asasi_qanon

له شریعت سره د وضعي قوانینو د تعارض حکم

لیکوال: شهید عبدالقادر عوده

ژباړن: مولوي محمد یونس خالص رحمه الله

پنځلسمه برخه

کله چې وضعي قوانین د شریعت پرخلاف واقع شي په دې صورت کې نو له درې وجهو څخه د شریعت چلول ضروري دي:

۱- د اسلامي شریعت نصوص په خپل حال پاتې دي او لکه چې وویلې هېڅکله یې لغوه کول امکان نه لري او د قانون نصوص همیشه د لغوه کولو امکان لري او د دې دا معنا چې شرعي نصوص نسبت قانوني نصوصو ته ډېر قوي دي.

۲- څه چې د شریعت پرخلاف دي شریعت هغو ته باطل وایي، چې موږ لومړی دا خبره پوره وڅیړله، نو بناءً په دې هغه قوانین چې خلاف د شریعت دي مطلقاً باطل دي.

۳- وضعي قانون پخپله دا ایجابوي کله چې کوم قانون خپله وظیفه پریږدي هغه باید لغوه وبلل شي، نو په همدې اساس هغه وضعي قوانین چې له شریعت څخه خلاف وي خپله وظیفه سرته نه شي رسولای، نو هغه باطل او لغوه ګڼل کیږي او عملي کول یې جواز نه لري.

څرنګه هغه قوانین چې د شریعت پرخلاف وي خپله وظیفه سرته نه شي رسولای؟

په وضعي قوانینو کې دا قاعده ده، چې دې لپاره منځته راځي څو د یوې ټولنې ضروریات ورباندې سرته ورسیږي، کارونه یې تنظیم کړي، موجوده نظام یې وساتي او د وګړو ترمنځ یې یو پر بل اعتماد او امنیت خپور کړي.

د یوې ټولنې د ټولو حاجاتو او ضروریاتو خورا ضروري او مهم حاجت د هغې د عقایدو، مشاعرو او نظام ساتنه ده.

په اسلامي هیوادونو کې د ټولنې نظام په اسلام ولاړ دی او زیاته برخه وګړي اسلامي عقاید لري، نو طبعاً وضعي قوانین هم د پاسني اساس په مطابق باید له اسلامي شریعت سره مطابق راشي او ټکي په ټکي ورسره تطبیق شي. خو له بده مرغه لکه څنګه چې ګورو وضعي قوانین داسې نه بلکې د اسلام پرخلاف منځته ته راغلل او یواځې دا نه چې دغو قوانیو د اسلام پرضد کار ته لاس واچاوه، بلکې سره له دې یې د پاسني اصل خلاف اثر وغورځاوه او دکوم غرض لپاره چې قوانین منځته راځي، هغه غرض یې تعقیب نه شو کړای، یعنې د نظام د ړنګولو او د امنیت د خرابولو او داسې نورو مفاسدو سرچشمه وګرځیدل.

که موږ د اسلام له حقایقو او احکامو څخه څه نا څه خبر کړای شو، نو بیا په دې خبره باندې ډېر ښه او په خورا او آسانه توګه پوهیدالای شو. هغه قوانین چې په اروپا کې د اروپایانو د نیکمرغۍ او امنیت، دوستۍ او پرمختګ لپاره وضع کیږي هغه په اسلامي هیوادونو کې د ټولنې د دردولو او بدمرغۍ، کرکې او بدۍ لومړنی عامل دی او همدغه د دې علت دی، چې زیاته برخه خلک یې نه خوښوي او که حقیقت ته نظر وکړو، نو دغه قوانین په اسلامي ولسونو کې فتنې او خود سرۍ، اغتشاش او ناوړه انقلابونو بنسټ او اساس دی، دا ځکه چې:

۱- اسلام مسلمانانو ته د دې اجازه نه ورکوي، چې الهي شریعت څخه په غیر بل کوم قانون ته سر ښکته کړي او له دې کبله چې له قرآني ارشاد سره سم: {فَاِن لَّمْ یَسْتَجِیبٌوا لَکَ…} سورة قصص آیت۵۰ }ثٌمَّ جَعَلْنَاکَ عَلَی شَرِیعَةٍ مِّن الأَمْرِ…} سورة جاثیه آیت۱۸-۱۹. }اتَّبِعٌواْ مَا أٌنزِلَ اِلَیْکٌم…} سورة اعراف آیت ۳.

