نظــر

په وردګو ولايت کې د امريکا د وحشت څو کيسې د هغوی په قلم

لیکنه: ماتیو آیکېنس

ژباړه: عبدالله جهادوال

هغه څه چې دلته لولئ، نه کوم طالب لیکلي او نه هم د وسله والو مخالفینو دکومې ډلې تبلیغات دي، دا راپور چې ټول د میدان وردګو ولایت د نرخ ولسوالۍ دسیمه ییزو د خلکو او د سپیشل فورس د وحشیانه جنایتونو د قربانیانو د کورنیو له پاتې غړوسره د مرکو پر بنسټ لیکل شوی دی، تر ډېره بریده له وحشتونو ډک یوه یون لیک ته ورته دی، چې د لوېدېزې نړۍ معروف ژورنالیست او لیکوال ( ماتیو آیکېنس) له خوا برابر شوی دی، او د” رولنگ ستون” په نامه یوې انګریزې ژبې ویب پاڼې خپور کړی دی، ددې راپور او د سپیشل فورس دا کارنامې کېدای شي د هغه کسانو ذهنونه ښه روښانه کړي، چې لاتر اوسه هم په افغانستان کې د امریکایانو دپوځي اډو د شتون او دهغوی په وسیله د مظلومو افغانانو پر کورنو د وحشیانه چاپو پلوي کوي.

دا مهم راپور په داسې حال کې خپلو درنو لوستوالو ته وړاندې کوو چې د ګران ورور عبدالله جهاد وال له ژباړې او زیار اېستنې منندویی پر ځان فرض ګڼو او له الله نه ورته په عمر اوقلم کې برکت غواړو.

د اصلاح رسنیز ګروپ اداره


تېر پسرلی، د امریکايي ځانګړو ځواکونو د اډې (بېس) نه بهر د لسو ورک شوو افغان کلیوالو جسدونه او پاتې شوني وموندل شول – آیا دا کړنه یو جنګي جنایت ؤ او که په هره وحشيانه جګړه کې تکرارېدونکې کومه پېښه ؟

د ۲۰۱۲میلادي کال په مني کې د متحده ایالاتو ځانګړي ځواکونه نرخ ته ننوتل. نرخ د افغانستان د وردګو په ولایت پورې اړونده د کابل په لوېدیځ کې پرته ولسوالي ده چې د کابل اوکندهار لویه لاره يې په منځ کې تېرېږي. دوی هلته د امریکايي ځواکونو په ستره اډه کې چې نږدې تشه شوې وه مېشت شول تر څو دښمن ښکار کړي او په رسمي توګه د امریکا د ۱۳ کلنې جګړې د پای ته رسېدو سره د دولتي ځواکونو هوډ ټینګ وساتي. خو د شپږو میاشتو تر تېرېدو وروسته افغان دولت په یادو ځواکونو تور پورې کړ چې ځايي خلک ځوروي، شکنجه کوي یې او وژني يې او دوی باید د نرخ څخه ووېستل شي. که دا تورونه رښتیا ثابت شي، نو دا به د ۲۰۰۱میلادي کال راهیسې د امریکايي ځواکونو یو تر ټولو ستر او مرګونی جنګي جنایت وشمېرل شي. د ۲۰۱۳میلادي په فبرورۍ کې ځایي خلکو ادعا وکړه چې د امريکا ځانګړو ځواکونو لس ملکي کسان له ځان سره بوتلل او بیا همداسې پسې ورک شول، دا په داسې حال کې ده چې اته تنه نور د یادو ځواکونو په عملیاتو کې ووژل شول.

د امریکا تر مشرۍ لاندې آیساف ځواکونو چارواکي دا تورونه په کلکه ردوي. دا تورونه په یوه ډېره حساسه شېبه (داسې مهال چې ولسمشر حامد کرزی او د امریکا حکومت په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د راتلونکې په اړه په جنجالي خبرو اترو بوخت دي) را پورته شوي دي. هغه مسئله چې امريکا ورته په دوه پښو ناسته ښکاري خو کرزی ورسره بې علاقې دی هغه د بهرنیو ځواکونو تلپاتې قضايي مصئوونیت دی. ځینې امریکايي چارواکي په افغانستان کې صفر ته د خپلو ځواکونو دکچې را ټېټولو خبرې کوي. دوی دا کار په عراق کې وکړ او د خپلو ځواکونو ځایي قانون ته د تابع کولو پر ځای يې ټول د هغه ځای نه ووېستل. خو دلته دواړه خواوې پدې پوهېږي چې دا ډول کړنه به د بېلا بېلو ستونزو سر په سترګو لیدونکی افغان حکومت او په سیمه کې د مخ په ځوړ امریکايي ځواک لپاره ځانوژنه او ستره بې پروايي وي. یاده دې وي چې د نرخ په څېر پېښې کولای شي دا ډول خبرې اترې ټکنۍ کړي.

تېر ژمی، اوضاع لږ سمه شوه او ولسمشر کرزي د دې تهمتونو د څېړلو امر وکړ. تر دې وروسته، د فبرورۍ په ۱۶مه د نصرت الله په نوم یو زده کوونکی د یوه پله لاندې په داسې حال کې مړ وموندل شو چې سر یې پرې کړل شوی ؤ. نوموړی هم دوه ورځې مخکې د یادو ځانګړو ځواکونو له خوا بیول شوی ؤ. په وردګو کې ډېرو خلکو لاریونونه وکړل او کرزي د امریکايي ځانګړو ځواکونو څخه وغوښتل چې سیمه تخلیه کړي او په دې توګه امریکایي ځانګړي ځواکونه د اپریل په میاشت کې له دې سیمې ووتل. کله چې په نرخ کې ځايي خلکو د امریکايي اډې نه بهر خښ کړل شوي جسدونه وموندل نو وې ویل : چې دا د همغو لسو بېدرکه شوو کسانو دي.

په همدې لړ کې د جولای په میاشت کې افغان حکومت اعلان وکړ چې دوی زکریا کندهاری چې د یادو ځواکونو سره یې ترجماني کوله نیولی دی. زکریا کندهاری یې د نرخ په پېښه کې د وژنو په تړاو نیولی ؤ او کندهاري د پوښتنو ګروېږنوپه لړ کې ټول هغه امریکايي ځواکونه چې په دې پېښه کې یې لاس درلود په ګوته کړي دي. خو امریکایي پوځ خپل انکار ته ادامه ورکوي. ډګروال” جان کرېچټان”، وال سټرېټ ژورنال ته په جولای کې وویل: د دقیقو څېړنو نه وروسته معلومه شوه چې هېڅ داسې مؤثق شواهد نشته چې ثابته کړي آیساف یا امریکا بدرفتاري کړې او یا یې هم کوم غیر قانوني عمل سرته رسولی.

خو په تېرو پنځو میاشتو کې رولېنګ سټون (Rolling Stone) له ۲۵ داسې کسانو سره مرکه کړې چې د پېښې عيني شاهدان و او د قربانیانو له کورنیو سره يې نژدې اړېکې درلودې . دوی د تورونو په تړاو مؤثق او له جزیاتو نه ډک شواهد وړاندې کړل او کومو چې ښودله امریکايي ځواکونه د لسو بې درکه شوو سړیو په قضیه کې دخیل دي. رولېنګ سټون همداراز له افغان او لوېدیځو چارواکو، ملګرو ملتونو اود سرې میاشتې له مسئوولینو سره وغږېده او بالاخره د څېړنو پایله دا شوه چې دا تورونه مؤثق او د ډاډ وړ دي. د جولای په میاشت کې ملګرو ملتونو په افغانستان کې د ملکي تلفاتو په اړه په یوه راپور کې خبرداری ورکړی ؤ چې: که د جګړې پر مهال بې درکه کورني، خپلسرې وژنې، ځورونې او شکنجې په هره وسلواله ډله باندې ثابتې شي ښایي جنګي جنایت وګڼل شي.

