نظــر

دامریکا ناکامې طرحې!!!

ترابي منګل

زور،!پیسه،!لوږه،!

کله چې امریکا په۲۰۰۱ کال کې په افغانستان یرغل وکړو او یو اسلامي نظام يې له خپو وغورځولو،او هر قسم بمبارۍ او توغندي يې دافغانستان په خلکو وازمویل، چې تقریباً ۱۲ لکه خلک پکې شهېدان اوپه میلیونو نور یتیمان او معلول شول،دژوندي احساس واله کسان يې بندیان کړل، پلچرخي باګرام او ګوانتانامو پورې يې ورسول،نو بیا يې دانتخاباتو په جامه کې یو داسې خپل فکره شخص دافغانستان په خلکو مسلط کړو، چې ترڅو پرې خلکو کې غربي تهذیب او دغرب ناولي او کرغېړن هدفونه پلي کړي،درواغجنې رسنۍ يې هم ورسره ملګرې کړې،دعالم، ملا، طالب، او ریښتونې مجاهد پر خلاف يې رنګ رنګ دسېسې او پلانو نه پلي کړه،تر څو داخلک ټولنې ته غلط ور وپېژني، قتل، اِختِطافونه، جنسي تېري يې ورپورې وتړل،خو اصلي افغانانو غاړه ورته کېنښوه؛

داځل يې یوه بله اېډیا(حربه) استعمال کړه:دپیسو نه يې کار واخیستو،، که په ساده ژبه ووایم، د(ډالرو باران يې وکړو)،په میلیونو زره ډالر به روزانه دارګ نه دشهزاده سرای ته راوتل ازاد بازار يې رامنځته کړو خپله به کرزي صیب ویل چې: که زما په حکومت کې دچا یوه دوه نشوې نو بیا دې ځان نه ستړیاوي،خوبیا هم دیو څولاس پو څو نه علاوه چا باک پرې رانه وړو،او خپلې مبارېزې ته يې دوام ورکړو او ورځ تر بلې په ناټو باندې افغانستان تنګېدو چاودني او مالي نقصان سره مخ کېده،
اوبلا اخيره امريکا داځل یو داسې ظاهر شاهي پلان طرحه کړو چې باید خلک وږي کړل شي چې دوی ته غاړه کېږدي اوپرې راټول شي،

یوځل يې بیا دجعلي انتخاباتو په مټ خپل امریکا تبعه کس چې تش په نوم افغان دی، دچان کیري په استازیتوب په افغانانو ور وتپلو، او داسې تبلیغات يې ورسره شروع کړه ته به وايې چې نابغه ده،دنړۍ ؛دوایم مفکر،اقتصاد پوه، سیاست پوه، داوبامه اوستاذ، او ځېنو خو به لادا هم ویل چې په اسلامیاتو کې يې هم ماسټري کړې ده، خو د(نربچي) اسلامي پوهه هغه وخت معلومه شوه چې د محرم په لسمه ورځ يې یوې امام بارګاه کې خلکوته خطاب کولو، او (معاذالله)امام حسین(رض) ته يې دالله پاک لمسي لقب ورکړو،او داقتصادله پلوه يې افغانستان په صفر کې ضرب کړو،فقر بیکاري بې وزلۍ سره يې افغانان مخ کړه،
خوبیا هم غیورو افغانانو دامريکا پر خلاف خپله کرکه برحال وساتله، چاودنو، کمینونو، فداي حملو زور واخستو، جنګ دغرونونه ، کلو، دکلونه، ولسوالیو، دولسوالیونه، ولایتونوته وغځيدو،اوامریکايې په دوو کې حیرانه کړه،اوپه رڼا ورځ يې داسمان ستوري
پرې شمارکړه؛

نوربیا……..

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x