افغانستان

کونړ کي ملي اردو دوه امریکايي عسکر د څلورو مشکوکو کسانو سره یو ځای نیولي

نن ټکی آسیا: ملي اردو په کنړ ولایت کي دوه تنه امریکايي عسکر د څلورو تنو مشکوکو کسانو سره یو ځای نیولي، او پلټني ځیني پيل کړي دي.

د تفصیلاتو سره سم نن د کونړ ولایت د ملي اردو چارواکو یو محلې رادیو ته د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چي دوی نن سهار یولس بجې شاوخوا دوه تنه امریکايي عسکر چي اوږدې ږیري یی درلودلې د څلورو تنو مشکوکو کسانو سره چي افغانان دي، نیولي.

او زیاته وي چي دوی دغه کسان د کونړ ولایت د ماڼوګي ولسوالۍ اړوند د امار په دره کي په داسي حال کي نیولي چي اراده یې درلودل د کړنګل درې سیمي ته ورسي. او وايي چي د امریکایانو سره په ملګرو کي د کړنګل درې د قومي شورا مشر هم نیول شوی.

سرچیني ویلي چي نیول شوي امریکايي عسکرو د اوږدې ږیرو لرونکي وه، او داسي ښکاري چي د استخباراتي موخو لپاره یې په سیمه کي تحرک کاوه، او زیاته وي چي اوس د ملي اردو سره دي او پلټني ځیني رواني دي.

تر اوسه د پيښي په اړه د امریکایانو او نه هم د افغانستان د کورنیو چارو او دفاع وزارت څه ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x