تېر کال، د نومبر د لسمې په سهار، یو وچ کلک، عاجز، د ګڼې ږیرې او چاودو لاسونو څښتن ۳۸ کلن بزګر د خپل ګاونډي ګل رحیم سره چې د ۲۸ کلونو یو دوکاندار او د درېو اولادونو څښتن دی ولاړ ؤ چې یو ناڅاپه یې د بمب غورځېدو آواز ترغوږ شو چې له ډزو سره مل ؤ. دوی دواړود ميدان ښار او نرخ ولسوالۍ تر منځ د پولاد خان په کلي کې د يوه کور په مخه کې د ونې بېخ په را اېستلو بوخت وو. دوی دواړه د پولاد خان په کلي کې ؤ.

برسېره پر دې چې نرخ د مڼو بڼونه او ښکلې تازه هوا لري، خو بیا هم د اوسېدو لپاره ستونزمن ځای دی. د افغانستان د اکثرو اطرافي سیمو په څېر، د نرخ ولسوالۍ فقیر او بېچاره ولس چې ډېری یې بزګران دي د وسله وال مخالفينو او امریکايي ځواکونو تر منځ ګیر پاتې دي. وسله والې ډلې چې د ځايي خلکو په منځ کې ژورې ریښې لري، هر هغه څوک چې د بهرنیانو سره همکاري کوي وژني او آن تر دې چې د امریکایانو سره خبرې کول هم ډېر خطر لري. کله چې طالبان د شپې له خوا نه د خلکو کورونو ته ورځي، نو دوی باید ډوډۍ او سرپناه ورکړي او یا هم د دوی د اولادونو خدمت وکړي، که څوک سرغړونه وکړي نو کېدای شي د مرګ له سزا سره مخ شي. او اوس هم د دې وسله والو په شتون کې امریکایان ښايې بې پیلوټه بریدونه وکړي او یا هم چاپې ووهي. دا یو ناممکنه خو ورځنۍ چاره ده. یوه اشتباه کېدای شي د مرګ خطر ولري.

د نومبر په همدې ورځ، کله چې امریکايي ځانګړو ځواکونو ګزمه کوله موټر یې د سړک غاړې په بمب وروخوت چې له امله یې یو سرتېری او یو ترجمان سطحي ټپي شول. لږ وروسته، امریکايي او افغان ګډ ځواکونه سړک ته راکوز شول. ډار وهلي عمر او ګل رحیم خپل وسایل پرېښول او په کور ننوتل. لږ وروسته یو غټ پټ ږېرور امریکایی د دوو ترجمانانو سره په کور ورننوتل او د کور په پلټلو يې پیل وکړ.

دوی عمر او ګل رحیم وموندل او په دوی یې چیغې کړلې چې پاڅېږي؛ کله چې عمر جنجال وکړ، د حمزه په نامه یوه ترجمان پرې ورمنډه کړه او تر وهلو لاندې یې ونیو، او بیا یې د کوټې د کړکۍ نه لاندې بڼ ته وروغورځاوه.

کله چې عمر په ځمکه بېهوشه ولوېد، اولادونو او ښځې یې ورمنډه کړه او په ډېر بد ډول پرې ورپرېوتل، خو حمزه د دوی د سر له پاسه یو څو ډزې وکړې، غوا يې ورته مړه کړه او ماشومان او ښځه يې یې سره تیت و پرک کړل، اوبیایې عمر د مڼو یو وړوکي بڼ ته چې دېوال ترې تاو ؤ ورکش کړ. هلته د زکریا کندهاري په نامه یو لوړ د ننوتو سترګو واله یو بل ترجمان ګل رحیم رانیولی ؤ او د امریکایانو په مخ کې یې ډباوه. په څنګ بڼ کې امریکایانو د هغه ماین مزی پیدا کړ چې سهار په امریکایانو الوزول شوی ؤ. په داسې حال کې چې عمر او ګل رحیم دواړو د بې ګناهۍ دعوا کوله، یو امریکایي پوځي په عمر ورمنډه کړه، پورته یې کړ، په دیواله یې ورسرېښ کړ او د سوکانو باران يې پرې پیل کړ. عمر وايي: چې کندهاری د ګل رحیم په لور ورغی، تومانچه یې راویستله، د هغه په سر یې کېښوده او درې ډزه یې ووېشت. کله چې کندهاري عمر ته تومانچه ونیوه او ورنږدې شو، عمر ضعف وکړ.

د یوه ستراتیژیک جګړه يیزه ډګرقسم خوړلي امریکايي پوځونه د وردګو په ولایت کې مېشت دي تر څو په تاو راتاو درو کې د هغو وسله والو مخالفينو رېښې د بېخه وباسي کوم چې په کابل برېدونه کوي.

دا د هغو افغانانو عکسونه دي چې سپېشل فورس برمته کړي وو او بیا هېڅکله ونه لېدل شول.

عمر د ګل رحیم د وژنې یواځینی ملکي عیني شاهد ؤ، خو زه په وردګو کې د هغه له درېو نورو ګاونډیانو سره هم وغږېدم؛ هغوی وویل: چې امریکايي ځانګړي ځواکونه له ټانګونو سره د عمر کور ته ورغلل، ډزې یې اورېدلي دي او د امریکایانو د تلو نه وروسته یې د ګل رحیم په مرمیو سوری بدن چې د مڼو په ونو کې پروت ؤ لیدلی دی، د هغه ککرۍ باد باد وه. امریکایان وروسته دوهم ځلي بیا راغلل او د بڼ دېوال یې په چاودېدونکو توکو ونړاوه؛ پدې مهال کندهاري یوه دولس کلن هلک ته په پسخند وویل: آیا تا د هغه ماغزه راټول کړل؟

د عمر کورنۍ فکر کړی ؤ چې دی هم وژل شوى او په مړي پسې يې ګرځېدل خو څه یې ترلاسه نکړل. خو د عمر اصلي ازمون دلته پیل کېږي. هغه په داسې حال کې چې لړزېده ماته يې پاتې کيسه کوله. هغه یې په نرخ کې د امریکایانو اډې ته بېولی ؤ او هلته یې په یوه کوټنۍ کې تر سهاره اچولی ؤ. بیا پوښتنې ګروېږنې ترې شوې وې. هغه ویل چې لاسونه یې د سر نه پاس ورته تړلي ؤ او په ځوړند حالت يې پرې اېښى ؤ. دی د کندهاري او ږیرور امریکايي له خوا ډبول کېده. دوه امریکایانو او د هغوی ترجمانانو د ده نه پوښتنې ګروېږنې کولې او په سیمه کې د نومو تو مخالفو قوماندانانو پوښته يې ترې کوله: عمر اقرار وکړ چې د هېڅ شي په اړه نه پوهېږي. هغه وویل: چې بیا وهلو نور هم زور واخیست. عمر وروسته بيا په ډېره شرمونکې لهجه زياته کړه: چې د نورو وهلو ډبلو تر څنګ يې دده تناسلي اله هم ور باندې تاووله. دده په خبره پوښتنو ګروېږنو دوې ورځې نور هم دوام درلود، عمر به یې په چوکۍ پورې تړلی ؤ او واهه به يې. عمر ښه پوهېده چې هغه به مړ کوي. د شپې به په زنځیر او زولنو کې بند پروت ؤ، د قرآن تلاوت به یې کاوه او د خپلو ماشومانو په اړه به یې چورت واهه. لنډه دا چې یوه ورځ کندهاري د عمر په سر تومانچه ورکېښوده او ورته وې ویل: چې د خپل ملګري غوندې به یې زر تر دې دنیا تېر کړي.

