asasi_qanon

له علمي خوا څخه شریعت باندې د قوانینو اثر

لیکوال: شهید عبدالقادر عوده
ژباړن: مولوي محمد یونس خالص رحمه الله

دیارلسمه برخه

په اسلامي ممالکو کې د اروپایي قوانینو له راتللو څخه دا راولاړ شول، چې په دغو هیوادونو کې د همدې قوانینو د تطبیقونې لپاره ځان له محاکم تشکیل شول او اروپایي قاضیانو ته پکې ځای ورکړل شو او یا خو وطني هغه قضاوت ورته وټاکل شو، چې دغه قوانین یې لوستي وو او له شریعت څخه له سره خبر قدر هم نه وو.

دغو نوو محکمو تقریباً هر څیز په ځان پورې وتاړه او له دې کبله چې دغو نویو محکمو یوازې خپل قوانین تطبیق او عملي کول، نو د عمل په ډګر کې اسلامي شریعت معطل پاتې شو.

همدا راز د تعلیم او پوهنې قوت او مرجع د دغو قوانینو د تدریس لپاره ځان له مدارس پرانستل او بیا دغو مدارسو د ځینې لږو مسائلو څخه په غیر، نور اسلامي شریعت یوې خواته پرېښود او یواځې د دغو قوانینو درس ته یې د اهتمام په سترګه وکتل، نو ځکه یې یوه غمجنه نتیجه ورکړه.

هغه دا چې نن سبا تقریباً ټول قانوني پوهان او علماء له اسلامي شریعت او دیني روح څخه بې خبره پاتې شول او نشي کولای، چې هغه دین ته تطبیقي جامه ور واغوندي کوم چې اسلامي دولتونه یې تطبیقولو ته اړ دي.

په اسلامي شریعت باندې د ناپوهۍ بله نتیجه دا شوه، چې ځینې اسلامي نصوص د اسلامي شریعت پرخلاف داسې تفسیر شول، چې له وضعي قوانینو سره سمون خوري، د مثال په ډول د مصر د عقوباتو قانون سره له دې چې د قانون تطبیق ته په داسې شرط اجازه ورکوي، چې د هیچا شرعي او اسلامي حقوقو ته خلل پېښ نه شي.

بیا هم مصري پوهانو او د قانون شارحانو دغه حقوق په هغه ترتیب نه دي زده کړي، څرنګه یې چې شریعت ایجابوي او په دې باندې یې ځانونه ونه پوهول، چې د اسلامي شریعت له مخې هر شخص کوم حقوق لري، ترڅو د وضعي قانون د تطبیق په موقع د هغو مراعت وشي، بلکې یوازې فرانسوي قانون یې زده کړ او په هماغه لاره یې وڅېړه، څرنګه چې فرانسوي شارحانو څیړلي دي.

دا ځکه چې له یوې خوا خو دوی له شریعت څخه هېڅ خبر نه دي او نه پوهیږي، چې اسلامي شریعت کوم لوري ته خلک لیږدوي او له بلې خوا دوی خپل ځانونه د اروپایانو بالخاصه د فرانسویانو له آراء او نظریاتو سره په سمون مقید ویني او له همدې کبله کوم شیانو ته چې هغوی مباح وایي، دوی یې هم مباح بولي او کوم چې هغوی یې حراموي، دوی یې هم حراموي او دې کې خو شک نشته چې اروپایي شارحان له اسلام او اسلامي شریعت څخه هیڅ خبر نه دي.

نور بیا..

کمپوز: عزت الله شرافت

کتاب: اسلام د ضعیفو پوهانو او ناپوهو ځوانانو ترمنځ (چاپ ۱۹۷۷) (ټولي برخي)

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الجاج استاذ بیانزی
میلمه
الجاج استاذ بیانزی

مونږ مخکی هم لیکلی او اوس یی بیا هم لیکم ، مونږ که د لیکونکی او ژباړونکی په شاګردانو کی وشمیرل شو هم زمونږ دپاره ویاړنه ده ، مګر دحالاتو ارزونه وخت په وخت د نوو شرایطو له مخی توپیر کوی . دهغوی خبری سل په سلو کی سمی مګر د یوی ځانګړی زاوی یا اړخ له خوا یی ارزونه کړی زه به یو لږ څه ورسره ورزیات کړم او هغه دا چه : زه له دی سره توافق نه لرم چه فرانسوی او یا مصری قانون شارحان له اسلامی قوانینو خبر نه وو ، دا معنی لری [ که… نور لوستل »