د نن سرلیکنه

د کورنۍ جګړې د پیلولو په اړه د ډابینز ګواښ!

نن ټکی آسیا – سرمقاله: د امنیتي تړون په سر د کرزي او ډابینز له بي نتیجې لیدنې  وروسته  نوموړي ګواښ کړی چې که  د کابل او واشنګټن ترمنځ امنیتي تړون لاسلیک نشي نو په افغانستان کې به کورنۍ جګړه پیل شي .

داسې ښکاري چې امریکایان د خپلې سرزوري او حماقت له مخې غواړي  په هرډول وي   دغه  تړون  په کرزي باندې د خپلو شرائطو او غوښتنو مطابق لاسلیک کړي .

داچې تراوسه پوري د کرزي له لوري  په ښکاره  د امریکايي غوښتنو په وړاندې کوم  انعطاف نه دی ښودل شوی  اویا نه  غواړي نرمښت وښیي ، نو امریکایان یې دې کار ته  د اړیستلو لپاره  ورځ  په ورځ نوي  ، نوي  ګواښونه اعلانوي.

کله  یې د صفر په انتخاب ګواښي ،کله یې  د پوځي مرستو په بندولو او کله یې هم د ولسمشري واک په سلبولو او د ده پر ځای  له کوم شخص سره  د تړون په لاسلیکولو .

د کورنۍ جګړې ګواښ  د امریکایانو وروستۍ  وسیله ده چې په کرزي باندې یې دفشار راوستلو په لاره کې  استعمالوي ، او دا هماغه خطرناکه وسیله ده چې د امریکایانو له لوري د یوه بل اشغال شوي هیواد عراق په خلاف  همدا اوس  کارول کیږي اوهره ورځ یې له امله په  سلګونو عراقیان  د ځان په وینو لمبول کیږي .

امریکایانو په افغانستان کې د کورنۍ جګړې د پیل کیدلو (پیلولو) ضمني ګواښ تیره اونۍ  د عراق د بهرنیو چارو  د وزیر هوشیار زیباري په خوله هم افغاني لوري ته ورکړ ، نوموړي په صراحت وویل چې مونږ (عراق) له امریکایانوسره امنیتي تړون لاسلیک نه کړ او دا مو یوه ستره اشتباه وه چې اوس د هماغې اشتباه له امله ټول عراق د کورنۍ جګړې په لمبوکې سوځي؛ تاسو (افغانان )د  تړون په نه لاسلیکولو سره دا اشتباه مه کوئ! کنه حتما به  دکورنۍ جګړې له خطر سره مخامخ کیږئ!

امریکایان  د نړۍ د ترټولو شریرو او فتنه ګرو انسانانو په توګه  د خپلو مصالحو لپاره له هیڅ ډول مشروع او غیر مشروع وسائلو په کارولو صرفه نه کوي ، د افغانستان او عراق په جګړوکې  د دغو هیوادونو  دمظلومو انسانانو په وړاندې   د امریکایانو وحشت ، بهمیت او بربریت  ټولو نړیوالوښه ولیده .

د افغانستان او پاکستان لپاره  د  امریکا ځانګړې استازي  د کورنۍ جګړې د پیل کیدلو (پیلولو) تر څنګ  دا اظهارات هم وکړل چې کرزی د امنیتي تړون  د لاس لیکولو لپاره  له طالبانو سره  د مذاکراتو پیل هم  د شرط په توګه وړاندې کوي ، خو طالبان هیڅ غواړي نه چې خبرې او مذاکرات وکړي ، مانا داچې  د سولې له خبرو  په انکار سره  دکورنۍ جګړې  عوامل  خود بخوده  برابر دي  ، خو د هغوئ له شره نجات  یواځې    د امریکايي تړون  په  لاسلیکولوکې  نغښتی دی .

د ډابینز له لوري  دکورنۍ جګړې پیل کیدلو(پیلولو)  ګواښ  باید  د افغانستان د قضیې ټول ښکیل لوري جدې ونیسي ؛ځکه د همدې فتنې د راپورته کولو لپاره امریکایانو دخپل اشغال په دولس کلنه دوره کې ډیر کارکړی .

تیره ورځ په کابل ښار کې د افغانیت په خلاف د امریکایانو په لمسون د یوشمیر را پاریدلو کسانو احتجاجي لاریون ،اوهمداراز د افغانانو د هویت له تذکرو څخه  د هیویت او مذهب حذفول  د امریکایانو د دولس کلن غرضي  فعالیت  ژوندې بیلګې دي .

د ا اوس  د افغان کشالې په ذیدخله لوریو پوري تړاولري چې  د شریرو امریکایانو له  داخلي فتنو او د هغو په وسیله  د کورنۍ جګړې له  پیلیولوڅخه خپل ولس او هیواد څه  ډول ژغورلای شي.؟

——-

د نن ټکی آسیا سرمقاله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x