نظــر

ولسمشره، له زابلیا نو بیا ګیله مه کوه !!!

لکه څنگه چي په تیرو  دولسو کالونو کښي  هیواد ته ډیري زیاتي پیسې راغلي دي،  ډیر یي دښاغلیو وزیرانو  او د شمالي ملحوثي ټلوالي په جیبو کښي ولویدې،یوه اندازه یې د والیانو صاحبانو په کار سوې، څه ټوپک سلارانو  یو وړې ځني با انصافه غله بیا هم ښه دي چي یو څو مصرفوی او نوری په جیبو کښي اچوي، ولي بدبختانه داسي څوک هم شته چی دکرزی صاحب  سره ټیکداران دی چی خامخا به دی والی کیږي  بیا په داسي بي اتفاقه ولسو باندي چي دخپل حق غوشتلو جورات هم نلري او هغه رښتنی دولس نماینده گان بیا دولایت مخته هم نشي تیریدالی که ورشی دومخي منافقین دخپل ځان دبقا لپاره مجاهد ته خبر ورکوي ،

چی داسي نه دا زما حال چا ته ووایی ،او ماښام  محترم  طالب مجاهد دکور دروازه ور ټکوي چي د حکومت لپاره جاسوسي کوي چي حکومتي دفتر ته ورغلي وي تحقیق نشته چي دا د څه لپاره ورغلی وې، او بس، نه حکومت داسي خلک غواړي چي دغلو مخه ونیسي او د پاک وجدان خاوند وي نو له دواړو خواوو غلو او دوه مخو ته میدان ورخوشي ده، نو هرډول چي یی خوښه سي له هغي لاري د ولس په سترگو کښي خاوري اچوي ،

ولسمشره ته خو یو ځل زابل ته سر ورښکاره کړه چي هلته څه روان دي یو سړک جوړ شوی؟ یو پارک جور شوی؟ یوه ونه یا نیالګی  ایښودل شوی؟ یو  څلورلاری جوړ شوی؟ یو ښارګوټی جور شوی؟  فقط والی صاحب دغره شاه دڅو پیسو په بدل کښی خرڅه کړه لمړی یی دومره اعلانات اوتبلیغات ورته وکړل چی دا به دوهم کابل جوړ کړم  ولی چی پیسی دخلکو څخه راټولی کړی بیا هغه دښته همداسی ولاړه دی  یا یی په کومه ولسوالۍ کښی کوم کار سوی؟  دیوملت اصلی سرمایه ښوونه او روزنه دی زموږ په ښوونځیو کښي دمدیرانو ترمنځ دغوړو اوبیسکوټوپر سر کشمکش روان وي، یو ځل یوه ډله په معارف مسلطه شی او بیا بله ډله کوچني هلکان بی تجربې مدیران وي ،  شاکردان او تعلیمي سطحه پاته دی د بې امنۍ څخه په استفادې دیوې ورځی د روخصتۍ په ځای لس ورځی شاکردان روخصت کړی او مفت قراردادونه دخپلو خپلوانو په نامه تیروي دزدکړی سطحه صفر ته تقروب کړی دی کیفیت نشته دمعارف ریس لودین ته چی ووایی دا په لیسو او ښوونځیو کښی څه حالت رواندی هغه محترم وایی چی کله زه دکوم مدیر دلیری کیدو اقدام و کړم وکیلان صاحبان یی دفاع کوي او هم وزیر ته وایی،

نو موږ څه وکړو ، یو مدیر صاحب راته ویل چی موږ والی صاحب ورغوښتو او هر چا خپل مشکل ورته وایو په اخر کی والی صاحب وایی چی د مکتبو دروازی خلاصی وساتۍ نور خیر دی ، له بل طرفه وسله والو مخالفینو سره ددی ملت داینده نسل فکر نشته چی نور هم په تیارو کښی پاته شی ولی دوسله والو تر منځ هم یو دریځ نشته په کنړاو وردگو ولایتوکی هر شوونځي ته ورځي او ورته وایی که معلم په خپل وخت حاضر نه شو