نظــر

نيلسن منډيلا

nelsnِبسْمِ اللهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيْمِ
الحمدلله وکفى وسلام على عباده الذين اصطفى.
د نيلسن منډيلا په مرګ چې د نسلي توپير له لويو مبارزينو څخه وو د نړۍ په لر او بر کې حکومتونو او ولسونو د غم او خفګان  څرګندونه وکړه، د نړۍ غږيزو، انځوريزو چاپي او الکترونکي رسنيو هم د نيلسن منډيلا شخصي  ژوند او مبارزې  ته ډير وخت  ورکړ او ډيره  پري تم  شوه  زه هم  لدې امله د نيلسن منډيلا په مرګ خفه شوم چې لدې دنيا څخه بې ايمانه ولاړ کاشکې د انسانيت دې خدمتګار، مهربانه او عقلمند شخص د اسلام حقانيت درک کړى واى او د آخرت نيکمرغي يې هم په برخه شوې واى

د نيسلن منډيلا مرګ ټولو هغو کسانوته  چې له انسانيت سره د همدردۍ او مرستې فکر ورسره ده  يو ستر عبرت ده دوى بايد ژور فکر وکړي او د ژوند او مرګ په څير له سترو علايمو څخه د لوى الله جل جلاله وجود، وحدانيت درک کړي ويې  مني او ايمان پرې  راوړي او د الله جل جلاله د حق دين په توګه اسلام ومني

ځکه اسلام هغه يوازينى دين  ده  چې د الهي وحې د تعلماتو په اساس د انسان د خلقت  مقصود په ګوته کوي، انسان تعريفوي د انسانانو ترمنځ اړيکې تنظيموي او په  دنيا کې  يې مسئوليتونه  ور ښي.

په پښتو رسنيو کې هم د نيلسن منډيلا په شخصي ژوند ټولنيز تشخص او د نسلي توپير  په وړاندې  په  مبارزه کې ډېرې خبرې کېدلې.

خو د نيلسن منډيلا په اړه د غفور ليوال خبرې چې له بي بي سي پښتوسروس سره  يې د شپې د ماښام په خپرونه کې په يوه مرکه کې کولې ماته د ډيرې حيرانۍ وړ وګرځېدلې او حيران په دې شوم چې؛ د ظلم او فساد په خلاف د سپيڅلي جهاد مخالفين  د جهاد په  خلاف له  هرې موقعې نه  په استفاده کې څومره حريص دي.

غفور ليوال چې د نيلسن منډيلا په  ژوند يې څيړنه هم کړې وويل موږ له تيرو دوه سوه کلونو څخه را په دېخوا د آزادۍ لپاره جنګېږو خو آزاد نه  يو.

نن  صبا ښکيلاک په تعقل او پوهه منځ ته راځي خو په  ضد يې مبارزه  هم  بايد په تعقل او پوهه  تر سره شي او د باچاخان د عدم تشدد مثال يې هم د نيلسن منډيلا د عدم تشدد د پاليسۍ ترڅنګ ورکړ  د ليوال صاحب دماغي توازن لکه چې ګډوډ شوى  د انګريزانو لښکر کشي د سرو لښکرو الوتکې، ټانګونه او له لاسه يې د يو نيم ميليون افغانانو قتل د امريکايانو (بي -٥٢) الوتکې کروز  توغندي او لکونه  پوځيان  د تعقل او پوهې له لارې  د افغانستان  ښکيلاک ورته  ښکاري او  په وړاندې يې د افغانانو له لوري په  چړو، تبرونو او ټوپکونو مبارزه  تشدد ورته  معلومېږي.

د ليوال او د ليوال نور هم نظري چې د عدم تشدد چېغې وهي افغانانو ته يې تلقين داده چې دظالمانو په وړاندې صبر وکړي ظلم يې وزغمي  او ظالمانو ته په بشپړې تسليمۍ له تعقل اوپوهې نه کار واخلي.

ليوال صيبه! نيلسن منډيلا او دنيلسن منډيلا په څير دنسلي توپير په ضد مبارزينو له وسلې څخه هم کار اخست خو څرنګه چې له نسلي توپير څخه لاس په سر کېدل امريکا اوغرب ته په اصطلاح کوم ګواښ نه وو له همدې امله لويديځوال منډيلا ته ترورست نه وايي اوبل له دې امله چې منډيلا لږه کيو سپين پوستو ته چې لويديځ يې ملاتړ کاوه بې حده بښنه وکړه او ددې بې حده بښنې له امله تر ننه ډير تور پوستي اوس هم کړېږي ليکن له نړيوال کفر سره دافغانانو مشکل بل ډول ده.

افغانان مطلقه آزادي نه غواړي بلکه داسې آزادي  غواړي چې داسلامي نظام تر چتر لاندې پکې ژوند وکړي.

او دې داسې آزادۍ ورکړې ته نړيوال کفر کله هم نه حاضرېږي او نه  به حاضر شي.

او که افغانانو له جهاد څخه لاس واخست نو حال به  يې د تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان په څير وي او يا  د مصر.

په دې هيوادونو کې مسلمانانو د عدم تشدد پاليسي تجربه کړه نه يې آزادي په برخه شوه او آن نه ديموکراسي.

 بلکه خپله عقيده او ايمان يې هم ونشواى ساتلاى او د همدې عدم تشدد د برکت له امله نن  په تاجکستان کې تر اتلسو(١٨) کلونو پورې ځوانان د لمانځه د اداء کولو اجازه نه لري

په مصر کې په تش لاسي لاريون کونکو ټانګونه خيږول کېږي که افغان مجاهد ولس  جهاد نه واى کړى نو اوس به ستاسو نوم  هم  يا ليوالوف وو يا ليوال بُش او يا ليوال بلير او غفور ليوال به نه بلل کېدې.

بنا پر دې افغانانو ته  په کار ده چې د خپلې مبارزې  په وروستي  پړاو کې ونه  غولېږي د ساحرې ميډيا تر اثر لاندې رانشي سپيڅلي جهاد ته ادامه ورکړي ځکه که د جهاد  له  لارې  يې زر آزادي  په برخه هم نشي ايمان او عقيده  خو به  يې ساتلې وي.

بنا پردې موږ بايد د الله جل جلاله د نصرت په وعدو باور وکړو د الله جل جلاله وعدې حقې دي او ان شاء الله ډېر  ژر به  ظالمان  له رسوايۍ سره مخ کېږي او بشپړ آزادي  به  د مسلمانانو په  برخه  وي.

وما ذلک على بعزيز
2013-12-09

ليکوال حارث ((حديد))

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x