
سیګار: د تېر کال په پرتله سږ کال د دولتي ځواکونو مرګ ژوبله زیاته شوې
نن ټکی اسیا (یکشنبه، لړم ۹مه، ۱۳۹۵ل): په افغانستان کې د امریکا د مرستو او لګښتونو د څار اداره «سیګار» وايي چې سږ کال د دولتي ځواکونو د مرګ ژوبلي کچه تر تېر کال هم زیاته شوې.
په یوه تازه راپور کې چې د سیګار له لوري نشر شوی، په کښي ویل شوې چې تېر کال ۲۰۱۵ د دولتي ځواکونو لپاره تر ټولو خونړی کال وو، ځکه چې په دغه کال د امنیتي ځواکونو ۵۰۰۰ عسکر ووژل شول او ۱۵۰۰۰ زیات نور ټپيان شول خو سږ کال ۲۰۱۶ کې یوازي د اګست تر میاشتي د مړو شمېر ۵۵۲۳ عسکرو ته رسیدلی او تر نهه نیم زره زیات نور ټپيان شوي دي.
د سیګار مشر جون سوپکو په خپل راپور کې ویلي چې د امریکا د بیا رغوني هڅو او د امریکا په ملاتړ را منځته شوي دولت ته په اوس وخت کې تر ټولو ستره ننګونه د طالبانو وسلوال مقاومت دی.
باید وویل شي چې د دې تر مخه د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان جنرال نیکولسن هم د دولتي عسکرو په لیکو کې د زیاتي مرګ ژوبلي خبر ورکړی وو او ویلي وه چې د دغه ځواکونو د قوماندې په کچه ستونزي ددې ستري مرګ ژوبلي سبب ګرځي.
د کورنیو چارو وزارت د سیګار د راپور په اړه څه نه دي ویلي خو د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري دا راپور رد کړی او ویلي چې مرګ ژوبله زیاته ده خو دومره هم نه ده.
نوموړي وایی: «د تېر کال په پرتله مرګ ژوبله زیاته ده خو لا د ۵۰۰۰ شمېرې ته نه ده رسېدلې.»
د سیاسي چارو کارپوه او د کابل پوهنتون استاد فیض ځلاند تېره ورځ په یوه تلویزوني خپرونه کې وویل چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د اساسي قانون پر خلاف د اوسني ادارې ګډ بنسټ د همدې لپاره ایښی چې د افغانانو وینه ډیره وبهیږي، امنیت خراب شي او فساد زیات شي.
نوموړي وویل چې د ناکامیو پټولو په خاطر د ګډحکومت جګپوړي چارواکي یو د بل پر خلاف نمایشي څرګندوني کوي تر څو د خلکو ذهن د اصل ستونزي څخه واوړي.
بل خوا په کابل کې یو شمېر نور سیاسي کارپوهان او د ولسي جرګې غړي په دې اند دي چې د ګډحکومت د چارواکو تر منځ اختلاف د عسکرو مورال کمزوری کوي او د هغوی د زیاتي مرګ ژوبلي سبب ګرځي.