په دې منځ کې د عمر کلیوال خبر شوي ؤ چې دی امریکایانو نیولی، دوی امنیه قوماندان او والي ته د مشرانو یو پلاوى هم ورلېږلی ؤ او د عمر د راخوشې کېدو غوښتنه یې ترې کړې وه. دواړو وویل: چې دوی ناتوانه دي او په دې اړه څه نشي کولای، خو تصادفاً دلته یو امریکایی افسر امنیه قوماندانۍ ته راغلی ؤ. مشرانو امریکایي افسر ته د ګل رحیم د وژل کېدو او د عمر د نیول کېدو وویل. مشرانو بیا وروسته وویل: چې امریکايي افسر حیران شو او په شک يې دې موضوع ته کتل خو بیا یې هم دوی ته ویلي ؤ چې دی به موضوع وڅېړي. (د آیساف یو ویاند وايي: چې دوی په لومړي ځل د یادو تورونو په اړه د ۲۰۱۲میلادي د نومبر په میاشت کې خبر شول او قضیه یې لوړو مقاماتو ته ورسوله).

په همدې شپه امریکایانو عمر افغان ځواکونو ته چې اډې ته يې څېرمه پنډغالی ؤ په لاس ورکړ. عمر یو ناڅاپه پوه شو چې هغه خوشې کېږي. هغه وايي: کندهاري هغه ته وویل: چې ما خو قول کړی ؤ چې زه به تا وژنم خو زه نه پوهېږم چې ته څنګه د دې ځای څخه ژوندی وځې؟

د وردګو د ولایتي شورا مرستیال محمد حضرت جانان په داسې حال کې چې د خپل دفتر په کړکۍ کې یې سترګې خښې کړې وې د شونډو لاندې وویل: چې په میدان ښار کې امنیت نشته.

یو لنډی، قهرجن او د کرزي په حکومت کې پیسه دار شوی سیاستوال جانان پوهېږي چې د ولایت وضعه د کنټروله د وتلو په حال کې ده. وردګ په جګړه کې یو حیاتي جګړه ييز ډګر او د امریکا له خوا پياوړې کېدونکي دولت او وسله والو مخالفينو لپاره ستراتیژیکه سیمه ده چېرې چې دواړو خواوو ددې جګړې د ګټلو ټینګ هوډ کړی دی.

یو ساعت وړاندې، د افغان څارګرو په یوه نژدې پوسته باندې ستره بمي چاودنه وشوه چې زه او زما ژباړن يې په غولي ورووېشتواود ماتو شیشو باران یې راباندې ووراوه. جانان پورته درې ته ګوته ونیوه او ويې وویل: ته وګوره دا غونډۍ یو کیلومتر لرې ده خو موږ نشو کولای چې هغو کلیو ته ورشو.

میدان ښار د کابل په لوېدیځ کې پروت دی او د کابل نه یوازې ۳۰ دقیقې لرې دی. خو دلته د مرکز کابل نه جلا یوه بېله نړۍ ده. ځانمرګي برېدونه، لکه دا یو چې مخکې یې کړکۍ راماتې کړې. دلته په وردګو کې بېخي عادي خبره ده. طالبان په لویه لاره چې له وردګو تېرېږي او د هېواد جنوب ته غزېږي او د ماینونو له لاسه د کنډوکپر او سوځېدلو ټانکر ټرکونو څخه ډکه ده، کمینونه نیسي او خپل عملیات پر مخ بیايي.

ډېری خلک چې په نرخ کې لادرکه شوي، د امریکایانو له خوا په رڼا ورځ په ښکاره توګه د لسګونو عیني شاهدانو په مخکې وړل شوي. په دې تړاو ماته د بادامي سترګو درلودونکی نعمت الله چې په یوه ساختماني شرکت کې سرکارګر دی،په خپل کلي امرخېلو کې د ۲۰۱۲میلادي د نومبر د شلمې د چاپې کیسه وکړه. هغه، دهغه څلور وروڼه او د کورنۍ نور غړي په کلي د موټرسایکلونو او ټانګونو په غږ راوېښ شول. ږیرورو امریکایانو د دوی دروازه ورماته کړه او د یوه سپي سره ورننوتل. دوی د کور د پلټنې پر مهال سړي بهر راوېستل په کلي کې يې د ټولولو ځای ته بوتلل چېرته يې چې د امرخیلو کلي نور سړي هم راټول کړي ؤ. دوی نږدې ۴۰ تنه د ولسوالۍ مقر ته بوتلل او هلته یې د څو ورځو لپاره وساتل. بالاخره امریکایانو د یادو کسانو د سترګو تصويرونه واخيستل او د ګوتو نښې يې واخیستې او د دوی لاسونه یې د چاودېدونکو توکو د پاتې شونو سره د تړاو په هیله وکتل، او بیا یې د پولیسو او دولتي چارواکو په وړاندې، اته تنه انتخاب او خپلې اډې ته بوتلل. په دوی کې د نعمت الله درې کشران وروڼه حکمت الله، صدیق الله او عصمت الله هم ؤ.

نیول شوي کسان يې دوه شپې وساتل او بیا یې د حکمت الله چې یو ۱۶ کلن زده کوونکی دی په ګډون څو تنه راخوشې کړل. حکمت الله ویل چې کندهاري او یو بل امریکايي پوځي به ویل چې څوک دې خوشې شي او څوک دې پاتې شي. کله چې حکمت الله کور ته راورسېد، کورنی یې د خوشالی نه په کالیو کې نه ځایېده او په دې هیله وه چې عصمت الله او صدیق الله به هم ژر راخوشې شي. خو کورنۍ یې دوی دواړه بیا هېڅکله هم ونه لیدل. د سپېشل فورس ځواکونو، کلیوالو ته اجازه نه ورکوله چې اډې ته ورنږدې شي، افغان حکومت او افغان پوځ او پولیسو هم ویل: چې خبره د دوی له وسه تېره ده. نعمت الله او خپلوان یې سره صلیب ته ورغلل تر څو مرسته ورسره وکړي خو سره صلیب هم په بګرام او د هېواد په نورو بندېخانو کې پوښتنه کړې وه او دوی یې نه ؤ موندلي. دوی داسې شول لکه چې د لومړي سره ورک شوي وي.

د دسمبر په شپږمه په ورته پېښه کې ميدان ښار ته د ډېر لنډ “ده افغانان” کلي نه هم امریکایانو څلور تنه بیولي ؤ او بیا همداسې پسې ورک شول. په پای کې راغلو ځانګړو ځواکونو نرخ په داسې همال پرېښود چې لس تنه لا اوس هم لادرکه ؤ. اتنه تنه نور د الف-ډلګی (A-Team) له خوا د ګزمې پر مهال وژل شوي ؤ.

د بېلګې په توګه، د نومبر په ۲۷مه، په میدان ښار کې د ولایت په مقام د هغه موټر بمب د برید نه وروسته چې لرګي یې بار کړي ؤ او د لرګیو په منځ کې ېې چاودېدونکي توکي ځای پر ځای کړي ؤ، څلور ورځې وروسته امریکایانو د عزیز رحمان په نامه یو موټر چلونکی چې لرګي یې انتقالول ودراوه. خلکو ویل: چې کله امریکايي ځانګړيو ځواکونو سیمه پرېښوده دوی ورغلل ګوري رحمان ډېر بد ډبول شوی او بې سېکه پروت دی. هغه بیا په کابل کې روغتون ته په لاره د خپلو ټپونو له امله ساه ورکړه.

