افغانستان

ځلاند: د ګډحکومت خپل منځي اختلافات نمایشي دي – ویډیو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لړم ۹مه، ۱۳۹۵ل): د کابل پوهنتون استاد او د سیاسي چارو کارپوه فیض ځلاند وايي، د ګډحکومت مشرانو له لوري خپل منځي اختلافات یوازي تمثیلي بڼه لري او د یو بل پر خلاف څرګندوني یې ټولي نمایشي دي.

نوموړی وویل: جنرال دوستم چی کومي خبري  کوی، ډاکټر عبدالله چی څه وایی، اشرف غني چې څه عکس العمل ښيي او د کابل په اداره کې چې وزیران او زورواکان کومي غلاوي کوي، دا ټول د یوې پروژې له مخي کیږي، طرحه او انګیزه یې د جان کیري جوړښت دی.

نوموړی وایی چې اوسنی حکومت د اساسي قانون خلاف دی، که چیري دغه قانون ته مراجعه وشي نو یو له دوو څخه باید کور ته ولاړ شي او بل په ټاکنو کې بریالی اعلان شي، خو داسي نه کیږي.

ډاکټر ځلاند په یوه تلویزوني بحث کې وړاندي وویل چې د جان کیري له لوري د ګډحکومت طرحه د همدې لپاره جوړه شوې وه تر څو افغان وژنه زیاته شي او په هیواد کې جګړې زور واخلي.

د یادوني وړ ده چې له تېرو څو ورځو راهیسي د حکومت د جګپوړو چارواکو تر منځ یو د بل پر خلاف څرګندوني کیږي چې لومړی پيل یې جنرال دوستم په شبرغان کې وکړ.

نوموړي ولسمشر اشرف غني په قومپالني تورن کړ او ډاکټر عبدالله یې یو نا اهله مشر وباله.

چې په جواب کې د ولسمشر دفتر څخه په اعلامیه کې وویل شول چې د دوستم د حیثیت او مقام سره ورته خبري نه ښايي.

بل خوا د اصلاحاتو او ښه حکومتولی لپاره د ولسمشر ځانګړي استازي احمد ضیاء مسعود هم له څو ورځو راهیسي د ګډحکومت پر کړنو انتقادونه کوي او دولتي جګپوړي چارواکي په قومپالني تورنوي.

نوموړي په پنجشیر کې یوې غونډي ته وویل چې د حکومت جګپوړي چارواکي هر یو خپل د قومیانو په ټاکنو کې لومړیتوب کوي او همداسي په کابل کې په یوه بله غونډه کې وویل چې ګډحکومت که خپل منځي اختلافات حل نه کړي، ولس به یې پر بدیل غور وکړي.

بلخوا د ناټو ویاند جنرال چارلس کلیفلانډ هم رسنیو ته د ګډحکومت د خپل منځیو اختلافاتو په اړه ویلي چې دوی اندیښمن دي او ګمان کوي چې دغه اختلافات به پر امنیت بد تاثیر وکړي.

خو د کابل پوهنتون استاد فیض ځلاند وايي چې ګډحکومت خپل د ناکامیو او شاتګونه په دغه سي تمثیلي اختلافاتو پټوي او عامه ذهنیت غولوي.

نوموړی وايي چې په تېرو څوارلس کلونو کې وسلوال مخالفین هغه ځایونو ته نه وه رسیدلي کومو کې چې اوس فعال حضور لري.

نوموړي همداراز وویل د ملګرو ملتونو له لوري د تاریاکو د کښت په اړه چمتو شوي راپور ته په اشاره وویل چې د ګډحکومت په وخت کې د تاریاکو په کرکېله کې ۴۳ سلنه زیاتوالی راغلی، چې له امله یې په پلازمینه کې دننه تر هر پول لاندي نشیان ناست دي.

ویډیو:

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x