معاش یی دمجاهدینو دی اویایی وخت بی ځایه تیر کړ، ولی دلته بیا داسی کیږی، دوه ژوندی مثالونه به درته ووایم په ارغنداب ولسوالی او یو په شاجوی ولسوالی کښی یو مدیر لری شوی په ځای یي  بل راغلی دوسلوالو مجاهدین یو د ډلگۍ مشر دا شونځی بیخی وتړو ځکه چی هغه مخکنی مدیر ورسره پیژندل اوس نو سوال دادی چی د مجاهدینو په منځ کی داسی څوک نشته چی پوښتنه وکړی  ولی داکار کیږی او ستا مسولیت څه دی دمعارف مسول یی خبر هم ندی او په کوم قرانی امر داکار کوی او له بل طرفه وسلوال مجاهد چی ځینی د پردیپالو او دغرب د رواج کلتور تر تاثر لاندی ووینی  نو وایی چی څوک چی مکتب وایی داسی زندگی لری ولی نور بیا نه وینی ، موږدزابل ځوانانو ته وایو چی خپل ځانونه دخپل پیغمبر]ع[ طریقی ته نږدی کړی اوهم دخپلو پلورو په قدم قدم کیږدی اود پردیو د ذلیل ګنده کلتورڅخه متاثره نه سو او دشرایطو په نظرکښی نیولو سره داسی کړه وړه وکړو چی داسلامي اخلاقو نمونه ځان جوړکړو تر څو پدې سره خپلوخلکوته د تعلیم دتشویق سالیم پیغام ور کړو چی هر دکلی سړی مو وینی باید ووایی چی کاش زما ورور او زوی داسی وای اوکه مو په ژیره پسخند وهلی وی او کالی مو لنډ سره شنه وی نو ټول خلکو ته به مو منفی پیغام پرې ایښوی لکه د داود خان له واکمنۍ  دمجاهدینوتر دوری پوری، نن بیا د ا حالت روان دی  چی  په دغه کښی ستاسو او او دمجاهد طالبانو  ونډه پراخه وینو ځکه که مجاهده دغه ولس ته دخپل پلارتر څنگ او په خپل کلی کښی دتعلیم دمخنیوی سبب جوړ کړی یوورځ ښوونځی بند کړی یو ورځ یي خلاصوی نو دا شاگرد مجبوریږی چی ولاړد سی په کابل یا بل ځای کی د یو کمونست یاغرب پاله معلم شاگرد شی او دهغو رواج کلی ته راوړی او که ته دوی ته کوم خنډ جور نه کړی هیڅ پلار نه غواړی چی خپل زوی چیری ته و لیږی ، نو زموژ غوشتنه دهغو رشتنیو مجاهد ینو څخه دادی چی نن معارف یوازی او یوازی ستاسو اسلامی همکاری ته ضرورت لری او په قدرت مو هم پوره دی اوبل په دی پوه سی چی دانسانا نوفکرد ښونځی په سوځولوسره نشی تغیرولای بلکی دښوونځیوپه جوړولوسره، او که داسی حالت جریان پیداکری نو ستاسو ددی دریځ څخه  اصلی کټه هغه مفسد ذلیل سپک خلک ترلاسه کوی چی هم دهر مومن په ضد دی او هم دهیواد ،  نو دابیا ولی  دزابلیانو سره داجفا روانه دی؟؟او وکیل صاحبان خپل ساختمانی شرکتونه مخته بیایی او سناتوران هم داسی دی او بله عجبه داده چی سناتور صاحب محمد حسن چی په پراشوټ کښی دمشرانو جرگی ته تللی دی په دغه تیر دولسو کلونو کښی یی چا یوه خبره هم نه ده ارویدلی او بی ازاره مرغه دی یو غټ  خدمت یی زابل ته وکړ چی خپل وراره یی هندوستان ته په بورس ولیږه ،وکیلانو ته هر څوک ورتلی هم نشی چی قومی یی نه وی او کله چی ورسی یو دبل غیبت کوی چی پلانکی وکیل دا بد خاصیت