د ولایتي شورا مرستیال جانان په داسې حال کې چې کارکونکو يې د موټر بمب د چاودنې له امله ماتې شوې ښیښې او رالوېدلې خاورې جارو کولې وویل: دوی غواړي خلک ووېروي ځکه دوی وسله وال مخالفينو ته ماتې نشي ورکولای. دا خلک خو طالبان نه ؤ، او که بیا هم دوی طالبان وای، هېچاته دا اجازه نشته چې دوی پدې ډول ووژني.

جنګي جرمونه؟

یو افغان چارواکی وايي: هېڅ امکان نه لري چې کندهاری دې دا ډول کړنې ترسره کړي او امریکایان دې خبر نه وي.

نرخ ولسوالۍ ته ورتګ هم ډېر اسانه نه دی. دا سیمه د ولایت له مرکز نه څو کیلومټره واټن لري خو د مڼو ګڼو بڼونو او ترې راچاپېرو خټینو دېوالونو وسله والو مخالفینو ته یو پټنځای برابر کړی، وسله وال مخالفين د همدې پټنځایونو نه په ګټې اخیستنې سره په سړک ماینونه خښوي او سورلۍ د موټرو نه ښکته کوي. زما او زما د ډرېور او ژباړن لپاره سیمې ته د رسېدو لپاره یوه لاره وه هغه دا چې د افغان ځواکونو د کاروان سره ځان یو ځای کړو او پدې توګه د ولسوالۍ مقر ته ورسېږو.

سرتېري د سړک غاړې له ماینونو څخه په ترهه کې وي او هره شېبه د بدې پېښې په تمه وي. نیمایي لارې ته نه ؤ رسېدلي چې د نږدې ودانیو نه د ماشینګڼو او راکټ ډزونه راباندې پیل شول. سمدلاسه افغان ځواکونه ځوابې ډزې او د راکټونو انداخت پیل کړ، موږ هم د خپل کورولا موټر نه لاندې راکوز شو او د سړک غاړې ته په یوه ژور ځای کې اوږده وغزېدو. کاروان د دوهم ځل لپاره حرکت پیل کړ او په لاره کې افغان ځواکونو په کلیو او بانډو بې هدفه ډزې کولې. وروسته بیا خبر شوو چې په متقابلو ډزو کې یو هلک او څو غواوې وژل شوې وې. یوه افغان چارواکي اوږې پورته واچولې او زیاته یې کړه: په نرخ کې د یوه ماشوم وژل کېدل یوازې د هغه کورنی ته د توجه وړ دي نه نورو ته او بس.

د ولسوالی مرکز د درې شمال لور ته موقعیت لري او ټوله سیمه ترې ښکاري؛ دولت او د پولیسو چارواکی ډېر کم د ولسوالی بازار ته ورځي. د ولسوالی سر ته سره د نرخ پوځي اډه پرته ده. د ۲۰۰۹ کال په بدلونونو کې امریکايي ځواکونه د سیمې څخه ووېستل شول او سیمه افغان ځواکونو ته پاتې شوه. د څو کلونو راهیسې، څو ځله امریکایان نرخ ته راغلل او لاړل او هر ځل به چې راغلل د ځایي خلکو سره به یې شورا کوله او دوی ته به یې ویل چې موږ دلته راغلي یو تر څو تاسو ته پرمختګ او ثبات راولو.

په نولس سوه اتیایمو کلونو کې نرخ د شوروي په وړاندې د چریکي مقاومت کوونکو په مرکز اوښتنی ؤ، هغه وخت حزب اسلامي او حرکت اسلامي پدې سیمه واکمن ؤ. په نولس سوه نویمو کلونو کې اکثره حرکتیان د طالبانو سره یوځای شول او حزب اسلامي خپلواک پاتې شو. دوی کله کله په خپلو منځو کې جګړه هم کوي خو ډېری وختونه د سیمې څخه د بهرنیانو او د کرزي د ادارې د اړونده کسانو په اېستلو کې یو له بل سره همکاري کوي. اوس نرخ په اسانه نه شي پرېښودل کېدای. کابل ته د نږدې والي له امله اوس نرخ په کابل د ځانمرګو بریدونو لپاره په یوه مهم ځای ځایګي بدل شوی دی. د یوه لوړ پوړي افغان چارواکي په وینا، په کابل د تېرو څو بريدونو پر مهال لاس ته راغلي معلومات ښيي چې مخالفینو د ګرځنده ټلیفونونو لارې په نرخ کې د خپلو اړونده کسانو سره اړیکې ټینګې کړې دي.

د امریکايي ځانګړو ځواکونو ۱۲ کسیزه واحد چې الف-‌ډلګۍ نومېده په مني کې په نرخ کې ځای په ځای شو. عیناً واحد په ۲۰۱۲میلادي کې د شمالي کارولینا په فورټ برګ (Fort Bragg) کې د آیساف ځواکونو سره هم مستقر شوی ؤ. دوی د (سپینو) ځانګړو ځواکونو برخه دي. سپین ځانګړي ځواکونه د ترهګرۍ په خلاف جنګېږي او د افغان حکومت سره د پوځونو په روزنه او د وسلوالو مخالفینو په له منځه وړلو کې مرسته کوي، حال دا چې (تور) ځانګړي ځواکونه د افغان ځواکونو سره په ګډه د شپې چاپې وهي، پټ عملیات کوي او د سي آی اې سره په ګډه د پولې ها غاړې ته عملیات تنظیموي. د لومړي کنډک دا واحد په وردګو کې له درنو جګړو سره مخ شو او د وتلو پر مهال یې پنځه کسه له لاسه ورکړي ؤ.

د نرخ اطرافي سیمې د ترهګرو په وسیله کنټرولېږي او لدې لامله د الف-ډلګۍ لپاره کلیو ته هر سفر د کمین او یا د سړک غاړې د ماین له کبله د مړینې او یا هم د ټپي کېدو په معنی ؤ. یو امریکایی چارواکی وايي: دا خلک د امریکایانو سره کینه لري. دا به تل همداسې پر مخ ځي. کله کله زموږ دښمنان د یوې ټولنې نر او ښځې وي.

الف-ډلګۍ په سیمه ایزو چارواکو او پولیسو هم اعتبار نشو کولای ځکه اړیکې یې سره ښې نه وې. دوی په ځانګړې توګه د سیمه ایزو پولیسو په قومندان حاجي تورکي باندې ډېر بدګمانه ؤ. سیمه ایز پولیس ملېشې ته ورته جوړښت دی چې امریکا د دې لپاره منځ ته راوړ چې سیمه ایزې وسلوالې ډلې استخدام کړي؛ تورکی د شوروي سره د جګړې پر مهال د حزب اسلامي یو قوما ندان ؤ او دی هغه مهال چې امریکایان سیمې ته راننوتل ورغی او ورسره یو ځای شو. هغه د ملیشو یو وړوکی ځواک درلود چې د نرخ څه برخه یې لاندې کړې وه او د خپلو پخوانیو ترهګرو ملګرو سره یې اړیکې پرې کړې وې.

