اسلامي فتوحات: د اسلام سره د لوېديزيانو پرله پسې جګړې او دښمنۍ (۲)

ليکوال: عبدالمالک همت

دوهمه برخه – (لومړی برخه دلته لوستلای شئ)

څه اړيني څرګندوني:

له لويه سره خو حضرت محمدصلی الله عليه وآله وسلم د لوى څښتن د لارښووني سره سم ټول مشرکين، يهود، نصارا او ډول ډول کفار اسلام ته بلل او ټينګار يې کاوه چي دوى بايد ټول يو دين، يعني اسلام او د لوى څښتن وحدانيت ومني او له خپلو ناوړو او ناسمو باطلو عقايدو او منحرفو اديانو تېر سي. نوکله چي په دې هکله د اسلام د لومړيو مهالونو تاريخونه څه دقيق مطالعه سي، د اسلام سره د عربو د ټاپو وزمي او شاوخوا سيمو د عېسويانو تضاد او دښمني د شرک او يهوديت په پرتله نرمه ښکاري. بلکي د حضرت محمدصلی الله عليه وآله وسلم او مسلمانانو سره د ځينو عېسويانو خواخوږي څرګنديږي. لکه چي په ځينو روايتونو کي که يې اسناد د باور وړ وي، راغلي دي چي يو مهال حضرت محمدصلی الله عليه وآله وسلم په ديارلس کلنۍ کي د خپل اکا ابوطالب سره د شام په سفر تللى وو. په دغه سفر کي د عربو د ټاپووزمي د حوران په بصرى ښار کي چي د روميانو تر ولکه لاندي وو يوه عېسوي راهب جرجيس نومي چي لقب يې بحيرا وو په حضرت محمدصلی الله عليه وآله وسلم کي د پيغمبرۍ نخښي وليدلې او ويې ويل چي لوى څښتن هغه د رحمة للعالمين پيغمبر په توګه غوره کړى دى. دغه راز ورقه بن نوفل چي د جاهليت په دوره کي عېسوى سوى وو او په عبراني ژبه پوهېدى او انجيل او تورات يې مطالعه کاوه پر حضرت محمدصلی الله عليه وآله وسلمد نازلي سوي ملايکي جبرائيلصلی الله عليه وآله وسلمپه هکله وويل:”دا هغه ناموس دى چي لوى څښتن پر موسىصلی الله عليه وآله وسلمنازل کړى وو او په نبوت باندي د حضرت محمد صلی الله عليه وآله وسلم مبعوثېدل يې تاييد کړل“ .

دغه راز د حبشې عېسوي پاچا نجاشي مسلمانانو ته په ډېرو بدو شرايطو کي پناه ورکړه او حمايه يې کړل، اسلام يې راوړ او د مسلمانانو سره يې ډېري ښې او دوستانه اړيکي درلودې. بيايي يوه ډله عېسوي پوهان او مخور مدينې منورې ته د رسولصلی الله عليه وآله وسلمحضور ته ولېږل. کله چي هغه مبارک د «يس» سوره ورته تلاوت کړه د هغو سترګي له اوښکو ډکي سوې او پر هغه مبارک يې ايمان راوړ.

بيا چي د نجران د عېسويانو شپېته کسيز پلاوى چي ستر مذهبي شخصيتونه او سرداران پکښې وه مدينې ته ولاړى،رسول الله صلی الله عليه وآله وسلم ته يې د اونو پټوان او فرشونه په سوغات كي ور وړه. هغو تر مذاکرو وروسته جزيه وركول ومنل او د اسلام په پناه كي راغله. خو لكه چي تاريخونه څرګندوي نجران ته په رسېدو سره د دغه پلاوي ځيني غړي مسلمانان سول او وروسته په دغه سيمه كي اسلام په پراخه توګه خپور سو.او لږ شمېر عېسويان وه چي په اسلام مشرف نه سول.

دغه شان کله چي رسول اللهصلی الله عليه وآله وسلم د هغه مهال د مصر  عېسوي واكمن مقوقس ته ليک واستاوه. که څه هم هغه اسلام ونه مانه خو د رسول الله صلی الله عليه وآله وسلم ليك ته يې په ډېره درنه سترګه وكتل. هغه يې په خپل ټټر پوري ومښى او د پيل د غاښ په دبلي كي يې وساتى. بيا يې رسول الله صلی الله عليه وآله وسلم ته ډېر سوغاتونه د يوه طبيب سره ولېږل.

