هردم شهيده- ليکوال: صديق الله بدر

دا هم د ۲۰۰۹ کال خو د جولای د میاشتې د يوه دردوونکي ژوند کيسه ده.

کله کله د خبرو او مرکو لپاره د ځينو مشرانو او استادانو پیدا کول هم سخت وي. نوم يې نه اخلم، له ډېرو ټلفونونو وروسته د شنبې په ورځ د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د دري څانګې له يوه درانه استاد نه د سه شنبې په ورځ په دوو بجو د مرکې وخت واخست.

په همدې ورځ څه کم دولس بجې مې ورته زنګ وواهه، چې په دوو بجو د ادبیاتو پوهنځي ته ځان رسوم. خو استاد وویل: وبښه! هېر مې شو، چې خبر درکړم، زه پوهنتون په يوولسو بجو له پوهنتون نه ووتم، درس مې نه درلود. که څه هم چرت مې ډېر خراب شو، خو مجبوریت او کار هم کم غم نه وي؛ ورته مې وويل: خير سبا ته به درشم.

هغه راغبرګه کړه: نه! بله اوونۍ به سره وګورو، ما سبا او بل سبا رخصتي اخستې. خدای پاماني مې ورسره وکړه او په دې چرت کې شوم، چې اوس به څه کوم. تر څه سوچ وروسته اندېښمن ځاځی راپه یاد شو. هغه په شمشاد ټلويزيون کې د څوک ګرم دی؟ يوه خپرونه درلوده، چې په هغه کې يې د جنګ ځپلو خلکو او کورنيو حال انځوراوه. زړه راته وويل، راځه د پاڼې رنګ بدل کړه، د لویانو او استادانو پیدا کول هسې هم سخت دي، هغوی پرېږده او د بیچاره او بېوزلو کوډلو ته سر دننه کړه. ټلفون مې راواخست او اندېښمن ته مې زنګ وواهه. راته يې وويل، چې دفتر ته دې لږ څه نږدې سرای هراتی ته ورشه، هلته ډېر داسې خلک به وګورې. کور يې ودان د سرای هراتي د کیل ګذر ټلفون شمېره يې هم راکړه.

تر تېرمازیګره د هغه ټلفون بند و. کله مې چې ورسره خبرې وکړې ويې ویل، چې د سیمې د بريښنا ستونزه کې راګیر و. سبا سهار په لسو بجو وعده راسره کېښوه.

پوره لس بجې په سرای هراتي کې د وکیل په خبره د يو درملتون مخې ته له خپل عکاس ملګري نجیب مسافر سره له موټر نه ښکته شوم. درملتون عمومي سرک ته نږدې و، خو لږ څه وړاندې، چې کتل مو يوې او بلې خوا وړې او نرۍ کوڅې ښکارېدې. له دې کوڅو لکه چې ټولې اوبه همدلته راوتې. يو ډنډ و او مچانو غوبل. موږ درملتون ته ننوتو. ځان مې وروپېژاند. درملتون لکه، چې د وکیل ګذر د ورور و. ناست سړي تود روغبړ راسره وکړ او ويې ويل، چې وکيل صاحب به اوس راورسي. پنځه دقيقې نه وې تېرې، چې وکیل خلیل الله درملتون ته راننوت. هغه راته ټینګ شو، چې غرمه نږدې ده، اول به د دوی په کور کې، همدلته نږدې چېرته ډوډۍ وخورو او بیا به يوې داسې کوډلې ته ورشو، چې شپې شپې نهر څملي. ورسره مو ونه منله، خو چای په زوره راباندې وڅښه. له درملتونه په وتو په نریو کوڅو ورسر شو. نیم ساعت مزل مو وکړ. ډېري کورونه په تنظیمي جګړو کې په راکټونو لګیدلي وو. ترپايه کوم روغ مو تر سترګو نه شو.

ټكنده غرمه وه، چې د سيمې د وكيل په ملتيا د زرين تاجې د كوډلې ور مو وټكاوه. د وره له شا نه چا پوښتنه وكړه: څوك يې؟

د وكيل له غږ سره، چې ويې ويل زه يمه، ور خلاص شو او يوه ۵۰ كلنه مېرمن، چې د روزګار د سختيو نښې يې پر وچولې څرګندې وې موږ ته ستړي مشي راكړه او د هغې له بلنې سره وكيل مخته او موږ ورپسې كور ته ننوتو. زرين تاجه له خپلو دريو بچيانو: دوو دولس او ديارلس كلنو زامنو او اووه لس كلنې لور سره يوازې په دغه كوډله کې د ژوند سره لمر ته ناست او په خولو كې ډوب دي.

