نظــر

د نړیوال اسلامي پوهنتون د محصلینو د پام وړ!

د ستمبر په ۸مه د افغانستان او پاکستان یو ۲۰ اوریزو لوبه وه، دا لوبه د پاکستان لخوا په افغانستان یو احسان و، ځکه د کرکټ نړیوالې شورا د اولې درجې غړي د دوهمې درجې غړو سره لوبو ته زړه نه ښه کوي، ددې څو لامله دي، یو دادی چې که د اولې درجې لوبډلې يې وګټي نو دوی ته خاصه کومه فایده نه کوي خو که يې وبایلي نو پر دوی ډیره بده اغیزه کوي.

 پاکستان دې خیر یوسي چې د نورو هېوادونو په پرتله له موږ سره لوبې کوي  موږ ددې سربیره چې د هغوی مننه وکړو، لګیا یو ښکنځلې او بد رد ورته وایو. پرونۍ لوبه پاکستان د مجبورۍ څخه نه ده کړې او نه د افغانستان سره لوبو کولو ته اړتیا لري، دا يې په موږ احسان کړی، کنه ولې له موږ سره بنګلادیش، هند او نورې لوبډلې لوبو ته زړه نه ښه کوي.

تیره ورځ د پاکستان او افغانستان تر منځ  د  لوبې په دروان کې د افغانانو او پاکستانیو تر منځ چې زیات يې پښتانه وه تر منځ  شخړه راغله، پاکستانیو ادعا کوله چې افغانانو د پاکستان مرده باد نارې وهلي او دوی دا حق نه لري، خبره آن سوک څپېړې ته رسېدلې وه خو د ملګرو په وینا هغه ځای کې خلک ډیر و او سره يې خلاص کړل. اوس پاکستاني محصلین ماښام راهیسې مظاهرې کوي چې دغه افغانان چې پاکستان ضد شعارونه يې ورکول د  پوهنتونه باید وویستل شي، د ملګرو په وینا د لیلیو مشر ماښام اعلان وکړ، چې ددې ټولو محصلینو کوټې سر له سبا ختمې دي او په لیلیه کې د اوسیدلو حق نه لري، پاتې شوه د پوهنتون د خارجولو خبره، نو هغه د پوهنتون د ادرې مسئله ده، هغوی به د پوهنتون اداره زر تر زره د پوهنتونه وباسي.

 لوبه  جګړه نه ده، څوک چې د لوبې پر سر جګړه او بد و رد وایي، هغوی اصل کی د لوبي پيغام نه دی تر لاسه کړی. دا لیکنه هم  په هغه تناظر کې د پوهنتون د محصلینو  لپاره لیکل شوې.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ


هغوی ته چې په سر کې د چرګ هومره دماغ لري!
هغوی ته چې لږ سوچ و فکر لري!
هغوی ته چې په دې پوهیږي د څه لپاره راغلی یم!
هغوی ته چې خپل پرمختګ په زنده باد او مرده باد کې نه ګوري!
هغوی ته چې ملي جذبه لري، خو د ښکاره کولو او ښودلو ځای پيژني!
هغوی ته چې د مور و پلار، کورنۍ او د ټولنې اقدارو ته په درنه سترګه ګوري!
هغوی ته چې په دې پوهیږي، مور و پلار مې د خولې ډوډۍ نیولې خو زه يې پوهنتون کې شامل کړی یم!
هغوی ته چې د وخت قدر پيژني!
او په پای کې ټولو افغانانو ته!
زما خبرې کیدایشي لږې تېزې وي، کیدایشي لږې بې مالګې وي، سختې به درباندې تمامیږي،  خو کوښښ کوم چې حقیقت ووایم، سترګې مو رڼې کړم، په ښه و بد به خپله پوهیږئ، صرف یو ځل يې بیا دریادوم.
محصلینو!
د څه په نیت چې پوهنتون ته راغلي یئ، هغه ترلاسه کړئ، د زنده باد په نارو نه موږ مخکې ځو او د مرده باد په نارو پاکستان نه ماتیږي.
که غواړئ چې مقابل لوری مات کړئ، درس ته زور ورکړئ، ټولنه کې سمون راولئ، د وطن پرمختګ کې خپل رول اداء کړئ.
ای!