لری سیالی یی دپیسو په ډیر ولو کښی دی او یو بل تخربوی نه دخلکو دخدمت په برخه کښی سیالی ، تاسی د داود اساس عمر سیاست او پیسی سره پرتله کړی هغه ورځ یی دمشرانو په جرگه کشی یو لیکلی خط وایو  په عجب  شکل یی ولوست تاسی باور وکری چی زما لس کلن وراره هم دده پدی استعداد وخندل او ما پوښتنه ځینی وکړه چی څه کیسه دی هغه وایی چی ټول خط غلط وایی او هم یی خور وکیله صاحبه دمسکو په تابعت کښی په داسی حال کښی چی دزابلیانو له ویری مسکو ته تشتیدلی وه  ، کله کله می بیا هغه کوچی ملا سلام راکتی رایاد شی تر دغو وکیلو بیا هم یوه درجه ښه وو کله چی به دچا کار دکابل په کمه اداره کښی  بند وو در سره روان به وو ،که پری پوهیدو کنه اخلاص یی درسره کاوو داوکیل صاحبان هم ملامت نه دی ځکه دوی دخپلو پیسو په زور راغلی دی نه د خلکو په رایه نو خدمت ولی ورته وکړی  خدمت یو څوک هغه چاته کوی چی پرون یی دده سره همکاری کړی وی او رایه یی ورکړی وی ، قلات وال صاحب خو ټول کابل او افغانستان ښه پیژنی چی یو ښه نطاق دی، زابل یی د لمړی ځل لپاره دکرزی د پراخ بنسټه حکومت له برکته ولید اوپه پخوانی حال یی افسوس کاوو چی تش لاس ځنی راوتلی وو نو اوس یی قضاء راوړی، یو یوځل خو د ولسی جرگی منشی هم وو ، توخی صاحب خو جهادی قومندان دی او دزابل اکثره خلک دده قومیان دی خو د یوی افغانی خیر یی هم نه دی ور رسدلی او وخت هم نلریبی چاره په خپلو پروژو اخته دی ،ډاکتر زابلی صاحب خو له یو څو شخصی پټو کارو نه دی فارغه او جنجال ته په زاریو ورځی او خلک هم وایی چی زابلی صاحب ډیر شکنځل کوی خوشک دی گیله مه ځینی کوی یو بله قیصه رایاد سوه په زابل کښی د دتیر کانکور امتحان په صحنه کښی زه هم حاضر وم کله چی امتحان خلاص سو نو ناوخته وو شاگردان د مختلفو لیرو ولسوالیو راغلی وو او یو څو دکندهار پوهنتون استادان هم وو شاگردان هم نابلده وو او کم عمره وو او دشپی دتیرولو لپاره هر یو فکر کاوو، نو داکتر زابلی صاحب وویل چی سهار وختی می پوسه حلال کړی دی ډوډی تیاره دی زه هم خوش سوم چی دشاگردانو کار وشو نو ټول شاگردان چی یوځای شول ډاکتر زابلی صاب یو یو را جلا کاوو او هغه لړ سپین شایسته یی په موتر کی کیناول روان سو او استادان او نور بی چاره گان په میدان پاته شول او بیا یو با احساسه مومن غیرت مند دښوونځی استاد دا نور ټول شاګردان خپل کور ته بوتلل او یو شاگرد دخپل مجلس کیسه راته وکړه چی دا بی چاره استاد اقتصادی حالت هم شه نه وو، ولی د والی صاحب څخه گیله نه کوو چی دزابل نه دی چی دیوی شپی لپاره یی ددغو خدمت کړی وای او معارف دومره توان نه درلود ولی د ساز سرود لپاره بیا پیسی لری.یو ورځ په مزارشریف کشی یو وکیل راته وویل [ بعضی وکیل صاحبا شما هم دردوبی میبنم ] !!! .  