د حکمتیار د سولې په منځ کې د غني او دوستم جګړه

شاهد (غزنیوال)

له هغه وروسته چې د ګډ حکومت او حکمتیار ترمنځ د مصلحتې سولې خبرې پیل شوې د حکومت د ګډو غړیو ترمنځ د بیلوالې هڅې هم ور سره ګړندۍ شوې دي.

د سولې د لاسلیکیدو په شپو ورځو کې غني او عبدالله سره ښکر په ښکر وو او د سولې د هوکړې تر لاسلیکیدو وروسته د دوستم او غني ترمنځ تورونو او لفاظیو دومره زور واخیست چې د سولې تبلغاتي هنګامه يي تر سیوري لاندې راوستله.

هرڅومره چې ښاغلی غني غواړي د خپل ټیم قوي کولو لپاره له حکمتیار سره د سولې د هوکړه لیک د پلې کولو تشریفاتي فرمانونه صادر کړي تر څو ورباندې سوله ییزه تبلیغاتي هنګامه توده وساتي خو د دوستم سپکو سپورو او حماقتونو یې اعیز ور پیکه کړی .

تر دې چې د سهامي حکومت وضعیت دې کچې ته رسیدلی چې تیره ورځ په بروکسل کې د ناټو سرمنشي جينز سټولټنبرګ د بلجيم په پلازمېنې بروکسل کې د ناټو د دفاع وزيرانو دوې ورځنۍ غونډې ته وویل :

مونږ باید په افغانستان کې نا اټکل شويو حالاتو ته تيار واوسو.

که څه هم چې له نا اټکل سویو حالاتو څخه د ښاغلی سټولټنبرګ تعبیر د طالبانو لخوا د جګړو تشدید و خو اصلي خبره داده چې د طالبانو تر بریدونو خپله د حکومتي چارواکو ترمنځ داخلي اختلافات ډیر خطر ناک او ښايي چې هغه د ګډ حکومت د شړیدو لامل وګرځي. د ولسمشر غني او اجرائیه رئیس ترمنځ اختلافاتو له یوې خوا او د لومړي مرستیال او په ښې حکومت ولي کې د ولسمشر د سلاکار ښاغالی ضیاء مسعود الزامونو له بلې خوا په ګډ حکومت کې د سهیمو لوریو نور ګډ پاتي کیدل ناشوني کړي.

د فاریاب له ناکامې جګړې تر را اګرځیدو وروسته په جوزجان کې ولسمشرغني ته د جنرال دوستم د پراندګي (الوزولو) ګواښونه که څه هم چې د دوستم له خولې را ایستل شوی الفاظ دی خو تر شا يي لوی رازونه پټ دی.

دوستم د کمونیستي پاتې شونو له ډلې څخه نن په افغانستان کې د امریکایانو په لاس کې هغه لوبیدونکې ملعبه ده چې یواځې د یوه احمق او سرټمبه جنرال په حیث یې په لومړي متفکر او د هغه په فاسد ټیم باندې د فشار راوستلو لپاره ریزرف کړې.

ځکه خو اشرف غني ته د دوستم د پراندګي ګواښونه د هغه شخصي اقدام نه شو بللای؛ بلکې د هغه د اجنبي لمسوونکو ټونګ دی چې په دې نازک وخت کې ورکول کیږي ، ځکه نوموړي د هیواد په همدغسي نازکو شرائطو کې د اجنبیانو د یوه بل لاسپوڅي ډاکټر نجیب د پراندګي تجربه هم لري.

اوس خبره داده چې د سړي په ښاغلی حکمتیار زړه وسوځي چې ولی یې تندی داسې تور سپي څټلی چې
هر ځل خپل هدف ته تر رسیدو وړاندې ناڅاپي جنجال ورته راپیښ شي؟

په کال ۱۳۷۱ کې چې د پاکستان د راولپنډۍ معاهدې له برکته نوموړي ته د حضرت صبغة الله مجددې په دوه میاشتني اسلامي حکومت کې د صدارت عظمی چوکۍ په پچه ورسیده کابل ته په رسید سره هغه د پنجشیر امیر فقید مسعود ترې ګونډه کړه او نوموړي يي د ترلاسه کولو په غرض مجبورا په چارآسیاب کې خپل مقدس جهاد ته ادامه ورکړه .