حويلۍ ښه پراخه وه، له وره سره د خسكي توتو يوه غټه ونه وه، چې څانګې يې پر حويلۍ يو څه سيورى خور كړى و. په بر كنج كې يې له ماتو پخو او خامو خښتو او وړو تيږو دوې وړې كوټنۍ تر سترګو كېدې، چې په خسو او خځلو پوښل شوې وې. دوه درې چرګو او يوه ګله چرګوړو په حويلۍ كې شور جوړ كړى و. توړۍ دننه كوټنيو ته وبللو خو موږ ټينګار وكړ، چې د توت د ونې سيوري ته كينو. هغه هم موسكۍ شوه او ويې ويل: (( هو، زړګى مو قربان شم، ستاسو خبره سمه ده، هسې نه په كوټه كې مو رانه ګرمي ونه وهي.))

هغې په يوه منډه يوه زړه كمپله راوخيسته، پر هغه يې يوه زړه خو پاكه توشكه هواره كړه او بله توشكه يې د توت د ونې لاندې هواره كړه. كله، چې كېناستو وكيل صاحب زه او زما ملګرى عكاس مسافر صاحب هغې ته وروپېژندو او ويې ويل، چې موږ غواړو د هغې د ژوند كيسه واورو او بيا يې پخپله مجله كې چاپ كړو.

زموږ تر ډېر ټينګار وروسته، د هغې سترګې اوښكې اوښكې شوې او كرار كرار يې د خپل ژوند كيسه د خپل خاوند له شهادته پيل كړه: (( زړګى دې قربان شمه، دا د لس دولس كاله پخوا كيسه ده، زما خاوند، كراچيوان او په مزدورۍ پسې روان و، چې په كوټه سنګي كې په يو راكټ ولګېد او شهيد شو. هغه په كراچۍ باندې پياز، كچالان او روميان خرڅول. خاوند، چې مې په راكټ ولګېد، زما خو  څوك نه و، بچيان مې واړه وو، همسايګانو راوست او همدوى شخ كړ، هيڅ ځاى يې روغ نه و پاتې. اعيالونه سر او نيم سر راته پاتې شول. ما د نورو په مزدورۍ هغه رالوى كړل او نن پرې سبق وايم. زه د نورو مزدوري كوم، د خلكو كالي مينځم. يوه پېغله لور مې ده، چې تمامه ورځ د نورو كالي مينځي او مزدوري كوي، يو څو روپۍ ګټي. د خداى مال او ستاسې مرئيان دي، دوه زامن او يوه لور لرم، چې لوركۍ مې د اوولسو كلو، مشر زوى مې ديارلس كلن او بل يې دولس كلن دى، چې دا ټول مې په خوله كې نيولي او د نورو په نويو زړو يې لويومه. له خپلوانو څخه هيڅوك مې لاسنيوى نه كوي. په خداى دې باور وي، په ما نه، چې په وړمه شپه اولادونه مې وږي تږي پريوتل، ډوډۍ مو نه درلودله.))

دې سره غريو ونيو او ډېره شېبه يې وژړل. موږ ټول غلي وو او د پوښتنې كولو وسه مو نه وه. خو يو دم لكه څه اميد يې، چې زړه ته لاره كړې وي، وويل: (( خو خداى مهربانه دى، مشر زوى مې اوس په اووم صنف كې دى، هغه ديارلس كلن دى. يو څه عمر يې ژاولې او پلاستيك خرڅول، دا څه موده كېږي، چې يوه مستري خانه كې مې اچولى، هغه ورته هفته كې پنځوس روپۍ وركوي. لوركۍ مې له دې ځايه خوشال خان ته ځي او هلته د خلكو كالاشويي كوي او خونې پاكوي، چې په مياشت كې درې څلور سوه روپۍ ورکوي، يوه نيمه ورځ، چې كا ر نه وي ټوله ورځ خپل سبقونه وايي. له مكتبه چې راشي وارخطا كالي بدلوي او ځي خپل كار ته. هلته د يو ډاكتر كور كې كار كوي. دا څو ورځې بيخي په كار ستړې ده، وايي، چې هلته څوك خارجي ميلمانه راځي او د کور په صفایي سخته په صفايي ستړې ده. كله كله چې كار يې نه وي نو بيا په موږ هغه ورځې ډېرې سختې تېرېږي او د خوراك لپاره مو څه نه وي.))

هغې خپله زړه او څو ځايه پيوندي خو اوږده لمنه لږ څه وېړه کړه: (( د نورو زړې جامې مو په تن دي، بس همدغه زموږ ژوند دى.))