اصلاً خبره داسې وه چې د ځانګړو ځواکونو پخوانی ډلې ((تورکی)) او د ده د سیمه ییزو پولیسو واحد سره منظم کړي ؤ او د میدان ښار نه د باندې به یې د عملیاتو پر مهال ګټه ترې اخیسته خو نوې الف-ډلګۍ د دوی نه هېڅ هم نه غوښتل. تورکي ماته د ولسوالۍ په مقر کې وویل: دوی ماته وویل چې ما د دښمن سره همکاري کړې ده. په “ده افغانانو” د ډېسمبر د شپږمې په چاپه کې الف-ډلګۍ د تورکي وراره هم برمته کړ. کله چې تورکي ځانګړو ځواکونو ته د خپل وراره د راخوشې کولو لپاره ورغی، د الف-ډلګۍ یو ځوان افسر د ټیموثي اېګان Timothy Egan)) په نامه په قهر شو او ورته ويې ویل: چې ستا وراره اعتراف کړی دی چې د ده تره وسله وال مخالفينو ته وسلې برابرې کړې دي. د نرخ د پولیسو یوه چارواکي ماته وویل: چې اېګان د څو تنو پولیس سرتېرو په وړاندې د تورکي په سر تومانچه ورکېښوده او غوښتل یې چې د ځان سره یې بوځي خو زه یې چې ولیدم پرې ایښود.

تردې وروسته تورکي نرخ ولسوالي پرېښوده او تر څو چې په مارچ کې الف-‌ډلګۍ له سیمې نه وه وېستل شوې دی بېرته رانغی. د ورکو شوو کسانو کورنیو پرله پسې غوښته چې د پوځي اډې د ننه د جسدونو د موندلو لپاره کیندنې وکړې خو هېڅ یې هم ترلاسه نه کړل. یوه اونۍ وروسته، یو شپون د اډې سره نږدې رمه پیايي او ناڅاپه يې یو سپی لیدلی چې د اډې نه بهر د انسانانو په جسدونو لګیا دی. د ورکو شوو د خپلوانو او سیمه ییزو چارواکو یوه ډله سیمې ته ورغله او هلته یې خواره واره هډوکي او د انسان د زنې ښکتنۍ برخه او جامې وموندې چې دوی یې په دې ډاډمن کړل چې دا ټول په ۳۹ کلن محمد قاسم پورې چې د کریم دادو د کلي یو پخوانی بزګر ؤ، اړه لري. هغه لومړنی ورک شوی کس ؤ، چې امریکايي ځانګړو ځواکونو د ۲۰۱۲میلادي د نومبر د شپږمې په چاپه کې بیولی ؤ.

په دوه میاشتو کې د اډې شاوخوا په شپږو بېلابېلو برخو کې د انسانانو جسدونه وموندل شول. لومړنی جوړ روغ جسد په یوه کنده کې هغه مهال وموندل شو چې بزګرانو غوښتل پاکه يې کړي. د کالیو له مخې وپېژندل شو چې سید محمد دی، هغه د امریکایي ځواکونو له خوا په کارول کېدونکي خلته کې اچول شوی ؤ. د امریکايي ځواکونو ویاند ډګروال توماس کولینس په هغه وخت کې ویلي ؤ چې موږ د دې سړي د مړینې په تړاو هېڅ هم نشو کولای. تر ټولو نږدې موقعیت اډې ته په ۵۰ مټرۍ کې ؤ، او ټول موقعیتونه د ساتونکو د برج نه ښکارېدل.

کله چې ما د افغان ځواکونو د قوما ندان څخه چې د الف-ډلګۍ د وتلو نه وروسته یې د نرخ د پوځي اډې قومانداني کوله وپوښتل، آیا داسې کیږي چې څوک دې د دې پوځې اډې په پنځوس مترۍ کې یو نفر خښوي او تاسو پرې خبر نشئ، هغه وخندل او زیاته یې کړه: هېڅ امکان نه لري چې څوک دې داسې کوم کار کوي او د ساتونکو په برج کې ولاړ کسان دې پرې خبر نشي، امریکایان هرومرو پدې پوهېدل چې دلته څه تېرېږي.

کله چې ما د بشري حقونو په اړه د ډاکټرانو په ټولنه کې د نړیوال قانوني پروګرام مشر سټېفن شمېت ته چې په افغانستان کې د ډله ییزو قبرونو په معاینه کولو کې پراخه تجربه لري د جسدونو انځورونه وروښودل، هغه د سید محمد د رک روغ جسد په اړه راته وویل: چې دا انځور ثابتوي چې سید محمد ارومرو د ژمي په ساړه موسم کې خښ کړل شوی دی.

نعمت الله د ورکو شوو د خپلوانو د هغه ډلې څخه ؤ چې باید د موندل شوو جسدونو سره په تړاو معاینه شي او خپل مړي د جامو او نورو ورسره توکو په وسیله وپېژني. جهادیار، یو ملکي کارکونکی خپل ورور محمد حسن چې امریکایانو برمته کړی ؤ د هغه ساعت نه وپېژانده چې ده ورته اخیستی ؤ.

اکثره خراب شوي جسدونه په کابل کې د عدلي طب دولتي روغتون ته یوړل شول خو د ډي اِن اې د معلومولو د وسایلو د نه شتون له امله یواېې دومره جوته شوه چې جسدونه د انسانانو دي. سربېره پر دې، د جون په څلورمه د قربانیانو کورنیو لس جسدونه پیداکړل او ویل يې، چې هغه د دوی د ورکو شوو عزیزانو دي. نعمت الله وویل: د اخر نه په دوهم کیندل شوي ځای کې زما د وروڼو جسدونه ؤ او ما د جامو نه وپېژندل.

د نرخ څخه د الف-ډلګۍ د وتلو نه څو میاشتې وروسته افغان دولت په جولای کې اعلان وکړ چې دوی د دې ډلګۍ ژباړن زکریا کندهاری نیولی دی. چارواکو هغه په وژنه تورن کړی او د هغه یوه ویډیو یې خپره کړې چې په بنده خونه کې سید محمد وهي. دوی همدارنګه وايي: چې هغه د بې ګناهۍ ادعا کوي او د الف-ډلګۍ غړي په وژنو ملامتوي. خو کندهاری په اګسټ کې د پل چرخي زندان ته تر انتقالېدو پورې د رسنیو سره نه ؤ غږېدلی، نو ما وپتیله چې ورشم او ویې وینم. پل چرخي په نولس سوه اویایمو کلونو کې د کمونسټانو د قتل عام وحشتناک منظر دی او د هغه نه وروسته یې بیا هېڅکله هم ښه نوم نه دی خپل کړی.

زه زندان ته ورغلم او د رسمي پروسې نه د تېرېدو وروسته د کندهاري سره د لیدو وخت راکړل شو.

هغه وویل: پل چرخي زما لپاره یو ناکاره ځای دی، دا ټول د طالبانو نه ډک دی.
هغه ماته وویل: چې د ده پلار د شوروي سره په جګړه کې ووژل شو او د خپلې مور او خور پالنه ده ته وردغاړې شوه. هغه په کندهار کې چې د طالبانو د زېږېدو ځای دی رالوی شوی او په ۲۰۰۳ میلادي کې يې د ۱۴ کلونو په عمر د امریکایانو سره کار پیل کړی. هغه پخپله سینه لاس کېښود او زیاته یې کړه: وروره عمر ته نظر مه کړه، زړه ته نظر کړه چې څومره لوی دی.

کندهاری د امریکایانو د تاوتریخوالي او رازونو نړۍ ته هغه ورننوت کله یې چې د امریکایانو سره د ‌طالبانو د مشر ملا عمر په کور کې چې د کندهار ښار ته څېرمه پروت دی کار پیل کړ. سي آی اې او ځانګړو امریکایي ځواکونو د ملا عمر په کور کې بیا وروسته پنډغالي هم جوړ کړل. هغه وایي چې ما لومړی د څارګرو ځواکونو موټرواني کوله خو ډېر ژر په الف-ډلګۍ کې چې د (-کاري ځواک ۳۱- چې مستعار نوم یې د – دښتې شاهین- ؤ او په جنوبي افغانستان کې يې طالبان ښکار کول) یوه برخه وه د ژباړن په توګه ومنل شوم.

