شعـــــرونه

غزل!/ ترابي منګل

ترابي منګل

داچې دجنګ منځ کې ایساردی،ګوره مړيې نکړې،
جلاده! ډیر احتیاط په کار دی،ګوره مړ يې نکړې؛

منم په جنګ کې دې نېـولی، دې شک نشته خو
ورته مـــــــورکه انتظاردی،ګوره مړ يې نکړې؛

دا پنــډه ږیــــره، تورې څڼې، نوراني بشره خو
خدایګو ددې خاورې حقدار،دی ګوره مړي نکړې

چې داســلام او دوطن مینه يې وینه کــــې وي،
هغه مې زړه،هغه مې یاردی،ګوره مړي نکړې

دترابـــــي منګل په ځان باندې زړه نه خوږيږي
پام! پام! څلورلورګانو پلاردی ګوره مړ يې نکړې.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
۱۳۹۵دتلې ۲۶مه کابل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x