آیا کرکټ زموږ د پرمختګ راز دي؟ کرکټ دې وطن ته سوکالي راوستلی شي؟  آيا کرکټ دومره اهمیت لري چې موږ پرې خلکو سره اړیکې خرابې کړو؟ آیا د کرکټ لوبډلې سره مینه د وطن مینه ده؟ آیا د افغانستان بیرغ رپول دوطن سره مینه ده؟ آیا په زنده باد او مرده باد څوک مخکې تللی شي؟  
ای!
د لر او بر مدعیان خو مو ولیدل، پنجابی، بلوچ، سندی  غلي ناست وو، همدې خپلو پښتنو همدې د پاچا خان  بچو همدې د لر و بر مدعیان درپسې راجګ نه شول؟!  همدوی مو اوس په خلاف مظاهرې نه کوي؟! همدوی اوس پيغور نه درکوي؟! دا د لر و بر نارې بېځایه دي، له پنجابیانو دا پښتانه نور هم بېغیرته شوي دي، هغه د پښتون په ناره کې يې خپلې ګټې او موخې دي، په دې تا جلبوي، دوی تر پاکستان ځار دي، تر پښتونخوا نه!
زه او ته یو چې له کابله راته پېښور او له جلال آباده راته سوات او مینګوره ګران دي! دا توپير زه او ته نه کوو، دوی ته پاکستان مهم دی!  نه لر او بر پښتانه! سارا پاکستان، همارا پاکستان بولي!
ای تاته وایم!
ته مور او پلار څه ته رالیږلی يې؟ آیا زموږ د راتګ موخه همدا ده چې سیاسي بحثونه وکړو؟ آيا زموږ د راتګ موخه همدا ده چې نفرتونه خپاره کړو؟ آیا زموږ د راتګ موخه همدا ده چې  پاکستان مرده باد او افغانستان زنده باد نارې ووهو؟ آیا زموږ د راتګ موخه همدا ده چې همېش له همصنفیانو سره په افغانستان او پاکستان نښتې وکړو؟  آیا زموږ د راتګ موخه همدا ده چې پنجابي ته په پوهنتون کې خپل زور وښیو؟ آیا زموږ د راتګ موخه همدا ده چې له پاکستانه سره خپلې اړیکې خرابې کړو؟ موږ د څه لپاره راغلي یو؟ له دې ځایه چې فارغیږو، دا خلک به زموږ په اړه څه وايي؟
که همدا نن د پوهنتون ادارې ټول ۶۰۰ یا ۷۰۰ محصلین د پوهنتونه وویستل، کرزی او یا سفارت مو به پرې   بیا  داخل کړي؟
که همدا نن يې ټول زندان ته په دې نامه واچول چې د پاکستان خلاف يې نارې وهلي، بغاوت يې کړی، د عطا واخله تر کرزي، له کرزي تر اشرف غني څوک به مو ترې خلاص کړي؟
ای!
دا اوس مو پوهنتون د لیلیو د مشر خبرو ته غوږ و، هغوی چې پرون د پاکستان خلاف نارې وهلې، د ټولو کوټې ختمې کړې، سبا په اداره کې کار دی او له پوهنتونه يې هم خارجوي؟ څوک شته چې بېرته مو پرې داخل کړي؟
په موږ کې دومره غیرتي شته چې د چینیانو د سفير په څېر ورته راشي او ورته ووايي چې یا خو دا ټول چینیان وباسه او یا هم دا ویستل شوي چینیان داخل کړه؟
موږ له صفر سره ضرب یو! په دې پوهیږئ کنه! صفر یعنې هېڅ!
 دا موږ ولې دومره نه پوهیږو، په یو هېواد کې يې اوسم، زده کړې په کې کوم، کاروبار په کې کوم او د پاسه يې په خلاف چغې وهم؟ موږ ته دا حق چا راکړی؟
