افغانستان

طالب ویاند د ارګ ویاند تازه څرګندونې په کلکه رد کړې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لړم ۹مه، ۱۳۹۵ل): طالبانو د ارګ د هغې ادعا په وړاندې غبرګون ښودلی چې ویلي یې و چې طالبانو په تېرو دوو میاشتو کې ګڼ ملکي تاسیسات نړولي او له مینځه وړي دي.

تېره ورځ د ارګ مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي ادعا کړې وه چې طالبانو په وروستیو دوو میاشتو کې زرګونه استوګنځي او دوکانونه، سلګونه ښوونځي او لسګونه روغتیايي مرکزونه او مسجدونه نړولي دي.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د یوې اعلامیې په خپرولو سره دغه ادعا په کلکه رد کړې او هغه یې «د مزدور دښمن پروپاګند او امریکایي بادارانو ته برائت او د خلکو په سترګو کې خاورې اچول» ګڼلي دي.

نوموړی وايي چې په تېرو جګړو کې افغانانو په خپلو سترګو ولیدل چې څوک ملکي تاسیسات نړوي، بمبار پرې کوي او د عامه شتمنیو په چور او تالان لاس پورې کوي.

ښاغلی مجاهد د کندز ولایت وروستي ځل سقوط ته په اشارې زیاتوي چې ټول ملکي کورونه، مساجد، مارکیټونه او دوکانونه یا د امریکایانو په بمبار کې ویجاړ شوي او یا د دولتي عسکرو د توپ او هاوان په مرمیو وران شوي دي.

نوموړی وايي چې طالبانو د کندز ښار په نیمه ورځ کې په داسې حال کې ونیو چې هیڅ ملکي ځای هم متضرر نه شو، خو په وینا یې کله چې دولت د کندز ښار د بیرته نیولو لپاره ۹ ورځې جګړه وکړه، په سلهاوو کورونه، لسګونه مارکیټونه، دوکانونه او مساجد یې د هوايي بمبار او درنو توپونو په ډزو کې د اور خوراک کړل.

د طالبانو ویاند همدا راز د دولت هغه ادعا «بې اساسه» ګڼي چې طالبان د خلکو له کورونو، مسجدونو او دوکانونو څخه د سنګر په ډول استفاده کوي. د نوموړي په وینا هر عاقل انسان پوهیږي چې له نظامي پلوه په کور، مسجد او دوکان کې جنګیدونکی کس محاصره بلل کیږي ځکه چې دغه ځایونه نه نظامي موضع ګانې لري او نه د اکمالاتو او ثقیله وسلو د چلولو جوګه دي.

ښاغلی مجاهد وايي چې دوی هیڅ اړتیا نه لري چې د ملکي تاسیساتو په نړولو خپله انرژي مصرف کړي او نه هم په داسې کولو کې کومه ګټه ویني.

طالبانو په دې اعلامیه کې د فراه، فاریاب، هلمند او ارزګان ولایتونو ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي چې کله د سقوط له ګواښ سره مخامخ شول، امریکایانو شاوخوا کلي او کورونه له یوې مخې بمبار کړل او ورسره جوخت دولتي عسکرو هاوانونه او توپونه د ملکي خلکو کورونو ته کش کړل او په چور او تالان یې لاس پورې کړ.

د طالبانو ویاند د خپلې ادعا د ثبوت لپاره په بې پرې څیړونکو غږ کوي چې سیمې ته لاړ شي او ویجاړ شوي ملکي کورونه او تاسیسات په خپلو سترګو وګوري.

طالبان د خپلې اعلامیې په پای کې وايي چې ملت دا ټول جنایتونه په خپلو سترګو ویني او «لرې نه ده چې له دې مکار او کاذب دښمن سره به د جنایاتو د یوې ذرې حساب ترسره شي».

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x