د کندهار په څېر ځایونو کې ترجماني کول ځانګړي سهولتونه، لکه: لوړ معاش لري، خو ډېر خلک فکر کوي چې د بهرنیو ځواکونو سره کار کول بې ننګي ده. او د ځانګړو ځواکونو سره خو بیخې د ننګ خبر ده. ترجمانانو ته اجازه نشته چې وسله دې ولري خو امریکايي ځانګړي ځواکونه دا خبره په پام کې نه نیسي او خپلو ترجمانانو ته وسلې ورکوي. کندهاری وايي: چې یوازې د اعتبار خبره ده او چې اعتبار پوخ کړې بیا هر څه درکوي ځکه ترجمانان په ډېرو سختو عملیاتو کې برخه اخلي او خپل ځان باید پخپله وساتي. هغه وايي: ماته یې د عملیاتو پر مهال ټوپک او تومانچه راکړي ؤ. هغه د میاشتې په زر ډالره معاش د امریکا د ډېرو ځانګړو واحدونو سره دنده اجرا کړې ده. هغه وايي: چې یو ځل یې د یوې درنې جګړې پر مهال په پنډۍ مرمۍ هم خوړلې ده. د نورو ترجمانانو په څېر ده هم یو امریکایی نوم درلود: یعقوب (Jacob)

هغه د لومړي ځل لپاره د الف-ډلګۍ د یاد واحد سره د کپچه مار د عملیاتو پر مهال چې په جنوبي افغانستان کې روان ؤ ولیدل. کندهاري وویل: دا ډېر بد ځای ؤ، هر وخت به جګړه وه او ډېر زیات سرتېري مړه او ټپیان شول. د ۲۰۱۰میلادي په فبرورۍ کې الف-ډلګۍ د یوه هوايي برید د سرته رسولو مسئوول ده، پدې برید کې ۲۳ ملکي کسان چې ډېری يې ښځې او ماشومان ؤ ووژل شول.

د ځانګړو ځواکونو یو پخواني سرتېري راته وویل: دغه ترجمانان لږ څه وروسته داسې سلوک کوي ته به وا چې دوی هم په ټیم کې درسره دي. البته کندهاری هم یو له داسې ترجمانانو څخه ؤ.

کندهاری وايي: هغه په دې ډلګۍ کې جېف باسټون او مایکل ووډ ته چې دواړو سترې رتبې لرلې ډېر نږدې ؤ. کندهاري د الف-ډلګۍ سره درې ماموریتونه تر سره کړي ؤ. کندهاري د دوی سره په فېسبوک هم اړیکه ساتله. هغه وویل، د ۲۰۱۲میلادي د سپټمبر په میاشت کې باسټون- چې اوس د الف-ډلګۍ مشر ؤ- راته کړه چې که کار ته چمتو وې نو له موږ سره په کابل کې وګوره. هغه راته وویل: چې دا ځل ډېر بد ځای ته ځو، کندهاري وویل: ما ورته وې چې سمه ده ځه ستونزمنه خبر نه ده.

کندهاری کابل ته ورغی او په سبا یې نرخ ته لاړل. په ډلګۍ کې باسټن او ووډ پېژندګلو څېرې وې خو نور ټول نوي ؤ. په لومړي سر کې وضعه بېخي آرامه وه. الف-ډلګۍ هڅه کوله چې د خلکو سره ښې اړیکې وساتي او دوی په راډیوګانو او ورته شیانو تېر باسي خو خلکو به د امریکایانو سره هېڅ راز خواخوږي نه ښودله. کندهاری وايي: هلته ټول د حزب اسلامي مردارخواره ؤ.

په اکټوبر کې یو ځل الف-ډلګۍ چک ته د افغان او امریکايي ځانګړو ځواکونو مرستې چې د طالبانو سره په جګړه کې راګېر ؤ ورغله او په پایله کې یې دوه کسان د لاسه ورکړل. یو ورځ کندهاری او یو بل ژباړن ابراهیم حنیفي د باسټن سره یو ځای په ګزمه وتلي وو، چې د طالبانو تر برید لاندې راغلل. کندهاری وايي: دومره ډېر ؤ چې څومره به مو وژل نور به هم راډېرېدل. آخر تېښتې ته مجبور شو او بېرته تګ کې باسټن په پښه ولګېد، حنیفي يې پښه وتړله او ما تر چورلکې پورې ورساوه او د ده ژوند مې وژغوره. (عیناً څرګندونې حنیفي او باسټن هم کړې وې.) د باسټن په څېر د روزل شوي او بامهارته رهبري غړي او د ډلګۍ د مشر ټپي کېدل د الف-ډلګۍ لپاره یوه ستره ضربه وه.

کندهاری وایي: چې د باسټن د ټپي کېدو نه وروسته د الف-ډلګۍ چلند د تاوتریخوالي نه ډک شو. هغه وایي: نور به موږ د راپورونو په بنسټ څوک نه نېول، بس په چا به مو چې شک راغی برمته کولو مو، کله کله به مو سمه ډله خلک بندیانول او د ولسوالۍ مقر ته به مو بېول. هغه ادعا وکړه چې د الف-ډلګۍ نوي مشر ډېوېډ کیسېر، ایګان او ورسره یوه امریکايي ژبپوه به پخپله د بندیانو نه پوښتنې ګروېږنې کولې او نور څوک به یې نه ورپرېښودل. کله چې ما د سید محمد په اړه د کندهاري نه پوښتنه وکړه چې په ویډیو کې خو تا ښيي چې وهې ډبوې يې، هغه راته وویل: چې ما خو د الف-ډلګۍ ته بیا سپارلی ؤ. څه وخت وروسته، یوه ورځ حنیفي زما کوټې ته راغی او راته يې وویل: چې دلته راشه دا څه شی دي. وایي، موږ دواړه ورغلو ګورو چې په خلته کې یې یو جسد پروت دی او حنیفي ما ته وویل دا سید محمد دی. (حنيفي د سید محمد د جسد د لیدلو څخه انکار کوي).

ما کندهاري ته وویل: چې ته خو ډېرو خلکو د بندیانو نه د پوښتنو ګروېږنو او یوه کس هم د ګل رحیم د وژلو پر مهال لیدلی یې، خو هغه دچا د وژنې خبره په کلکه رد کړه. هغه وایي: د باسټن د ټپي کېدو او د کیسېر سره د شخړې نه وروسته ما نرخ پرېښود. هغه وايي، امریکایان هڅه کوي چې خپل کړي جرمونه په ما راوتپي. هغه زیاته کړه هغوی پوهېدل چې څه پېښه ده او البته په اډه کې چې هر څه تېرېدل، ټولو لیدل او پرې خبر ؤ.

