسپړی او په هغه او دغه ډارولو ، دروغو او فریب کاریو یی اقتصاد لا متصرر کوی نو همدغه د ضرب الاجل حیله یی هم په صفر کی ضرب او د دوی د پاره دګټی پر خای په تاوان بدله او د ماتی سره مخ شوه .

پنځم : امنیتی تړون

د ۲۰۱۴ کال  رانزدی یا رارسیدونکی یعنی د روټی خوړونکی د ###( بی ادبی وبخښی ) وخت داخلیږی، ولی  روټه خوړونکی د دی په څای چه د خپلو ### د پټولو په غم کی شی د امنیتی تړون په نوم د هډو جوړولو او فعالولو په غم کی دی   او بیا هغه هډو کی  به د دوی  ۱۵۰۰۰ عساګر ځای په ځای کیږی چه قضایی مصونیت به هم لری ، یعنی دوی به زمونږ په ټولنه کی نازولی بدمعاشان وی که د چا د ښځو ، لوڼو، خویندو او میندو سره یی پریوتی ونیول څه به ورته نه ویل کیږی او که موڅه ورته وویل زموږ محاکمه به د هماغه مجرمینو له خوا مرګ وی خکه که مرګ هم وکړی نه به محاکمه کیږی  یعنی دغه ۱۵۰۰۰عساکربه داسی وی لکه ګډو کی چه څوک نر پسونه  د نسلګیری د پاره خوشی کړی  چه زمونږ د راتلونکو افغانانو په نسل کی به  د امریکایانو وینه ګډه  شی ؟ دوی  ته قضایی مصونیت ورکول او داسی نور شرایط  چه هیڅ سالم عقل لرونکی به ونه منی ، دوی د خپل یو بدمعاش اومجرم عسکر وقار اوامریکایی شهامت ساتی په دی معنی چه مونږ غلامان ددی اهلیت او صلاحیت کله لرو چه خپل باداران محاکمه کړی مهمه نه ده که هغه قاضی زمونږ د هیواد ریس جمهور وی یعنی زمونږ د هیواد ریس جمهور د دوی د یو عسکر مقابل کی غلام دی

 دا تړون به د راتلونکو لسو نورو کلونو د پاره په همدی ډول دوام لری او له لس کلونو وروسته  د تجدید وړ هم دی یعنی ټول عمر به مونږ غلامان او دوی به  باداران وی ، امریکایان وایی د هډو کرایه هم نه ورکوو او د هغه هدو خرڅه به هم د افغانستان په مرستو کی شمیرلی شی ، زمونږ لازمی مرستی به یواځی نظامیانو سره وی چه هغه تمویل ، تجهیز او وروزو ، نوری مرستی مو لازمی نه دی وایی مونږ د سیمی له هیوادو سره هم نظامی تړونونه لرو د هغو مقابل کی ستاسی دفاع نه شو کولی د هغوسره تل دسولی هڅی ولری  هغوی درباندی قوی دی حوصله ورسره کوی که پاکستان ته  د ډيورند  خط په  رسمیت وپیژمی هم به له جنګه بی غمه او هم به څه مادی لاسته راوړنی ولری مونږ درله میانځګړتوب کولی شو،  حتی د طالبانو سره دسولی په خبرو کی به هم مرسته مونږ درسره مرسته  وکړو او داسی نور.
د اولی برخی پای

الحاج استاذ بیانزی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x