د لوى څښتن دې وينا ته پام وکړئ :

﴿ لَتَجِدَنَّ أَشَدَّ النَّاسِ عَدَاوَةً لِلَّذِينَ آمَنُوا الْيَهُودَ وَالَّذِينَ أَشْرَكُوا وَلَتَجِدَنَّ أَقْرَبَهُمْ مَوَدَّةً لِلَّذِينَ آمَنُوا الَّذِينَ قَالُوا إِنَّا نَصَارَى ذَلِكَ بِأَنَّ مِنْهُمْ قِسِّيسِينَ وَرُهْبَانًا وَأَنَّهُمْ لَا يَسْتَكْبِرُونَ (82)﴾[المائده : ٥:٨٢]

      ژباړه: ته به (اى پيغمبره!د خلکو سره په اړيکو کي او حق ته د هغو د بلني په ترڅ کي ) دا خبره هرو مرو احساس کړې چي (ستا او) د مسلمانانو سره په دښمني کي(له کفارو څخه)تر ټولو خلکو زيات سخت يهود او مشرکان دي.(دا ځکه چي يهود عناد ګر دي او له حق څخه انکار کوي او مشرکين د الله سره نور په خدايي نيسي) او دا خبره به هم احساس کړې چي (ستا او) د مسلمانانو سره په دوستي کي ډېر نژدې هغه خلک دي چي وايي موږ  نصرانيان يو. د دې لامل دادى چي په دوى کي ديني عالمان (د خپل دين په اړه پوهان او نورو ته د هغه ښوونکي) او زاهدان سته (داسي کسان پکښي سته چي د خداى عبادت ته يې ځانونه فارغ کړي او د دنيا او د هغې له شهوتونو څخه يې مخونه اړولي دي). (٥٦). دغه راز دا لامل هم دى چي هغوى (متواضعين دي د حق له منلو څخه سرغړونه او) لويي نه کوي.(البته دا هغه خلک وه چي د حضرت محمد صلى الله عليه وسلم پيغمبري يې قبوله کړه او ايمان يې پر راوړ).

نو د پورتني آيت مطلب خو ټول نصارا نه دي، بلکي لکه چي په تفسير قرطبي او نورو تفاسيرو کي وايي له دې څخه مراد نجاشي، د ده ملګري او پلاوى او نور پورتني غوندي واقعيت خوښوونکي نصارا مراد دي.

دلته دا خبره د سړي په زړه کي ورګرځي چي اصلاً خبره د ختيځ او لوېديځ تر منځ په اوږدمهالې جګړه او نه پخلاتوب کي ده. دغه عېسويان څنګه چي ختيزيان وه د خپلو ختيځوالو مسلمانانو سره جوړ راغله او د دوى په وړاندي يې له سرکښۍ څخه کار نه اخيست، خو لوېديځوال له يوې خوا پر ختيځوالو او د دوى پر مادي او معنوي شتمنيو باندي تل تېرى کوونکي او د هغو دښمنان پاته سوي دي او له بلي خوا د دوى په خټه کي عياشي، فحاشي، مادي پالنه، بت پالنه بې بنسټه فلسفي اندونه، تېري او واک او زبېښاک خوښونه او داسي نور اخښلي دي او د رشتياني دين پيروي، رشتينولي، تقوا او د لوى څښتن پر سمه لار تلل او حق ته غاړه ايښوول يې هيڅ نه خوښيږي. له دې امله دوى د اسلام سره چي د دې ټولو ناوړتياوو سره په ټکر کي دى نه دي جوړ او د عيسى عليه السلام دين يې هم د تاريخ د جبر له مخي هله ومانه، چي پولس غوندي د دغه دين دښمنو کسانو د دوى د خوښو او شهوتونو تابع کړ، د دوى ګټي يې خوندي کړې او د دوى سره د ناوړو چارو په تر سره کولو کي مل او ملګرى سو.

په دې توګه څرګنديږي چي د اسلام سره د پورتنيو لاملونو له مخي له هماغه پيله د لوېديځ او د لوېديزيانو د تابع او منحرف عېسويت دښمني پرته ده او تر اوسه پالل کيږي.

څه تاريخي څرګندوني:

د عربو له ټاپو وزمي څخه د باندي د مسلمانانو د فتوحاتو په اړه په لومړنيو عربي ماخذونو کي لوېديځ يا اروپا ته ”روم“ يا ”بني الاصفر“ ويل کيږي. له آره(له اصله) د روم ښار د لرغوني اروپايي نړۍ پلازمېنه د ايټاليې په زړه کي پروت دى. او ايټاليا د لرغوني روم د قدرت او عظمت زانګو وه.