کله چې ما په فورټ برګ کې د امریکايي ځواکونو چېرته چې د ODA 3124 اصلي مرکز دی اړیکه ونیوله نو دوی ما ته اجازه رانکړه چې د الف-ډلګۍ د کوم غړي سره مرکه وکړم او دا بهانه یې راته وکړه چې موږ اوس د جولای په میاشت کې د پرانستل شوې جرمي دوسيې په اړه د تحقیقاتو په جریان کې یو او نشو کولای تاسو سره مرسته وکړو. په همدې ډول د الف-ډلګۍ د کومو غړو سره چې ما په فردي توګه ولیدل زما سره خبرو کولو ته حاضر نه ؤ. خو بیا هم زه پدې بریالی شوم چې د دې وضعې په اړه پوهېدونکی یو بل ژباړن ومومم. هغه چې زه يې دلته فاروق بولم، ماته د نوم د نه ښودو په شرط د وضعې په اړه د خبرو کولو وویل. هغه وایي، چې ما په اروزګان کې د کپچه مار د عملیاتو پر مهال د الف-ډلګۍ سره کار پیل کړ، خو نرخ ته د یادو پېښو د پېښدېدو نه وروسته او د الف-ډلګۍ د وېستلو نه لږ مخکې راغلم. کندهاري هغه مهال دنده پرېښې وه او د افغان دولت له لوري لټول کېده خو فاروق وویل: چې هغه د نورو ترجمانانو سره هم غږیدلی ؤ او ټولو کندهاری په وژنو تورناوه.

فاروق وايي: چې کندهاری یو عادي کس نه ؤ، د ګانګسټرانو په څېر چلند یې کاوه او د خلکو د وژلو نه يې خوند اخیست. فاروق ماته وویل: چې کندهاري مخکې په اروزګان کې هم چې کله دی د الف-ډلګۍ سره ؤ بندیان وژلي دي. هغه وايي، یو ځل یو ملا ډلګۍ نیولي ؤ او د پوښتنو ګروېږنو نه وروسته يې کندهاري ته په لاس ورکړ چې خوشې يې کړي خو هغه د ټولو په مخکې په سر ووېشت او مړ يې کړ. فاروق وايي: ما خو دا یو سر په سترګو ولید خو د دوه نورو يې ده خپله نکل راته وکړ او لافې یې وهلې چې یو مې په رسۍ زندۍ کړ او بل مې په وهلو وهلو مړ کړ. فاروق زیاته کړه: چې د ملا د وژلو نه وروسته باسټن کندهاري ته وویل: چې بیا دا ډول کرغېړن عمل ترسره نه کړي. هغه وايي، چې کندهاری یو زړور او د افغانستان په څېر په خطرناکه وطن کې د دې ډلګۍ لپاره یو ډاډمن متحد ؤ او هغوی به هر وخت ده ته ویل چې زموږ سره پاتې شه.

که رښتیا ووایم دا ما ته د ډلګۍ جوړه کړې کیسه ښکاري: کندهاري به دا ټول کارونه په یوازې ځان کول. خو په لسګونو عیني شاهدان وايي: چې دوی یوازې کندهاری نه بلکې د الف-ډلګۍ غړي هم لیدلي دي چې خلک به يې بندیانول. پوځي چارواکو ما ته دا هم ویلي دي چې ښایي دا د امریکایانو د مخالفینو له لوري د امریکایانو د بدنامولو لپاره یو کمپیاین وي.

پدې خبره باور کول ډېر ستونزمن دي چې په نرخ ولسوالۍ کې راټول شوي په لسګونو بېسواده افغان کلیوال دې د څو میاشتو په موده کې دا ډول دروغ جوړ کړي. ملګرو ملتونو او سره صلیب هم د دوی د ډېرو سره مرکې کړې دي او د یادو پېښو په اړه یې پراخې څېړنې کړي دي او د دې پېښو سره اړوندو چارواکو عیني شاهدان موندلي دي او دا تورونه یې د باور وړ بللي دي. سور صلیب خو نشي کولای چې خپلې موندنې په ډاګه ګړي خو د ملګرو ملتونو یو راپور بیا ویلي دي، چې دوی د وردګو ولایت په میدان ښار او نرخ ولسوالیو کې د ځورولو د دوو پېښو، د وژنو د دریو پېښو او په قصدي توګه د بېدرکه کولو د پېښو مستندونه چمتو کړي دي. قربانیان او عیني شاهدان ښيي…چې د دې جرمونو، وژنو، زورونو او لادرکه کولو عاملین امریکايي سرتېري او د هغوی افغان ترجمانان دي.

افغان دولت هم د تورونو په اړه متعدد تحقیقات کړي دي. په دفاع وزارت کې یو لوړپوړی افغان چارواکی چې په مارچ کې یې د آیساف سره په ګډه پدې اړه پلټنې کړې وې په یوه پټ راپور کې ویلي دي چې دا د سیمې نه د امریکایانو د وېستلو لپاره د حزب اسلامي یوه ډرامه وه. هغه زیاته کړه: د دښمن لپاره تر ټولو سخت شی امریکايي ځانګړي ځواکونه دي، دوی چې کله یو طالب ووژني، نو بیا وسلوال مخالفین هڅه کوي چې هغه یو بې ګناه ملکي وګړی معرفي کړي او خلکو ته د لاریون کولو وايي. خو د لسګونو افغان کلیوالو د خبرو د اورېدو نه وروسته دا افغان چارواکی پدې قانع شو چې دا تورونه رښتیا دي او په یوه ژباړن يې ورتپل څه ساده خبره نه ده. هغه وایي پدې کې هېڅ شک نشته چې دا وګړي امریکایانو برمته کړي ؤ او هېڅ امکان نه لري چې زکریا کندهاري دې دا ټولې کړنې د دوی له خبرتیا پرته سرته رسولې وي. د ګډو پلټنو په استناد آیساف وايي، د پلټنو ګډ هیئت وویل: چې داسې کوم ثبوت ډېر کم موندل کېږي چې پدې پېښو کې د ایتلاف او یا افغان ځواکونو لاس لرل ثابت کړي.

د کندهاري سره د خبرو اترو نه وروسته ما د فېسبوک له لارې او د ګوګل انځور په مرسته په نرخ کې د الف-ډلګۍ او بېلابېلو ترجمانانو او د هغوی څېرو ته ورته نورو امریکايي ځانګړو ځواکونو او ترجمانانو نومونه او انځورونه پیدا کړل او د تحقیقاتي پولیسو په دود مې په یوه دړه سره منظم کړل.

کله چې ما د نرخ عیني شاهدانو ته د الف-ډلګۍ د غړو او ترجمانو انځورنو وروښودل، هغوی سمدلاسه وپېژندل. نعمت الله چې ادعا کوي دوه وروڼه یې برمته شوي او جسدونه یې بیا د اډې نه بهر موندل شوي ؤ، سمدلاسه د الف-ډلګۍ د شپږو تنو انځورونه وپېژندل. همدارنګه عمر چې د کندهاري له لوري د ګل رحیم د وژنې شاهد ؤ د ډلګۍ درې تنه غړي چې په قتل او د ده په ځورونه کې حاضر ؤ وپېژندل.

کله چې په مارچ کې د افغان دولت او آیساف ګډ تحقیقاتی هیئت نرخ ته ورغی نو د الف-ډلګۍ غړو ویل چې کندهاری د ډسمبر په ۱۴مه وتښتېد. خو ځايي خلک امریکايي ځواکونه د دې نېټې نه وروسته هم په جدي تخطیو تورنوي. ما د نرخ د عمرخېلو د کلي د یوه تن سره چې زه يې دلته متین بولم خبرې وکړې. هغه راته وویل: چې د جنورۍ په ۱۹مه د سهار په پنځو بجو امریکايي ځانګړو ځواکونو د دې کلي ټول سړي راغونډ کړل.