یعنې که ستا دعوت او بلنه ونه مني نو پوه شه چې دوی د خپلو خواهشاتو تابعداري کوي او دهغه چا څخه بل څوک ډېر بې لارې نه دی، چې پخپله هوا او هوس پسې بې د الهي هدایت څخه روان وي.

بیا مو ته په لویه لاره برابر کړې، نو د همدې شریعت تابعداري کوه او د هغو خلکو پیروي ونه کړې چې نه پوهیږي.
دوی تا له خدای جل جلاله څخه نه شي خلاصولای او ظالمان ځینې د ځینو نورو ملګري دي او خدای د متقیانو دوست او ملګری دی.

(د هغه څه پیروي وکړئ چې تاسو ته ستاسو د (رب) پروردګار له خوا نازل شوي دي او بې له ده څخه د نورو دوستانو تابعداري مه کوئ)

هو! له دې قرآني ارشاداتو سره سم چې الله تعالی کارونه په دوه برخو ویشلي دي، یا خو د خدای جل جلاله او رسول صلی الله علیه فرمان منل او تابعداري ده او یا خو د هوا او هوس په نیلي سپریدل دي، نو کوم قوانین چې شریعت له نصوصو، عامو مبادیو او تقنیني روحیې سره مخالف وي هغه د قرآني نوموړو نصوصو له مخې حرام دي او مسلمان نه شي کولای، چې هغوی ته د عمل جامه ور واغوندي.

۲- الله تعالی فرمایي: {أَلَمْ تَرَ اِلَی الَّذینَ یَزْعٌمٌونَ} سورة النسآء آیت۶۰.  یعنې آیا هغو خلکو ته پام نه کوي دوی په هغه څه چې تاته نازل شوي او په څه چې ستا څخه لومړیو پیغمبرانو ته نازل شوي، د ایمان ګمان او اټکل کوي او دا یې خیال دی، چې دوی مؤمنان دي او سره له دې غواړي چې طاغوت (باطل معبود) ته خپله فیصله ور وسپاری.

حال داچې دوی ته الهي (امر شوی دی چې دوی به هفه باطل معبود نه مني او شیطان غواړي چې له حق څخه یې خورا لرې باسي او بې لارې یې کړی)

د دې آیت له مخې مسلمان نشي کولای، چې له الهي حکم څخه په غیر بل کوم حکم باندې خوښ شي او یا خو خپله منازعه د فیصلې لپاره و بل چاته وړاندې کړي، ځکه دغه کار لویه ګمراهي بلل شوې او الله تعالی مسلمان مکلف کړی چې د خدای جل جلاله له حکم څخه بغیر د بل چا حکم ته به غاړه نه ږدي. چاچې خپله فیصله د الله تعالی د حکم پرخلاف بل چاته وسپارله، یا خو د بل چا په حکمیت راضي شو او یا یې بل چاته د عبادت سر ټیټ کړ، هغه د دې پرځای چې له الهي امر سره سم له طاغوت څخه انکار وکړي، طاغوت ته اطاعت کړی او سمه لاره یې پرې ایښي په کږه لاره روان دی.

۳- مسلمان نارینه او مسلمانه ښځه د دې مبارک آیت له مخې {وَمَا کَانَ لِمٌؤْمِنٍ وَلاَ مٌؤْمِنَةٍ…} سورة احزاب آیت ۳۶.  یعنې یو نارینه مؤمن او یوه مؤمنه ښځه هم د دې حق نه لري، چې د خدای جل جلاله او د رسول صلی الله علیه وسلم د حکم پرخلاف خپل ځان ته بل کوم حکم غوره کړي، دا اجازه نه لري چې بې د هغه شریعت څخه چې خدای ورته را استولی دی او رسول صلی الله علیه وسلم یې شرحه کړې بله کومه لاره ونیسي.

