افغانستان

د طالبانو انټرنیټ ادرسونه له منځه وړل شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لړم ۹مه، ۱۳۹۵ل): د طالبانو هغه ویب پاڼي او ټولنیز ادرسونه چې د هغو له لاري یې په ورځني شکل انځورونه، ویډیوګاني او خبرونه خپرول، د تیرو درو ورځو راهیسي بند دي.

د طالبانو د ویب پاڼي پخوانی ادرس کار نه کوي او نه هم په ټویټر کې د ذبیح الله مجاهد او نورو طالب پلوه اکاونټونو درک  لګیږي.

نن ټکی اسیا ته ذبیح الله مجاهد خپل د نوي اکاونټ په رالیږلو سره ویلي چې زوړ اکاونټ یې «خراب کړل شو»، خو نوموړي نه دي ویلي چې زوړ اکاونټ یې چا او ولي ورته خراب کړی.

ددې تر مخه نن ټکی اسیا هڅه وکړه چې د طالبانو رسمي «الاماره» صفحه وګوري، خو په مختلفو وختونو کې د کتلو سربېره دغه صفحه نه خلاصیده.

کله چې نن ټکی اسیا د طالبانو فرهنګي کمیسون ته د نیژدو سرچینو څخه د وجه پوښتنه وکړه، نوموړي وویل چې له تیرو څو ورځو راهیسي د طالبانو سایټونه او ټولنیز اکاونټونه تر سخت بریدونو لاندي دي، چې له امله یې ډیر اکاونټونه بند شوي او د انټرنیټ صفحه یې هم لمنځه وړل شوې ده.

نوموړي وویل چې پر تازه ویب پاڼي کار روان دی، که چیري زوړ ادرس تر لاسه نه شو، نو دوی به ډیر ژر نوی ادرس اعلان کړي.

باید وویل شي چې په دې وروستیو کې طالبانو په خپل فرهنګي فعالیت کې د پام وړ بدلون راوستلی، د جګړو ساحو ته یې خپل خبریالان لیږلي او همداسي د خپلو بریدونو عکاسي یې په ډرون کامرو پیل کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اسلم شملزی

په رښتیا هم دطالبانو پرمختګونه کله یرغلګر اودهغوی ګوډاګیان کله زغملی شي خو ان شاء الله دالاماره ویب پاڼي همکاران هم ښه تېز دي که څه هم دګوتوپه شمارخلک دي خو کارونه یې دډيرو خلکو دي له یوه مي پوښتنه وکړه ویل یې دغه پاڼه باندي اوس کار روان دی http://www.alemara1.net که کوم څوک یې په پاڼه خبرونه غواړي نو اوس یې هم پیداکولی شي که څه هم ویل کیږي چې په پاڼه یې کار روان دی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x