هغې په حويلۍ كې چرګانو ته اشاره وكړه او ويې ويل، چې د دې چرګانو په ساتنه او په هګيو يې هم خپله ګوزاره كوي: (( اعيال مې بهر وځي، كاغذونه او خځلې راټولوي او پر هغه ديګ كوو او د ژمي يې په بخارۍ كې سوځوو. اكثر ژمي له يخه ترسهاره خوب نه راځي. سهار بيا كه لمر وي هغه ته ځان تودوو. په اوړي كې بيا د يو ګيلاس سړو اوبو تنده مو ځپي.))

هغې وويل، چې پخپله له كندهاره ده، خسرګني او پلارګني يې شته، خو هيڅوك يې هم پوښتنه نه كوي: (( بې كس و كويه هردم شهيده يم. خاوند مې د كندز و، د هغه يو سپين ږېرى پلار او وريرونه يې شته خو زما، چې غريبه يم پوښتنه نه كوي. خسر مې كله كله راځي او ژر بېرته ځي. خپل قريبان مې يو ورور او څلور خويندې مې درست په كندهار كې دي، چې ښه ښه ژوندونونه لري، خو دا څو كلونه يو پلا هم زما پوښتنې ته نه دي راغلي. هغوى ماړه او زه غريبه يم.))

دې خبرې سره، چې سترګې يې اوښكې اوښكې وې، وكيل ته وكتل او ويې ويل: (( خداى دې د دې وكيل عمر ډېر كړي، لكه كمربسته ورور داسې راته ولاړ وي او زموږ خدمت كوي، د خپل اعيال له خولې ډوډۍ باسي او موږ ته يې راكوي.))

هغې وكيل ته ډېرې دعاګانې وكړې او بيا تر لنډې چوپتيا وروسته يې غبرګه كړه: (( خاوند مې ډېر غريب و، اسمان يې تلتك او ځمكه يې نالۍ وه، هيڅ شى يې نه درلوده. هغه د يو ډګرمن نفر خدمت و، چې مور مې ورته كښينولم. زما شل پنځه ويشت كاله كېږي، چې په كابل كې اوسم. ورور مې غټ صاحب منصب و. له كندهاره، چې راغلو يوه مياشت دلته و بيا لاړو مزار ته، له مزاره چې بېرته راغلو ورور مې واده وكړ. همدا چې واده يې وكړ، ورينداره قبوله نه كړلو او زه او مور يې پسې راواخيستلو. مور مې له مجبوره دغه نفر خدمت ته كښېنولمه او خپله كندهار ته لاړه او زه يې يوازې پرېښودمه.))

زرين تاجه توړۍ يوه شېبه په سوچ كې لاړه او بيا يې لكه چې څه ورياد شوي وي وويل: (( رښتيا لور مې پنځه كلنه وه، يو اميد مې وكړ، چې ګوندې پلارګنى مې راباندې زړه وسوځوي، بس په دې اميد د مجاهدينو پخپل منځ كې د جګړو په شپو كې، يو پلا كندهار ته ولاړمه خو بېرته ژر راغلمه او تر اوسه دلې اوسم. خپل خپلوان مې په ما په دې كنډواله شرمېږي او نه راځي. يو اخښى مې د باغونو تجارت كوي، بل يې موټران لري او درې سره زامنو ته يې موټران ولاړ دي.))

همدا چې مې ترې وپوښتل، دا دومره موده چېرې او څنګه اوسېده، راغبرګه يې كړه:(( زه دا ټول كلونه په خوشال خان كې اوسېدمه. په سر كې هم له هغه ډګرمن سره اوسېدو، چې خاوند مې د هغه نفر خدمتي كوله، بيا چې جنګونه شول او خلك يو خوا بل خوا درپه دره شول، كله مې يوه وېرانه پاكوله او په كې اوسېدلم او كله په بله. تر هغه هلته واوسېدم، چې ويرانې هم راباندې ودرېدې او خلكو هلته آباديانې شروع كړې. بيا مجبوره شوم او له خپلو اولادو سره دلته سراي هراتي ته راغلمه او د وكيل صاحب په كمك دغه ځاى كې مو واړول.))

كله، چې له توړۍ نه مو رخصت واخيست، په لاره كې جمهوري رياست ته د ټولو كانديدانو په سوونو او زرګونو غټو غټو عكسونو كې، چې بلا پيسې به يې پرې وركړې وي او په كې موسكي موسكي وو، ما ته په كې په تت ډول د زرين تاجې توړۍ له اوښكو ډكې سترګې او غمجنه څېره انځورېدله.


تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.