د انځورونو د کتلو نه وروسته متین د الف-ډلګۍ هغه دوه کسه غړي او ترجمان چې دی، د ده ۳۳ کلن زوی شفیق الله او موټروان يې بیولي ؤ او د ده نه يې په نږدې سړک د موندل شوي ماین په اړه پوښتنې ګروېږنې کولې او ډبولی يې ؤ وپېژندل. دوی متین ته وویل: چې دوی خپل کور ته بوځي. د الف-ډلګۍ یوه غړي او ترجمان دی بهر ته راووېست او د ده زوی او هغه ږیرور امریکايي هلته پاتې شول. متین د دریو ډزو غږونه واورېدل. سرتېرو د کور لټولو پر مهال د هغه په وهلو بیا پیل وکړ تر دې چې یو افغان پوځي چارواکي ترې خلاص کړ او ورته ويې ویل: چې دوی ته وژلې خو ما پرېنښودل او که لږ د مخه رارسېدلی وای نو ستا زوی به مې هم ژغورلی ؤ.

امریکایانو د متین کور ته نږدې دوه ماینونه موندلي ؤ او بیا یې د ده په کور کې چوولي ؤ چې د کور څه برخه یې ویجاړه کړې هم وه. متین وايي چې زوی یې بیا پداسې حال کې وموند چې یوه مرمۍ په سر او دوه مرمی یې په سینه ویشتل شوی ؤ.

د نرخ پېښې هسې هوايي خبرې نه دي. په تېرو لسو کلونو کې ملګرو ملتونو او د امریکا ګانګرېس په ځلونو د امریکايي پوځ، سي آی اې او د هغوی د افغان متحدینو له لوري د وژنو، نیونو او ځورونو مستندونه جوړ کړي دي. جان سټېفن په آسیا کې د بشر د حقوقو د څار د ڼړیوال سازمان مشر وايي: چې په تیرو یوولسو کلونو کې د وژنو ډېرې پېښې رامنځ ته شوي خو هېچا یې هم پوښتنه نه ده کړې.

فاروق چې مخکې یې یادونه وشوه وايي: چې دی پخپله د پوښتنو ګروېږنو په مهال د سختو ځورونو شاهد دی. هغه وایي، چې بندیان به په سوکانو، لغتو، کېبلونو او د تعذبیولو په ورته آلاتو ربړول کېدل. هغه وايي موږ به اکثراً پوهېدو چې یو کس کناهګار دی خو هغه به بیا هم انکار کاوه او یا به يې موږ ته معلومات نه راکول، نو موږ به مجبور ؤ چې د وهلو په زور يې وګړوو. هغه وايي امریکایي ځانګړو ځواکونو ته به دې ډېر زور ورکاوه چې دوی یو کس ونیسي او په فساد ککړ افغان قضايي ارګانونه یې بېرته خوشې کوي. هغه زیاتوي، زه کندهاری د خلکو د وژلو له امله نه ملامتوم. کله چې دوی خلک بګرام ته ولېږي، نو ولسمشر کرزی یې بېرته خوشي کوي.

رولېنګ سټون ټول مستندونه تر نظر تېر کړل او د پخوانیو او اوسنیو هغو امریکايي او افغان چارواکو سره یې مرکې وکړې چې د آیساف او سي آی اې د OMEGA په مستعار نامه د ګډو پوځي عملیاتو سره آشنا ؤ. تېر کال په افغان زندانونو کې د بندیانو د ربړولو د موضوع په سر د اختلاف له امله دا همکاري له منځه لاړه. په ۲۰۱۱میلادي کې د پراخې ربړونې په اړه د ملګرو ملتونو د راپور نه وروسته آیساف قانوني ژمنه وکړه چې نور به بندیان هغو ځایونو ته نه لېږي چېرې چې د ربړولو مؤثق ثبوت موجود ؤ خو سي آی اې او د هغوی افغان ملیشو چې د تروریزم پر خلاف د مبارزې د ټیمونو (CTPTs)په نامه یادېږې په دې اړه هېڅ هم ونه کړل.

په ۲۰۱۲میلادي کې آیساف په CTPT پورې اړوند شپږ بندځایونه چې د ربړولو د پېښو نه پاک بلل کېدل د OMEGA د عملیاتو د سره د پیل کولو لپاره ترلاسه کړل خو د ملګرو ملتونو او نورو ډلو مستندونه ښيي دا بندځایونه په کومو کې چې په کابل او کندهار کې د افغان څارګرې ادارې زندانونه هم شامل دي په سیستماتیکه توګه د بندیانو د ربړولو لپاره کارول کېږي. د ربړونې د مکررو رپوټونو سره سره آیساف تر اوسه پدې ندی توانیدلی چې د دوو یاد شوو ځایونو په اړه سپیناوی وړاندې کړي خو د سي آی اې سره د OMEGA ګډ عملیات بېرته له سره پیل شوي.( آیساف د عملیاتو د جزییاتو د وړاندې کولو څخه ډډه وکړه. د سي آی اې یوه ویاند وویل: چې دا نه د بندیانو ساتنه کوي او نه افغان چارواکو ته وايي چې څنګه او چېرته خپل بندیان وساتي).

اوس اصلي پوښتنه داده چې نور څوک پدې ټولو پوهېدل؟ لکه څرنګه چې آیساف وايي: امریکايي چارواکي په نومبر کې یعنې آن د بېدرکه کونو او وژنو د تورنو نه په لومړي سر کې خبر ؤ. د څو پرلپسې میاشتو په تېرېدو سره لوړپوړو امریکايي پوځي چارواکو ته عیناً شواهد او ثبوتونه چې افغان متحدین يې محکومول وړاندې شوي ؤ، او پدې اړه سره صلیب او ملګرو ملتونو د خپلو څېړنو راپورونه هم وړاندې کړي ؤ، امریکايي چارواکي آن د جسدونو د راوتلو نه وروسته هم هېڅ ډول مسئوولیت نه مني او درې داسې څېړنې یې کړي چې په پایله کې یې ټول آیساف ځواکونه او امریکایي ځانګړي ځواکونه د ټولو تخطیو او خلاف کاریو څخه مبراء اعلان شوي.

د آیساف ویاند ډګروال کرېچټن وايي: د سره صلیب د نویو څېړنیزو معلوماتو د ترلاسه کولو نه وروسته آیساف د امریکايي پوځ د جرمونو د څېړنې قومندانۍ ته اطلاع ورکړه او د هغې نه وروسته دوی د جولای په ۱۷مه څېړنې پیل کړې چې تر اوسه دوام لري. او تر اوسه پورې هغه عیني شاهدان او د قربانیانو د کورنیو غړي چې په تېرو پنځو میاشتو کې یې د رولېنګ سټون سره مرکې کړې وې وایي: د دوی سره هېڅ کله هم د امریکايي پوځي څېړونکو له لوري اړیکې نه دي نیول شوي.

په همدې مهال آیساف غواړي د کندهاري نه لاس پرېمنځي او هغه یو نامؤظف ترجمان وبولي. کرېچټن وايي: هغه وړاندې د ایتلاف له ځواکونو سره د ترجمان په توګه کار کاوه خو هغه د ادعا کړل شوو پېښوو پر مهال د ایتلاف له ځواکونو سره مؤظف ترجمان نه ؤ.

یوه امریکايي چارواکي د مې په میاشت کې نیویارک ټایمز ته وویل: ځانګړو ځواکونو غوښتل هغه پورته کړي خو ځمکه څېرې شوه او دی پرې ننوت او موږ له هغه سره اړیکه له لاسه ورکړه. او آن تر دې چې کله کندهاري د نرخ اډه پرېښوده او د الف- ډلګۍ سره د ورکو شوو سړیو حساب کېده، ده د ووډ او د ډلګۍ د نورو غړو سره په فېسبوک کې چټنګ جاري ساتلی ؤ.

________________________________________
http://www.rollingstone.com/feature/a-team-killings-afghanistan-special-forces#ixzz2kFe20rxh

د اصلاح انلاین څخه په مننه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x