asasi_qanon

اسلامي هېوادونو ته د اروپایي قوانینو د رانقلولو علت

لیکوال: شهید عبدالقادر عوده
ژباړن: مولوي محمد یونس خالص رحمه الله

دولسمه برخه:

ځینې خلک دا فکر کوي، چې اسلامي زمامدارانو له دې کبله، چې په اسلام کې یې د خپلو هیوادو د چارو د تکمیل لپاره پوره، پوره لاره ونه لیده، نو ځکه یې هغې خواته ورمخه کړه، خو زه وایم چې دا فکر خورا بې ځایه او غلط فکر دی، بلکې په اسلامي فقه او دیني شریعت کې، چې کوم مبادي او نظریات موجود دي که هغه د یو قانون په څېر مرتب شوي وای، نو یوه پېړۍ مخکې به لا اروپایانو هم خپلو هیوادو ته نقل کړي وای، او هغه قوانین به یې په مقابل کې شاته غورځولي وای، چې ورباندې ویاړي.

اسلامي هیوادو ته د اروپایي قوانینو د رانقلولو حقیقي علت له یوې خوا استعمار او اروپایي نفوذ او له بلې خوا د اسلامي علماء او پوهانو بې غمه کښېناستل دي، نو په ځینو اسلامي هیوادو کې اروپایي قوانین د استعمارچیانو په زور او قوت راننوتل، لکه هند او شمالي افریقا، او په ځینو کې له دې کبله جاري شول، چې کمزوری وو. له یوې خوا پکې اجنبیانو نفوذ درلود او له بلې خوا یې حکامو او زمامدارانو د اروپایانو تقلید کاوه، چې مصر او ترکیه هم له دغې قبیلې څخه دي.

له تاریخي شواهدو څخه ثابته ده، چې اروپایي قوانین د خدیوي اسماعیل په زمانه کې راغلل. هغه وغوښتل، چې د مصر لپاره   د اسلامي شریعت له مخې یوه داسې قانوني مجموعه منځته راشي، چې د فقهې له مختلفو مذاهبو څخه اخیستل شوي وي، او د دې اجتماع د ټولو دردونو درمل پرې وشي، خو له بده مرغه، چې د ازهر شریف د مدرسې علماؤ د مذهبي تعصباتو له امله دې ارزو ته تن ورنه کړ او ویې نه شوای کړای، چې د اسلامي شریعت په سیوري کې په ښه شان او ښه صورت قوانین ترتیب او اجتماع ته یې وړاندې کړي، نو ټول شریعت یې قرباني کړ او له اسلامي عالم څخه یې هغه موقع له لاسه ورکړه، چې ډېر به یې ورپسې ژړلي وي او د دې حق لري، چې تر هغې پورې ورپسې وژاړي، ترڅو چې یې بېرته لاس ته نه وي راغلی. (۱)

په دې خبره خبرول خوند راکوي، چې ځینې اسلامي ممالکو کوم چې پخپله خوښه یې اروپایي قوانینو ته لاس وغځاوه په دې پسې نه وو لویدلي، چې ارومرو اسلامي شریعت شاته وغورځوي، د دې خبرې د غټو نه غټ دلیل د مصر د عقوباتو هغه قانون دی، چې په ۱۸۸۳عیسوي کال کې صادر شوی و. د دې قانون په لومړۍ ماده کې وایي: حکومت اختیار لري، چې هغو جرایمو  په اثر چې عمومي رفاهیت او ارامي له خړپړتیا سره مخامخ کوي او یا خو د حکومت په ضد علناً قیام ښکاري، مجرمانو ته مجازات ورکړي، نو له همدې کبله په دې قانون کې د عقوباتو هغه درجې په ګوته شوي، چې اولوالامر یې شرعاً تثبیتولای شي او دا هم په دې شرط، چې یو وخت او په یو حال کې هم د هیچا هغو حقوقو ته خلل پېښ نه کړي، چې د روښانه شریعت له مخې یې لري.

همدا راز زه د خپلې عقیدې له مخې ویلای شم، چې د لویو اسلامي هیوادونو د زمامدارانو زړه کې نه پخوا او نه اوس دا تېره شوې ده، چې ارومرو به له اسلام څخه په ډډه قدم ږدي او خاصمانه رویه به ورسره کوي، خو له بده مرغه چې سره له دې بیا هم قوانین د اسلامي شریعت پرخلاف منځته راغلي دي او ښایې چې د دې وجه به دا وي، چې مقننین یا اروپایان دي او یا هغه مسلمانان دي، چې له سره یې اسلامي شریعت نه دی لوستی، بلکې یواځې اروپایي قانون یې زده کړی.

—–

۱- ښاغلي عوده د تاریخي شواهدو له مخې د ازهر علماء په سپکو سپک کړي دي. زه نه وایم چې علماءؤ به په سلو کې سل خپله وظیفه اجرا کړې وي، خو زه دا په زغرده ویلای شم، چې مؤرخین هم د ځینو نورو عناصرو په څېر د زمامدارانو تأثر لاندې راځي او امکان لري دې د پاره چې د ازهر په علماؤ خپل لاس پاک کړي او مصري مسلمان ملت تېر باسي، ممکن نوموړي اسماعیل په داسې ظروفو او شرطونو کې دغه تقاضا کړې وي، چې اسلامي اساساتو سره یې سر نه وي خوړلی او مؤرخینو هم ورباندې پرده اچولې وي. ژباړن

نور بیا..

کمپوز: عزت الله شرافت

کتاب: اسلام د ضعیفو پوهانو او ناپوهو ځوانانو ترمنځ (چاپ ۱۹۷۷) (ټولي برخي)

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الجاج استاذ بیانزی
میلمه
الجاج استاذ بیانزی

اسلامی نظام د اسلامی حکومت او اسلامی شریعت مجموعی ته ویل کیږی ، اسلامی حکومت او اسلامی شریعت یو دبله سره لازم او ملزوم دی یعنی دواړه به وی چه اسلامی نظام ورته وویل شی مګر دواړه یو دبل سره د چرګی او د چرګی د هګی د پیدايښت موضع د ځان سره لری ، چه چرګه لمړی خلق شوی او که هګۍ ؟ اسلامی حکومت باید اول ایچاد شی چه اسلامی شریعت وضع او په کار واچوی او که اسلامی قوانین ولرو چه له مخی یی اسلامی حکومت بنسټ کیښودل شی ؟ حضرت محمد ص زمونږ پیشوا او راهنما… نور لوستل »