خو ټولو محترمو ته وایو داسی فکر مه کوی چی زابلیان بیده دی او په څه نه پوهیږی ددی ټولو حساب به یو ورځ درسره کوو ان شاه الله دا دپټیدلو شیان نه دی  تاریخ په دی شاهد دی دا ساتی  !!!  ددی څوک مسول دی داقراردیان والیان که ولسمشر صاحب ؟؟ که چیری ولسمشر داسی بی ویجدانه والیان دسیاف اود … دغوشتنو او خفگان په خاطر په زابل نه وای مسلط کړی دا به ولی کیدل، یو ځل محترم والی صاحب ارمان چی په خپله خوله یی ویل چی ای خلکو ما مه پسی اخلی والله په ما پسی به ارمان وکړی چی زه د څورلسو جیبونو سره راغلی یم فقط یو جیب می خالی پاته دی نور می ډک کړی دی بیا  تاسو ته نوبت درکوم همداسی یی زابل لوټ کړ ، ورسی دده په خپل ولایت کښی پنځه منزله مارکیټونه وگوری او په کابل کښی تاسو به وایاست چی دادولتی ودانی نه دی جوړی شوی  دا دوالی صاحب ابتکار نه وو نه هیڅکله نه دا خارجانو دخپلو پنډونو دراجلبولو په خاطراو دخپلو راوستل شواجیرانو دشپی دسر پنا لپاره جوړی کړی دی چی خپل موجودیت وساتی که هیڅ والی نه وای هم داجوړیدلی راځو خپلی اصلی خبری ته کله چی ارمان خپل ځان پوره کړ بیا کرزی صاحب ډیر کوشش وکړ الله شاهد دی چی یو داسی متخصص غل پیداکړی چی د زابل ولس پوست په ژوندنی ځینی وباسی او ژر یی څوک ونه پیژنی دا دی دبادغیس د مظلم ولس باتجربه د اقتصاد قاتل اوبیارغونی دشمن یی د بی واریثه زابلیانو پر سر ور وتاپو  ناصری صاحب دډیرو جنجالو سره مخ شوی وو نو کرزی صاحب ارگ ته وغوشت چی ولی داسی ژر رسوا سوی تجربه خو دی هم کمه نه وه ناصری صاحب ورته وویل نه ولسمشره همکارانو می په خپل وخت دبازاره خالی بیلان نه راوړل داځل به می ووینی،هغه ووچی محترم والی صاحب زابل ته راروان سو زابلیانو په ډیره میلمه پالنی سره ونا زه وو چا د پشتنو درسم رواج سره سم پگړی ورپه سر کړه چا میلمستیا ور ته ورکړی خو اخر په ډیر تود هرکلی سره  شه راغلاست ورته وویل سوو ، خبر نه وو چی دبادغیس خلکو ولی  پسی راواخست ، والی صاحب په کار شروع وکړه څو میاشتی یی ډیر امرونه کول او ولسوالیو ته یی سفرونه وکړل خلکو ته یی وعدی ور کولی چی زابل به درته گلی گلزار کړم  او په دی موده کښی یی هغه بی ویجدانه او دڅو ډالرو وژی وپیژندل او ددوی څخه څنگه کار واخلی ،چی نه ورته هیواد اهمیت لری ،نه ایمان او نه خپل عزت ، چی یوه دسترگو لیدلی قیصه درته وړاندی کوم یو ورځ په قلات ښار کی د یو ملگری سره ناست وم راته یی وویل چی په قلات کشی هیڅ دمیلی ځای نه لرو راځه دوالی صاحب کور یا میلمستون ته ورسو چی زه یو عریضه هم والی صاحب ته ور وړم چی راته امیضا یی کړی نو هلته ورغلو چی ددوبی ورځی وی مازدیگر پیځنه بجی وی او هلته مو لمونځ وکړ او څو دقیقی وروسته والی صاحب هم راووت د هویلی په منځ کی یو میز او شپژ چوکی په چمنی کی ایښوی  کشناستو یو