۴- لکه څنګه چې د سورة مائده په ۴۴-۴۵-۴۷آیتونو کې راغلي الله تعالی امر کړی دی، چې حکم او فیصله د شریعت سره سمه باید وشي او که چا په (ما انزل الله) (قرآن) حکم ونه کاوه، نو هغه کافر، ظالم او فاسق دی.

مفسرینو او فقهاؤ په دې اتفاق کړی که چا کوم نوی خلاف اسلامي حکم منځته راوړ، نو که له اسلامي حکم څخه منکر و او هغه ته یې په کرکه کتل او د مصلحت خلاف یې باله، نو دی کافر دی او که منکر نه و خو کوم خواهش اغېزه ورباندې کړې وه، نو ده ته ظالم ویلی شي او که مقصد یې ظلم او بې عدالتي وي، نو ده ته فاسق ویلی شي، چې یو مسلمان هم د کافر، ظالم او فاسق نوم په ځان نشي منلای.

۵- الله تعالی د سورة النسآء په ۶۵آیت کې {فَلاَ وَ رَبِّکَ لاَ یٌؤْمِنٌونَ حَتَّیَ یٌحَکِّمٌوکَ…} هغه بنده ګان له ایمانه څخه خالي معرفي کوي کوم چې د خدای جل جلاله له رسول صلی الله علیه وسلم څخه په غیر بل چاته فیصله وړاندې کوي او فرمایلي یې دي، (زما دې ستا په پروردګار قسم وي ترهغې پورې دوی ایمان داران کیږي نه،ترڅو تا خپلو ذات البیني شخړو کې حکم او فیصله کوونکی ونه ګرځوي او بیا د ستا د فیصلې په نسبت هیڅ کوم زړه تنګي او کرکه هم ونه کړي او پوره پوره ورته تسلیم شي).

۶- څه چې د شریعت پرخلاف دي هغه په مسلمانانو حرام دي، ولو که هر ډول حاکمه قوه یې مباح کړي او د عملي کولو یې امر صادر کړي، دا ځکه چې حاکمه قوه په قانون ایښودلو کې بس همدومره واک لري، چې د شرعي نصوصو او عامه مبادیو او قانوني روحیې څخه یې مخالف نه وي، نو که حاکمه هیأت ځان له اجازه ورکړي چې له دغو حدودو څخه تجاوز وکړي، نو د حاکمه قوې دغه کار حرام او خلاف الشرع قوانین نشي روا کولای او نه کوم مسلمان ته د دې اجازه شته، چې د دغه ډول قوانینو پیروي وکړي او یا یې وچلوي، بلکې هر مسلمان مکلف دی چې د داسې باطله او خلاف الشرع قوانینو مخه ونیسي. دا ځکه چې د اولوالامر هر حکم په مسلمانانو باندې واجب الاتباع نه دی، بلکې هغه اوامر یې لازم الاطاعه دي، چې د خدای جل جلاله او رسول صلی الله علیه وسلم له احکامو سره سر وخوري. الله تعالی فرمایي: {یایها الذین آمنو اطیعو الله و اطیعوا الرسول} یعنې:اې مؤمنانو! د خدای او د خدای د رسول صلی الله علیه وسلم اطاعت وکړئ او د اولوالامر اطاعت وکړئ چې ستاسو څخه دی او رسول صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: (من امر کم منهم بمعصیة فلا سمع ولاطاعة) یعنې: که د قدرت والا او اولوالامر څخه تاسو ته کوم یوه په ناروا حکم وکړ، نو نه یې د خبرو اوریدل او منل ورته روا دي او نه یې طاعت کول واجب یا جایز دي.

