شعـــــرونه

حمـــد شريف/ عزيز الله حسيني

عزيز الله حسينۍ

دتياره جهان په مخ بله ډيوه شوه
چې ستامينه مې په زړه کې ميلمنه شوه

عاطفوکې اوريدلې سفينې واورې
ستاحضورته په سلګيوکې غوپه شوه

ماته ماته مې رڼوسترګو کې رغړي
دبڼونو په تناب کې راخوره شو

تياره ورځ دتجلاشغلو کړه لاندې
وړانګې وړانګې ترې راتوې پلوشه شو

دابليس له هريودام نه په امان شوم
دړې وړې يې هررنګه دسيسه شوه

دجنون په کتابونو کې ممتازشوم
چې ستاعشق کې مې په اورسينه پخه شوه

دستم په پنجروکې که بندي شوم
راته خلاصه ستادمينې دروازه شوه

دغفران په اميدونو کې دې سوځي
حسيني زړه کې يې ټکنده غرمه شوه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x