څو دقیقی وروسته دروازه وټکیده او پهره دار ورغی هلته دری نفره ولاړ وو ویل یی چی دوالی صاحب سره وینو چی د یو نوم پخوانی قومندان حسن خان وو  او دوه نور هم قومندانان ول چی یو یی ډیر کوچنی قد درلود والی صاحب ورته وویل چی صباح دفتر ته راسی ولی یو سړی چی همد لته ناست وو والی صاحب  ته و ویل والی صاحب دا راپریژده صباح  بیا  ماپه تکلفوی  والی ورته وویل چی رادی سی خلک راغلل کیناستل  د روغبړ څخه وروسته یی وویل والی صاحب محترم چی تاسو دوی ورځی مخکی په ولایت کی مجلس وو موږ دی نه وو راغوشتی موږ خو دټولی ولسوالی قومی مشران یو ، والی صاحب ورته وویل موږ داسی محترمو مشرانو ته دومره تکلیف نه ورکوو تاسی ډیر دعزت وړ یاست او لری واست ،  ما فکر کاوو چی دوی به څه مشوری ورکولی  نو پدی وخت کی والی صاحب یو مامور ته اشاره وکړه هغه نفر سم دستی ولاړ سو څو دقیقی وروسته یی یوه لونگی راوړه او یوه جوره کالی چی قومندان صاب او یو بل قومندان ته یی ورکړل چی قومندان صاحب او ملگری یی سم دستی وه لاړ شول او دوالی صاحب لاسونه یی مچ کړل او ډیری دعاگا نی ورته وکړی او والی صاحب ته وایی چی موړ دشپی او ورځی ستاسو خدمت ته تیار یو ، الله دی تاسی زموږ له سره نه اخلی  او مخالفین یی په ډیرو بدو ټکو تهدید کړل نو کله چی دوی ولاړل، والی صاحب وایی چی دزابل ډیر ښه خلک دی او ډیر همکار دی تاسی خو ولیدل ، پدی وخت کی حیران پاته شوم چی دڅومره لری ولسوالیو راغلی او څه غوشتنی به دوالی صاحب څخه لری خو افسوس افسوس!!! چی پوشتنه می وکړه چی والی  صاحب دمجلس په ورځ راغوشتل سوی خلکو ته څه وویل کومه مهمه مسله وه فقط ډوډی او یو جوړه کالی او چاته یوه لونگی ورکړی وی، ماشام په ټیلویژون کښی وایی چی نن والی صاحب دزابل دقومی مشرانو او مخورو سره یوه پراخه هر ار خیزه غونډه درلوده پداسی حال کښی چی دا په اصطلاح مشران د ښار څخه دباندی هم نشی وتلی دیو نس ډوډی او یوی جوړی کالیو لپاره راغلی وی نو والی صاحب په ولایت کی داسی خلک راغواړی چی قیمت یی یوه یوه جوړه کالی یا لونگوټه وی راځی دوالی صاحب خدمتونو ته سر ورشکاره کړو چی پدی څو کالو کښی یی څه وکړل او څومره یی زابل جوړکړ ، زه په دغه یو کال کښی دولسو ولایتو ته ولاړم او په هر ولایت کښی می څو ورځی تیری کړی دی   چی ومی لیدل دزابل په پرتله یو څه ناڅه کارپکی شوی وو دخپل ولایت په حال ژړا راغله ، دمثال په توگه میدان وردگو کی پارکونه  جوړ شوی فرعی سړکونه جوړ  دشاروالی له خوا ونی کشنول شوی او اثار یی لیدل کیږی اروزگان کی ټول فرعی سړکونه جوړ شوی پارک جوړ چوکونه ، لشکرگا ټول فرعی سړکونه پارکونه او چوکونه منظمی ونی کشنول شوی سمنگان کښی پارکونه ، فرعی سړکونه چوکونه دشاروالی خدمتونه ونی کشنول شوی بادغیس،پنشیر ، پکتیا ، پکتیکا هم داسی ولی غزنی او داسی نور خو نه ورسره پرتله کیږی،  نو اوس سوال دادی چی ولی داسی جفا دزابلیانو سره کیږی؟  