asasi_qanon

په شریعت باندې له نظري خوا څخه د قوانینو اغېزه

لیکوال: شهید عبدالقادر عوده
ژباړن: مولوي محمد یونس خالص رحمه الله

څوارلسمه برخه

کله چې د عمل په ډګر کې وضعي قوانینو اسلامي لوی احکام په لته ووهل او معطل یې کړل، نو په نظري ساحه کې خو له سره ورباندې کومه اغېزه او اثر ځکه نشي غورځولای، چې شرعي نصوص همغه شان قایم پاتې دي او احکام یې د تل لپاره واجب التطبیق دي، دا ځکه چې وضعي او شرعي قانون دواړه په دې متفق دي، چې قانون او شریعت د هغه قانون په اثر له منځه ځي، چې یا خو ورسره په قوت کې برابر وي او یا ورڅخه لوړ او قوي وي. یعنې شریعت د شارع له خوا د یو نوي شریعت په رالیږلو منسوخیدلای شي او قانون د هغه قانون په اساس له منځه ځي، چې د نوي قانون واضعین د پخواني قانون په واضعینو علمي سلطه او د پوهې او تقنین له لارې قوت ولري.

نو هغه نصوص چې شریعت ورباندې منسوخیدای شي، باید یا قرآن او یا حدیث وي، چې هغه زموږ د قرآن او حدیث په مقابل کې ودریږي او څرنګه چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه وروسته له دې کبله چې وحې قطعه شوي او نور یې د راتلو امکان نشته، نوی قرآن نه شي راتلای او چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفات شوی، د نوي حدیث د راتللو امکان هم له منځه تللی، نو اسلامي شریعت تل تر تله باقي دی او هېڅ کوم قانون لاندې نه راځي او دا خو امکان نه لري، چې تقنیني بشري هیأتونو ته د قرآن او حدیث هومره اهمیت ورکړو او هغه ورباندې منسوخ وبولو، نو کوم حقیقت چې سترګې باید ورڅخه پټې نه شي او د ویلو امکان لري هغه دا دي چې زموږ اولولامر د دې حق نه لري، چې له ځانه قوانین وضعه کړي او یا بشري قوانینو ته د شرعي قوانیو په عوض کې ځای ورکړي.

دوی یوازې د تنفیذ او اجراء کولو حق لري، چې په هغه وجه یې اجراء کړي، چې لومړی مې وویل او تشریح او تقنین یواځې د لوی خدای جل جلاله کار دی، چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم له وفات سره سم یې زمانه پای ته رسیدلې او دغه شریعت د عالم بشریت لپاره تر ابده کافي دی.

نور بیا..

کمپوز: عزت الله شرافت

کتاب: اسلام د ضعیفو پوهانو او ناپوهو ځوانانو ترمنځ (چاپ ۱۹۷۷) (ټولي برخي)

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د