
سیګار: د افغانستان سړکونه به تر ډېره روغ پاتي نه شي
نن ټکی اسیا (یکشنبه، لړم ۹مه، ۱۳۹۵ل): په افغانستان کې د امریکايي مرستو او مصارفو د څار اداره «سیګار» وايي چې د افغانستان د سړکونو اوسنی سیسټم بقا نه لري او ډېر ژر به له منځه ولاړ شي.
دغه ادارې ویلي چې د امکاناتو کمښت، اداري فساد، لږ بودیجه او امنیتي ستونزي د فواید عامې وزارت ته اجازه نه ورکوي چې د هیواد په سرتاسري کې د سړکونو جوړښت پر اوسني حالت وساتي.
په راپور کې راغلي چې د افغانستان حکومت باید ژر تر ژره د سړکونو بد حالت ته توجه زیاته کړي کنه ددې سړکونو رغول به بیا ډیر ستونزمن وي.
د سیګار په وینا د کال ۲۰۰۲ څخه د امریکا کومکي ادارې (یو ایس ایډ) او دفاع وزارت شاوخوا ۲.۸ ملیارده ډالر د سړکونو پرجوړولو او رغولو مصرف کړي دي.
سیګار وايي چې افغاني چارواکو ورته ویلي چې د هیواد په سرتاسري کې د سړکونو د بیا رغوني لپاره هر کال ۱۰۰ ملیونه ډالرو ته اړتیا لري، خو د فواید عامې وزارت د کال ۲۰۱۱ څخه بیا تر ۲۰۱۶ پوري یوازي ۲۱.۳ ملیونه ډالر تر لاسه کړي دي.
باید وویل شي چې په افغانستان کې تر امنیتي پيښو وروسته خراب سړکونه د مرګ ژوبله دویم ستر لامل بلل کیږي.