د خدای په جاتي تاسې ووايئ که یو پاکستانی په کابل کې د پاکستان زنده باد ناره وکړي، څوک به يې ژوندی هم پريږدي؟
تاسې يې ووایئ، کوم پاکستانی که په کابل کې د افغانستان مرده باد ناره ووهي، غوښې به يې مالومې شي؟
تاسې يې ووايئ، موږ چې په پاکستان کې څه ډول ژوند کوو، آیا تاسو یو پاکستاني ته هغه ډول ژوند حق ورکوئ؟ (قسم په الله د سپي څخه به بد نظر ورته کوئ).
لږ سوچ وکړئ!  ته یو پاکستاني ته په کابل کې دومره حق نه ورکوې او هغه تاسره دا ټول هر څه مني، د اسلام آباد ټول کورونه له افغانانو ډک دي؟ په پنډۍ کې، په لاهور کې په کراچۍ کې په کوټه او پېښور کې خو بې شماره دي، دومره پاکستاني به ته په افغانستان کې وزغمې؟
فرض کړه، په  هند کې مو د هند مرده باد ناره  ووهله، د هغوی عکس العمل به څه وي؟ یو شی که ته د خپل ځان یا د بل هېواد حق ګڼې هغه ولې د پاکستان حق نه ګڼې؟ په امریکا کې د امریکا ضد نارې وهلی شې؟ په افغانستان کې څوک پريږدې چې افغانستان ضد نارې ووهي؟
که یو څه د ځان لپاره نه خوښوې نو د بل لپاره يې هم مه خوښوه!
که په مرده باد ته خپه کیږې هغه هم پرې خپه کیږي!
که ته د وطن سره مینه لرې هغه يې تر تا زیاته لري!
په دې شکر وباسه چې د پاکستان په هر پوهنتون کې درته د داخلې حق درکړل شوی، په دې شکر وباسه چې د پوهنتون عمله درسره هغه چلند کوي څه ډول يې چې خپلو پاکستانیانو سره کوي!
ته خو دې نورو اسلامي هېوادونو ته ورشه، ایران کې ته لوړې زده کړې کولای شې، عربي امارات، سعودي، اندونیشیا، مالیزیا، مصر او… کې دومره حقوق تاته څوک درکوي.
که موږ ددوی احسان نه منو، لکه دوی چې یې وايي بیا موږ حرام نمکه یو! هو! یو!
د یو چا له کوره يې خورم، ډکیږم تشیږم، زده کړې په کې کوم او بیا هغه ته د پاسه ښکنځلې کوم؟ وهم یې ټکوم يې، احسان منل خو څه چې په هماغه خوراک کې ورته مرداری کوم!
سوچ و فکر لږ وکړئ، د خدای په روی د څه لپاره چې راغلي يئ، هغه ترلاسه کړئ،  په تاسو د ملت سرمایه خرڅېږي، ملت درته په طمع دی، کور کې مور و پلار، ورونه خویندې درته په طمع دی، چې بچی به مې راځي، کور به ابادوي، وطن به ابادوي، فساد به ورکوي، افغانستان به له نورو سره سیال کوي!  د مهاجرت ذلیل ژونده به مو ژغوري، د دوی له احسانونو به مو خلاصوي!  
بس! د خدای په خاطر!
دا وطن له تاسو ډیر څه طمع لري، د خدای په خاطر په دې بېهوده شیانو خپل وخت مه ضایع کوئ!

لیکوال: احمدشاه افغان…  د   نړیوال اسلامي پوهنتون- اسلام آباد پخوانی محصل

یادونه: د لیکوال نظر سره د ادارې توافق اړین نه دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x