د رسول الله صلی الله علیه وسلم صحابه ؤ رضی الله عنهم د اسلامي امت فقهاؤ، مجتهدینو ټولو په دې اتفاق او اجماع کړې، چې د اولوالامر اطاعت یواځې په شرعي چوکاټ کې او په هغه صورت کې واجب دی، چې له خدایي احکامو سره مخالفت ونه لري او په دې کې هېڅ کوم خلاف نشته، چې ناروا اوامر یې نافذ نه دي او اطاعت یې جواز نه لري او دا هم اتفاقي حکم دی، چې قطعي حرامو مباح کول، لکه زنا، شراب خوري یا د شرعي حدودو باطلول او د الهي شریعت معطلول او پرځای یې د الهي شریعت پرخلاف کوم قانون جاري کول کفر او مرتدوالی دی او مسلمانان مکلف دي چې د خپل مسلمان واکدار په مقابل کې راولاړ شي، کوم وخت چې هغه (العیاذ بالله)مرتد او کافر شي او هغه لارې چارې ونیسي، چې دی پرې کافر کیږي او اولوالامر په مقابل کې د وړو نه وړه اندازه ودریدل دا دي چې حکم یې ونه مني او اوامر یې نافذ نه کړي. (۱)

۷- لکه څنګه چې موږ لومړی په دلایلو ثابته کړې د شریعت احکام تجزیې نه قبلوي او د انفعال وړ نه دی، نو هیڅ کوم مسلمان ته دا نه ده روا چې د ځینو شرعي احکامو په چلولو او د ځینو نورو په شاته غورځولو خوښ او راضي شي او هېڅ بد عکس العمل یې په مقابل کې ونه نیسي.

دا ځینې اسلامي حقایق دي، چې د قرآني نصوصو او نبوي ارشاداتو په رڼا کې تاسو ته وړاندې شول او دا د هغه مسلمان واقعیت دی، چې په اسلام پوهیږي او ورباندې باور لري او دا هماغه حقایق دي چې یو مسلمان لره په کار دي او هر مسلمان مکلف دی، چې عمل ورباندې وکړي او کوم قوانین چې اساساً دې لپاره دې لپاره ایښودل شوي چې د یوې ټولنې مشاعر او عقاید حمایه کړي. هغه وخت د یوې اسلامي ټولنې له عقایدو سره په شخړه لویږي، چې اسلامي شریعت پرخلاف مواد منځته راوړي او په همدغې موقع کې خلک داسې اوضاعو ته مجبوروي، چې نه یې شریعت منلای شي او نه ورسره اسلام سازش کولای شي.

همدا راز موږ له خپلو تېرو ویناؤ څخه دا خبره په ګوته کولای شو چې اسلامي ولسونو او هیوادونو ته (د وضعي قوانینو) راوړل پخپله دغه قوانین له خپلې وظیفې (د ټولنې تنظیم او د عقایدو حمایې) څخه باسي او د دې پرځای چې اطمینان او امنیت منځته راوړي، د اضطراب، انقلاب او بد امنۍ لپاره د لویو نه لویه وسیله ګرځي.

—–

(۱) دې کې شک نشته چې هیڅکله هم د یو مسلمان مملکت زمامدار د کفر او الحاد اعلان ترهغې پورې نه کوي، ترڅو یې ټول محیط یا زیاته برخه د کفر په لاره لېږدولې نه وي، نو د مؤلف مقصد دا دی کله چې زمامدار، زنا، شراب خوري او نورو حرامو ته اجازه ورکړي، کافر دی او تش د خولې په دعوی باید مسلمان ونه بلل شي، بلکې له منځه باید یووړل شي. (ژباړن)

نور بیا..

کمپوز: عزت الله شرافت

کتاب: اسلام د ضعیفو پوهانو او ناپوهو ځوانانو ترمنځ (چاپ ۱۹۷۷) (ټولي برخي)

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الجاج استاذ بیانزی
میلمه
الجاج استاذ بیانزی

زما د اسلامی پوهی او ارزونی له مخی : کله چه مونږ د کفارو او مسلمانانو یادونه کوو ، دا معنی لری چه یو د زمکی او بل د بل کوم ستوری څخه زمکی ته هجرت کړی یا بل بل ډی ان ای ، او بیلی بیلی قواری لری ټول د بی بی هوا او ادم ع اولاده ده صرف ښځی یی د نارینه وو سره د جنسی اهدافو له مخی یو له بله سره توپیر لری کوم توپیر چه بی بی هواد او ادم ع درلود. هو ټول انسانان د یو بل د پیژندنی د پاره په رنګ او… نور لوستل »