خپل آرمان ته د رسیدو په غرض د ښاغلي حکمتیار له څلور کلن جهاد وروسته چې په ټس کې ۶۰۰۰۰ بیوزله کابلیان ووژل شول د ښاغلي سیاف په شیادي (ټګي) د ماهیپر میثاق رامنځته او نوموړی یې خپل مقدس ارمان (د صدارت عظمی) محاصره ماڼۍ ته ور ور نیږدي کړ، خو بیا د ده د چپه بخت له امله دا ځل طالبان پري راورسیدل او نوموړی یې له ښاغلي رباني ، مسعود او نورو میثاقیانو سره د سالنګ تر تونل په منډه واړاوه.

اوس چې بیا د ګډ حکومت د ایجادوونکو (امریکایانو) په لطف خاص له ولسمشر غني سره د مقاربت ( یوځای والي) چانس ورته میسر شو ښاغلی دوستم ورته بلا شو او د حکومت مشر ته د الوزولو ګواښونه کوي …

ښاغلی حکمتیار هم خپل هدف ته د رسیدو په لاره کې د ماتې سړی نه دی پنځه ویشت کاله پخوا چې یې د (( یا ارګ یامرګ )) شعار ورکړی و اوس هم د هرڅه په منلو سره هماغه شعار ته ژمن دی ، خو ښايي په زړه کې به یې دا خبره ډیره ورتیریږي چې:

نصیبه خاورې شي ایرې شي ، تندیه مات شي پر تا څه لیکلي دینه .

avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
pattang
میلمه
pattang

دا هغه بدبخته انسان دي چې هم یې دین وشرماوو او هم یې پښتو ! د حکمتیار ټو ل نږدې حکومت یاران او دالر یاران خو ان دکزي په دربار کې خپل دالر وهل او استازي به یې په قیمتي موټرانو کې ګرزېدل ! نو کله چې حکومتيار صیب د قدرت وږی او دپاکستان له چیپاټي څخه یې زړه تور شوی او جهاد یې هېر کړی نو بیا یې په کابل را ودانګل چې غوړې ووهي ! خو ستمیان او دوستمیان چې د غني خوټې یې په تار کلکې تړلې دغه حکومت یار نه غواړي !! د حکمتیار ټو ل… نور لوستل »

نجیب
میلمه
نجیب

پتنګ صاحب سلامونه می ومنه ! ستاسی خبری سل په سلو کی سمی مګر پوره نه دی زه به هم څه حقایق ورسره یوځای کړم او هغه داچه : حکمتیار او حزب اسلامی نه اوس تسلیمیږی او نه اوس غلام شوی ، نه په تیرو ۱۵ کلونو کی یی د اشغال په ضد جهاد کی یی برخه لرله چه اوس سوله کوی ؟؟؟؟ هغه او د هغه په شان نور ټول جهادی او غیر جهادی رهبران له هماغه سوړ جنګ د غلامی تړون له لاسلیکولو وروسته د یهودی استعمار د غلامی په لومو کی ونښتل ، د هماغه تړون له… نور لوستل »

pattang
میلمه
pattang

نجیب صیب اسلام علیکم خدای پاک دې ژوندی او صحتمند لره ! وروره مالومات دې ډیر ژور او له حقایقو ډک دی او زما سترګې یې نورې هم راخلاصې کړې . زه له صحنې او هېواده لرې پروت یم هغه حقائق چې ځینو هېواد والو ته مالوم دي زه هیڅ پرې خبر نه یم . د طالبانو په وخت کې درې وارې هېواد ته تللی یمه چې دهغه وخت دولتي چلند انسانیت ارامي او اخلاقي برخورد به مې هیڅ هیر نشي او هیڅ مې لیدلی هم ندی !!ا الله پاک دې دغه مرداره بې کلچره ، غرب پرسته لوطي طائفه… نور لوستل »