ځواب یی دادی چی په ښاروالی کښی والی صاحب خپل ورور مشاور مقرر کړی او نور ریسان یی هم دنورو ولایتو دی یو داسی ریس می هم ولید چی املا یی هم نه وه زده، نو ټول فقط خپل وخت تیروی دخپل ولایت څخه لری دی طالبان هم نه په خبریږی اوبل دا کشکی دوی بااستعداده په کارپوهه کارکونکی وای بیا مو گیله نه وه او دښاروال صاب مشاور ټولواک دی  نه ښاروال صلاحیت لری او نه بل مامور  نو هر سه چی مشاور صاحب غواړی هغه کوی  یو ځل دنوی کال یوه ورځ مخکی زه هم ولایت ته ورغلم چی دیو چا عریضه می  تذکری داخستلو لپاره وروړه نو ډیر رش کش ، گڼه گوڼه وه ، والی صاحب ډیر مصروف وو ښار وال ته وایی  چی نوی نیاگی راوړه او په سړکونو کی کشنوو  ښاروال ورته وویل چی زه فقط سل نالگی لرم نور مشاور صاحب ویل چی ضرورت نه شته چټی مصرف دی، والی صاحب ور ته وایی چی خیردی فرق نلری فقط لس نالگی راوړی  او میډیا راوغواړی او تبلغات وکړی چی په تیلویژون خپاره شی یو څو سپین ږیر ی راوغواړی  چی څو عکسونه جوړ کړو او بس دایی خدمت دی،  او دوالی صاحب یو پخوانی مالی مشاور نصیر احمد وایی چی موږ ته وایی چی د مالی حساباتو مصارف  زیات جوړ کړی نصیر وایی ما ورته وویل چی نور مصارف نه لرو هر څه مو دوه برابره ونیول والی صاحب راته وایی چی ژر ولاړسی دبازاره خالی بیلان راوړی دمجالیسو مصرف او دموټرو تیل ورزیات کړی مصارف جوړکړی ، له بل طرفه  والی  صاحب خپل زوی امان د شرکتونو او موسساتو لپاره نماینده تاکلی دی  په قلات کښی د[ ډی  ای ای] موسسی کارمند وایی چی د هری پروژی کارونه والی صاحب په قصده  بندوی اودخلکوپه مخکی ورته وایی داشرکتونه ټول غله دی کار یی بند کړی  په اخر کښی به یی ورته وویل امانه زویه دا څه روان دی دا وگوره  نو امان به ددی لپاره تیار روزل سوی او خپله برخه به یی ځینی واخیسته   نو هره پروژه چی زابل ته راځی والی صاحب په کښی شریک دی، ولسمشره که غواړی چی صباح ستا او ستاد کورنی تاریخ ته خطر نه وی موجود، نو د الله ج په خاطر  ددی مظلم ولس سره دښمنی پای ته ورسوه دی ولس ډیری قربانی ورکړی او مجاهد پروره ولس دی اوهرچا چی ددی مومن ولس سره جفا او ظلم وکړی که په هره برخه کښی وی الله ج یی په دنیا او اخرت کشی ذلیله سپک او شر موی،اودا تاریخی جفا دی اونه جبرانیدونکی ظلم تاریخ یی ثبتوی،  دا صحح ده چی ددولت ټول مامورین په فساد اخته دی خو یو څه دځان دبدنامی په خاطر هم  مصرفوی ، نه دزابل دچارواکو په شان.                                                                                           .

 خالد عمر زابلی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x