افغانستان

حامد کرزي په ننګرهار کې د امریکايي ځواکونو بمبار وغانده

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لړم ۹مه، ۱۳۹۵ل): پخواني ولسمشر حامد کرزي د ننګرهار ولایت په شیرزاد ولسوالۍ کې د امریکايي الوتکو په بمبار کې د ملکي خلکو وژنه غندلې ده.

د تېرې جمعې په شپه امریکايي ځواکونو د ننګرهار ولایت د شیرزاد ولسوالۍ په مرکيخیلو سیمه کې د مشهور دیني شخصیت «محمد عالم» په کور چاپه واچوله، کله چې په سیمه کې د طالبانو له مقاومت سره مخ شول امریکایانو په کلي بمبار وکړ چې له کبله یې د یوې ښځې په ګډون څلور کسان ووژل شول او د ښځو او ماشومانو په ګډون تر ۳۰ زیات کلیوال ټپیان شول.

پخواني ولسمشر حامد کرزي په هغو تلفاتو اندېښنه څرګنده کړې چې په یاد هوايي برید کې ولسي خلکو ته اوښتي دي.

هغه د جګړې په ښکېلو خواوو غږ کړی چې د ملکي خلکو مصونیت ته پاملرنه وکړي. نوموړي دغه ډول بریدونه «غیر مسولانه» بللي او زیاته کړې يې ده چې ښه عواقب به ونه لري.

پخوانی ولسمشر حامد کرزی په داسې حال کې د امریکا هوايي بمبار غندي چې اوسني ولسمشر اشرف غني لا هم د نورو ورته پېښو په شان د امریکا د دغه هوايي برید په اړه هیڅ غبرګون نه دی ښودلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
khushal

غنی ( غویی ) بربنډ لغړ او خرزی یوه پرتوګ ایستلی غلامان دی، دا چه غنی د دی مظلوم اولس په وژلو بی عزته کولو او کډه کولو خوابدی خو پریږده خوشاله دی د کرزی د حکومت به اوله دوره کی تر دی زیات وحشت شتون درلود کرزی هم د غنی په شان خوشالی شودله، په دوهمه دوره کی د بادارانو په تجویز یی د اشغال ضد هغه او دغه څو مخیزی ناندری پیل کړی همدغه کار به اشرف غنی د جمهوری ریاست په دوهمه دوره کی کوی ، په دی معنی چه له دجاله یی څه تر لاسه کول… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x