افغانستان

بېړنی خبر: د نورستان والي له وسله وال بریده روغ ووت

نن ټکی آسیا: د نورستان والي تمیم نورستانی نن نورګرام ولسوالۍ ته د سفر پر مهال د طالبانو له کمین سره مخ شو او د والي د ساتونکو او وسله والو طالبانو ترمنځ یو ساعته نښته وشوهچي د نښتي په ترڅ کي د والي د سکرتر سربېره د نوموړي څو ساتونکي ژوبل شول، 

د نورستان والي تمیم نورستاني څو شیبې وړاندې په سېمه کې خبریالانو ته وویل، چې طالبانو له څو خواوو پر

دوی ډزی وکړې خو د ده ساتونکو د مقاومت په پایله کې دی ژغورل شوی.
طالبانو د برید مسولیت پر غاړه اخیستی
د طالبانو ویاند زبیخ الله مجاهد وايي چي په پیښه کي والي ساتونکو ته مرګ ژوبله اوښتي
نورګرام د نورستان تر ټولو باامنه ولسوالۍ ګڼل کېده، خو په دې وروستیو کي ترې وخت په وخت د طالبانو د فعالیتونو او بریدونو خبرونه ورکول کېږي.

 

 

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x