شعـــــرونه

غزل /حبیب الله تراب

حبيب الله تراب

چـاتـه ګل چـاتـه اغـزی غوندې ښکاریږم
چـاته خپل چاته پــردی غونــدې ښکاریږم

لـیـونـي زمـا پـــه قـــدر څه پـوهیــږي
لیــونـو تــه لـیـونـی غـونـدې ښکاریږم

خړ طالـب یـم لـه حجـرې سنګر  تـه تللی
ځـکه نـن پـه زړه زلمی غوندې ښکاریږم

د ژوندون ښاپیرۍ واخیـستم پـه غیږ کې
پـه راغـه لـکه غـمـی غـوندې ښکاریږم

مـا جـانـان تــه د ورتګ لاره مــونـدلـې
خیـر نـن کـه سپیلنی غـونـدې ښکاریږم

خړه خاوره مـې پـالنـګ  تـیږه بالـښت ده
په غرو خوښ یم غرڅنی غوندې ښکاریږم

نـن مې ګوره بیا مې مـه غــواړه جـانانه
لـکـه زیړ مـازدیګری غـونـدې ښکاریږم

انقلاب ده خـدای خـبـر چې بـیا بـه راشم
هیرمې نکړې چې ژوندی غوندې ښکاریږم

جـوړه لاس راپسې لپــــه کړه مـورجانې
مرګ ته هسې ټکنـی غـونـدې ښکاریږم

پـه پـسـته ژبـه مــې هـر سړی پوهـیږي
چې پښـتون یم صحرانی غوندې ښکاریږم

زه حبـیـب الـلـه تــراب پـه وچــو شونډو
ستا په درکې مات زړګی غوندې ښکاریږم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x