شعـــــرونه

غزل/ بشير وصال

بشير وصال

کلي کي مو اوسي یوچنار سړی
موږه لیوني هغه هوښیار سړی

ګوره چي سلام مني که نې مني
چیرته غرسنی چیرته دښارسړی

مینه وینه پلوري په یوڅو روپو
اوسي مولستوڼي کي یومارسړی

رټه شوه کیسه یې نیمه پاته کړه
لاړه وېل راځي به مي له کارسړی

سره لاسونه مه ښیه هرچاته دي
صبرشه راځي لتا نه زار سړی

اوریدم وصال چي ژړیدمه نن
څنګ کي مي هیڅ نه ؤلکه یارسړی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x