نظــر

واشنګټن‌ پوسټ: اوباما د ایران په مرسته په منځني‌ ختیځ کې د امریکا اوږدې جګړې پای ته رسولی شي!

 us-iran-iraq  482x300یوې امریکايۍ ورځپاڼې ټینګار وکړ، چې د امریکا ولسمشر کولای شي د ایران په مرسته په منځني‌ختیځ کې د امریکا اوږده جګړه پای ته ورسوي. واشنګټن پوسټ امریکايي ورځپاڼي په یوه مقاله کې لیکلي دي: څه چې د امريکا پخواني ولسمشر، جیمي کارټر پیل کړي، اوباما یې د پای ته رسولو په حال کې دی. 

دغې امریکايي ورځپاڼې بیا نوي یمو کلونو ته اشاره وکړه او د هغه وخت پېښې يې تر ننه شنلي دي او لیکلي يې دي، چې

د ایراني پاچا نسکورېدا، پر افغانستان د پخواني شوروي یرغل کارټر اړوېست چې څه وکړي. د کارټر د اقدام پایله په ټوله سیمه کې د امریکا د جګړمارۍ اوږدمهال سیاست شو.
واشنګټن پوسټ زیاتوي چې، په سیمه کې د امریکا نظامي شتون د کمېدو په حال کې دی. امریکا ډېره پانګه او د امریکایانو ژوند په دې جګړه کې له لاسه ورکړل، مګر پر ځای یې د امریکا خلکو ته ډېر لږ څه ورښکاره کړل. پر جګړې دغه پانګونه دمګړۍ د پای ته رسېدو په حال کې ده.
د دې خبر پر بنسټ، اوباما هم د کارټر په څېر لږ انتخابونه لري. په کوردننه، پراخه نارضایتي، وحشت او اندېښنه، کارټر اړوېست چې ملت په منځني ‌ختیځ کې لویې جګړې ته چمتو کړ. کارټر خپلو ځای ‌ناستو ته داسې پنټاګون پرېښود، چې په ټولو هېوادونو کې له مصره تر پاکستانه پراخه لاسوهنه وکړای شي.
واشنګټن پوسټ لیکي: نن، د شته جګړو له امله پراخو ناخوالو اوباما د بلې جګړې له پیله منع کړ.
دغه خبر زیاتوي: د بېلګې په توګه، امريکا پر سوريې د جګړې ګواښ کړی و، مګر عامه افکار د جګړې پر ضد وو، چا د بلې جګړې زغم نه لاره.
واشنګټن پوسټ د خبر په دوام د امریکا د خلکو له قوله ليکي: په افغانستان د شاتګ په تړاو ژمنې وشوې، داسې خبرې مطرح شوي دي، چې امریکا نه غواړي خپل ټول ځواک او واک په یوې سیمه کې متمرکز کړي، مګر دا په دې معنا نه ده، چې په منځني‌ختیځ کې د امریکا جګړه پای ته رسېدلې ده.
د امریکا ډرون حملې روانې دي. توغنديز بریدونه که په پاکستان، افغانستان یا هم یمن او سومالیه کې وي، مګر کومه ستره ستراتيژيکه موخه نه څاري.
واشنګټن پوسټ د ایران د کردار په اړه وايي،چې ایران د منځني ختيځ د جګړې په ختمولو کې مهم رول لوبولی شي.موږ باید ایران سره جوړ شو ځکه چې ایران منځني ختيځ کې ځانګړی رول لري، تر څو هغه جګړه چې موږ پخپله پيل کړې، ختمه کړو. واشنګټن پوسټ وايي چې د ایران هستوي پروګرام په اړه مذاکرات به موږ ته نورې لارې هم خلاصې کړې، کيدای شي دغه مذاکرات د سعودي او اسراييلو د خفګان سبب وګرځي؛ ځکه چې سعودي او اسرايل د ایران له قوته په ويره کې دي او هغه ځانته خطر ګڼي. اوباما باید کوښښ وکړي تر څو سعودي او اسرایل د دې مذاکراتو په وړاندې له خنډ اچولو منعه کړي. امریکا باید سعودي او اسراييلو ته اجازه ورنکړي تر څو د امريکا د ګټو په مخ کې خڼد شي. واشنګټن پوسټ د دې لیکنې په پای کې وايي چې د منځني ختيځ له مشکلاتو او جګړو امریکا هغه مهال وتی شي چې ایران سره خپلې اړيکې ټينګې کړي او د یو بل د ګټو ساتنه وکړي.

 

 

 

 

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x