نظــر

اسلامي دیني مدرسې

فاتح کاروان

دیني مدرسې لکه څرنګه چې له نوم څخه یې معلومیږي هغه پاک ځایونه دي چېرته چې د مسلمانانو اولادونه د خپل دین په هکله زده کړې تر لاسه کوي او چېرته چې علماء، واعظان او حافظان روزل کیږي.

د اسلام د دښمنانو لخوا د اسلام سره د دښمنۍ په سبب لومړني هغه ځایونه چې د دوی د برید هدف ګرځیدلي، دیني مدارس دي، غربي او شرقي کفارو پخپله او د خپلو جاسوسانو په وساطت تل هڅه کړی چې دیني مدارس بدنام کړي او پدې ډول په اسلامي امت کې د مدارسو و خواته د مسلمانانو توجه او پاملرنه را کمه کړي تر څو په مسلمانانو او په ځانګړي ډول ځوان اسلامي نسل کې دیني پوهه او قابلیت کمزورې او بیا پرې عقیدوي یرغل وکړي او خپل تنصیري اهداف تر لاسه کړي!

پدې وروستیو پنځلسو کالو یعني د یوولسم سپټمبر له پېښې وروسته چې امریکا د اسلام پرضد نړیواله صلیبي جګړه پیل کړی نو، په مسلمانانو د عقیدوي او فکري یرغل پراخې څپې راغلي دي، امریکا او متحدینو یې د اسلام د بدنامۍ لپاره یو سر تاسري فکري یرغل پیل کړی او په زرګونو رسنۍ او فعالان یې استخدام کړي چې اسلام بدنام کړي، اسلامي مراکز او مدارس بدنام کړي تر څو د اسلام د مبارک دین چټک پرمختګ په ټپه ودریږي، خو لله الحمد اسلامي امت خپلې عقېدې او خپل اسلامي فکر ته خپله حیرانوونکي وفاداري په اثبات ورسوله او سره د دې چې دیني زده کړی ورته د پخوا په نسبت یو څه سختې شوي خو بیا هم حقیقي مسلمانانو خپل اولادونه ( ځامن او لورګانې ) د عقیدوي او فکري روزنې لپاره دیني مدرسو ته لېږل روان وساتل او تر دا نن ورځې دیني مدارس فعال او په میلیونونو ځوانان او انجونی پکې زده کړې کوي دا هم د خوښۍ ځای دی چې په دیني مدرسو بریدونو، د علماء کرامو ترور، په رسنیو کې د مدارسو پرضد پراخ پروپاګند، د دې په بدل کې د عصري زده کړو د غوره کولو ترغیبي هڅو، او په مدارسو چاپو، تورونو او سختو بندیزونو یې حوصلې کمزورې نشوې کړای او اوس هم د اسلام دغه رښتوني بچیان ( د دیني علومو طالبان ) په ډیر شوق او اخلاص خپلو زده کړو ته دوام ورکوي چې دا د غربیانو، مستشرقینو او د غرب د ګوډاګیانو پرمخ کلکه څپېړه ده.

د بیلګې په ډول تاسو ته به یاد وي چې د کندوز د اشرف المدارس جامعی پرضد بي بي سي څومره زهرجن راپورتاژ برابر او نشر ته وسپاره، هغه وخت د ډیرو داسې کسانو اذهان خلاص شول چې د مدارسو سره یې د ‏BBC‏ او ‏VOA‏ راډیوګانو دښمني نه وه درک کړی او په یاد راپورتاژ سره ورته د ‏BBC‏ هدف څرګند شو چې د پاکستان او افغانستان مدارس پرته له توپیره د دوی د لفظي بریدونو هدف دي، ډیری ناپوهو کسانو د رسنیو دا پروپاګند قبول کړی ؤ چې په دیني مدارسو کې د سخت دریځۍ فکر تدریسیږي مګر دا یې نه شوه درک کولې چې که دیني مدارس نه وي د مسلمانانو اولادونه به په یو مخ له خپل دین څخه ناخبره پاتې شي چې بلاخره به د شیطاني افکارو قربانیان او د ارتداد په لارو روان شي، او تر کومه ځایه چې د سخت دریځۍ د فکر خبره ده نو، غربیان او لاسپوڅي یې عموما اسلامي فکر ته د سخت دریځۍ نسبت کوي چې دا کومه د تعجب وړ خبره نده.

که د عصري علومو په مراکزو کې د اخلاقي فساد کچه اوج ته رسېدلې هیڅ کومې مهمې رسنۍ، مؤسسې یا ټولنې او یا هم چارواکو پرې غم غرض ندی کړی چې دا چوپتیا یې د فحاشۍ د کلتور څخه د ملاتړ په معنی ده، هغه د عصري علومو مرکزونه چې ملګري ملتونه او مدني ټولنې ورسره په میلیاردونو ډالرو مرستې کوي هلته د اخلاقو او حیا پر وړاندې کلکه مبارزه روانه ده، هلته د فکري یرغل ځالې جوړې شوي هیڅوک یې پرضد غږ نه پورته کوي خو بل طرف ته د مدرسو ضعیف اقتصاد، په وچه ډوډۍ صبر کوونکي طالبان او د سترو سترو ننګونو سره مخ عالمان او استادان د هرې رسنۍ، ټولنې، چارواکو او ارګانونو د اعتراضونو او دښمنیو قربانیان دي اوس به هم څوک د غربیانو هدف نشي درک کولې ؟!! ‏‎ ‎

دا چې غرب غواړي لومړی مسلمانان د خپل دین په هکله ناخبره وساتي او وروسته تر هغې پرې عقیدوي او فکري یرغل وکړي، معلومه خبره ده چې مدارس به بدناموي او اسلامي فکر ته به د تروریزم او سخت دریځۍ د اصطلاحاتو په کارولو هڅه کوي چې مسلمانان او بیا په خاص ډول ځوان اسلامي نسل ترې لیرې وساتې!! پدې خبره ځان پوهول پکار دي چې د غرب د فکري او عقیدوي یرغل یواځې هغه څوک د لوی خدای جل جلاله په مرسته درک او شنډولای شي چې اسلامي زده کړی ولري او که څوک اسلامي زده کړی و نلري د ایمان د دعوې سره سره به د غربیانو پر وړاندې سر په سجده وي لکه چې په دا پنځلسو کالو کې مو واوریدل او و مو لیدل.

مدارس د اسلام هغه محکمې کلاګانې دي چې د اسلامي او اسلامي امت د ساتنې لپاره د قوي او نه ماتیدونکو مورچو حیثیت لري، مه پریږدئ چې څوک مو دغه مورچې لاندې کړي او د دی په محکم ساتنه کې هر ډول قربانۍ ته تیار اوسئ، خپلو اولادونو باندې د دیني زده کړو په کولو سره د غرب فکري یرغل او استعماري سیاست سره مقابله وکړئ او پرته له دې چې د مدارسو پرضد پروپاګند ته اندیښنه وکړئ پرمخ ولاړ شئ او دیني مراکزو، مدارسو او مساجدو سره مالي‎ ‎مرستې وکړئ بېشکه چې د بریالیتوب او خلاصون همدغه یوه لاره ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x