ادبي لیکني

د مطالعې مهارتونه

سید شاه ګل ویاړ

زده کړه یو ډول فعالیت دی، نو که چيرې دا فعالیت په شوق او علاقه سره سرته ونه رسیږي د یوه دروند جسمي کار نه سخت تمامیږي. نو راځئ چې پدې پوه شو چې څه ډول یوه کامیابه مطالعه کولای شو ،تر څو خپله علمي پانګه لا پياوړي کړو؟

د يوې کامیابې مطالعې لپاره لازم شرایط :

مطالعه یو شخصي عمل دی،هر کس د مطالعې لپاره یوه ځانګړي طریقه لري،کیدای شي که په هغه طریقه کې تغیر راولي د ګټورې مطالعې مخه یې ونیول شي؛خو دلته ځینې ګټورې لارې او طریقې دي چې د ټولو درسونو د مطالعې لپاره ګټورې او مهمې دي.

۱ – باید د مطالعې لپاره انګیزه ولرو یانې پوه شو چې د څه لپاره او ولې مطالعه کوو .

۲ – د وخت مسؤلیت په خپله په غاړه واخلئ، پدې مانا چې د خپل ځان لپاره خپله مهالویش ترتیب کړئ،مثلا که تاسو په سهار کې له مطالعې نه ښه برداشت کولای شئ،نو د مطالعې لپاره سهار غوره کړئ ، اویا کوم بل وخت چې تاسو پکې ښه مطالعه کولای شئ هغه وخت د مطالعې لپاره غوره کړئ او مطالعه پکې وکړئ.

۳ – د زده کړی طریقه خپله د ځان لپاره انتخاب کړئ : پدې مانا چې کوم څه کې چې تاسو ښې نمرې اخلئ او د هغې لپاره کومه طریقه کاروئ، د دې مضمون لپاره هم هماغه طریقه وکاروئ.

۴ – داسې ځای انتخاب کړئ چې نسبتاً ارام وي، کیدای شي ځينې کسان د شور نه ډک محیط کې ښه مطالعه وکړي،ځینې يې په څملاستي سره کوی چې دا ډیر کم دي، د زده کړې مطلوب شرایط باید په نظر کې ونیول شي لکه په میز او چوکۍ ښه مطالعه کیږي.

۵ – په شاګردانو کې باید د پوښتنې کولو فرهنګ رایج شي،ځکه پوښتنه کول ګنډې خلاصوي یانې مشکل حلوي. هغوی ته باید جرأت ورکړل شي چې پوښتنه وکړي تر څو مشکل یې حل شي. کله چې تاسو ته سوال پیدا شو نو پدې پوه شه چې په ځینو مسایلو پوه شوي یاست ، هغوی چې هیڅ پوښتنه نه کوي په حقیقت کې په هیڅ نه دي پوه شوي.

نو مطالعه باید د انتقادي تفکر له مخې وشي.

۶ – د مطالعې په وخت کې یادداشت واخلئ، او د ځان سره د یاداشت کتابچه باید ولرئ، مهمې نقطې او ځينې پوښتنې چې در سره پیدا کیږي باید هغه در سره یادداشت کړئ، او په اخر کې هغه مهې نقطې له ځان سره تکرار او سوالونه د استاد نه وپوښتئ.

۷ – کله چې یاد داشت شوي نطقې ځان سره تکراروئ ، نو دا ستاسو اوږد مهاله حافظې ته ځي او بیا ستاسو نه نه هیریږي.

۸ – هغه شکلونه چې په کتاب کې ځای په ځای شويدي باید په هغه ځانونه پوه کړئ.

۹ – له امتحان څخه ما غافله کیږئ، یانې وخت ناوخت خپل ځان مخکې له اصلي ازموینې خپل ځانونه د مور پلار یاو کوم بل چا پواسطه وازمایئ، تر څو اصلي ازموینې ته چمتو شئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x