افغانستان

په روزګان کې یو بل کنډک طالبانو ته تسلیم شوی – ویډیو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لړم ۹مه، ۱۳۹۵ل): د روزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې د درفشان په نامه سیمه کې اوم کنډک طالبانو ته تسلیم شوی دی.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته په لیږلي خبرپاڼه کې ویلي چې د ددوی د جنګیالیو د ډیرو کوششونو وروسته د محمد هاشم خان د سیمي اوم نمبر کنډک فتحه شو.

د نوموړي په وینا د کنډک قومندان ډګرمن محمد اسماعیل، د قرارګاه قومندان تورن رفیق الله او معاون یې بریدمن عبدالصمد او ورسره ۴۲ تنه نور عسکر دوی ته تسلیم شول.

قاري یوسف احمدي ویلي چې په دغه تسلیمي کې دوی ته ۵۸ میله سپکه او درنه وسله په لاس ورغله، ۳ شوبلې، ۲ رینجر موټر، ۵ غټي مخابرې، ۳ وړې مخابرې او زیات شمېر نور مهمات هم تسلیم شویو عسکرو له ځانه سره طالبانو ته ور کړي دي.

نوموړی وایی چې د طالبانو جنګیالیو د تسلیم شویو عسکرو دروند استقبال وکړ.

د طالبانو یو خبریال چې د سیمي څخه یې تېره شپه راپور ورکړی، په خپل راپور کي ویلي چې نیول شوي عسکر خوندي ځایونو ته انتقال شوي.

باید وویل شي چې ددې تر مخه د مرکز ترینکوټ اړوند د نظم عامه پوره کنډک طالبانو ته تسلیم شوی وو او طالبانو ادعا کړې وه چې زیات شمېر وسلې او مهمات یې نیولي دی.

همداسي طالبانو څو ورځي وړاندي د درفشان په سیمه کې د سجاول مهمه قرارګاه نیولې وه او د قومندان په ګډون یې تر لسو زیات عسکر ژوندي نیولي وه.

په هغه وخت کې طالبانو ادعا کړې وه چې زیات شمېر وسلې او مهمات یې هم له دغه قرارګاه څخه نیولي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x