
غزل/ فتحان حنفي
د پاکیزه کاروان رهبر دی سړی
له خپل لباسه معظم ښکارېږي
په قواره کې معتبر دی سړی
اخلي کرار او په چوکاټ کې قدم
د انسانیت د باب مظهر دی سړی
لکه عابد چې وي روژې ته خوشحال
ماته هم کټ مټ ووړ اختر دی سړی
راته څرګند شو له اشخاصو دا شخص
د بزرګانو خوږ منظر دی سړی
داسې خوږې خوږې خبري کوي
لکه ګبین لکه شکر دی سړی
له شخصیته یې وړانګې خورېږي
د پسرلي زېړ مازدیګر دی سړی
لکه په لمر چې ټول جهان ځلېږي
داسې دی موږ ته لکه لمر دی سړی
دومره محبوب دی دومره خوږ رالګي
فتحانه زما د زړګي سر دی سړی