تر ميلاد ديارلس پېړۍ دمخه د پخوانۍ منځنۍ اروپا ځيني اوسېدونکي د اوسنۍ ايټاليې په شمالي سيمو کي مېشت سول. بيا د مهالونو په تېرېدو سره په ايټاليا پوري نوري ډېري مځکي هم ونښلول سوې او په پاى کي د روم لويه سترواکي جوړه سوه. دغي سترواکۍ پر ټوله لوېديزه اروپا، سهيلي اروپا، شمالي افريقا او لوېديزي آسيا باندي واکمني چلوله. چي د نړۍ په تاريخ کي تر ټولو لويه واکمني بلل کيږي. په ٣٩٥م.کال ” ټئوډز“ نومي ټولواکمن تر مړيني دمخه هيواد د خپلو دوو زامنو”آرکاډيوس“ او ”هنريوس“  تر منځ ووېشى. په دې توګه دوې سترواکۍ رامنځ ته سوې: يوه د لوېديز روم ستر واکي چي د اوسنۍ ايټاليې په خاوره کي يې مرکزيت درلود. او بله د ختيز روم سترواکي چي د اروپا پر ختيزو او سهيل ختيزو او د آسيا پر لوېديزو برخو يې حکومت کاوه او مرکز يې د قسطنطنيې ښار ( د اوسنۍ ترکيې استانبول) وو.

په ٤٧٦م.کال د جرمنيانو د مزدورو سرتېرو يوه مشر ”اُډآکر“ نومي د لوېديز روم ټولواکمن له واکه راوپرځاوه او ايټاليا يې د ختيځ روم د ټولواکمن په نامه اداره کول. چي په دې توګه د لوېديز روم سترواکي د جرمنيانو د وحشي طوايفو لخوا دړي وړي سوه او پر څو هيوادونو ووېشل سوه. خو د ختيز روم سترواکى د ” بېزنتين “ په نامه تر پنځلسمي عېسوي پېړۍپوري دوام وکړ . په ١٤٥٣م.کال ترک فاتحينو را وپرځول.

په لوېديز روم کي څو رامنځ ته سوو هيوادونو چي جرمن سلطنتونه يې ورته ويل د بېزنتين ټولواکمن د واک سره څه غرض نه درلود. د روم پاپ اوس هم بېزنتين ټولواکمن د لوېديز روم قانوني ټولواکمن باله. د کليسا پر اسنادو به د بېزنتين ټولواکمن د تخت کښېنستو نېټه ليکل کېدل. خو عملا لوېديځ کوم ټولواکمن نه درلود.

د بېزنتين ټولواکمن جسټينين (Justinian) (٥٢٧ ـ ٥٦٥م.)  په خپل پېر کي د لوېديز سلطنت د سيمو د بېرته اخيستلو پرېکړه وکړه. له ٥٣٠م. کال څخه تر ٥٥٣م.کال پوري بېزنتيني پوځونو هغه ټولي سيمي فتح کړې چي په روم سمندرګي پوري نښتي وې. خو د فرينک او اينګلو سيکسن واکمنيو د فتح کولو موکه يې ونه موندل. د دغه جسټينين له پېر څخه د ختيز روم سلطنت بېزنتين سلطنت وګڼل سو. په دې توګه تر دې پېر وروسته د روم ( لوېديز لاتين ) سلطنت د بېزنتين ټولواکمنۍ يوه مفتوحه سيمه وګڼل سوه. تر دې دمخه ”روم“ پر ختيزو سيمو حکومت کاوه، خو اوس پر روم باندي د بېزنتين واکمنۍ حکومت ټينګ سو.

دغه الحاق هم لنډ مهالى وو. د جسټينين تر مړيني وروسته پر بېزنتين سترواکۍ باندي د روسي سيمو وحشي قومونو،”آوار“ (Aver) او ”سلاو“ (Slav) يرغلونه وکړل. له بله پلوه بېزنتين په آسيا کي د ايراني سلطنت سره هم په جګړو اخته سو. چي په پايله کي د اقتصادي وضعي د خرابۍ له امله دفاعي جګړو ته اړ سو او لوېديځ ته يې پام نه سواى اړولاى. د بېزنتين له کمزورئ څخه د ”لومبارډ“ (Lombard) په نامه يوې جرمنۍ قبيلې ګته واخيسته او پر شمالي ايټاليا يې ولکه ټينګه کړه او د لومبارډ سلطنت بنسټ يې کښېښود. د دې سلطنت د ټينګښت له امله فرينک سلطنت د بېزنتين له لاسه ووت. کېداى سوه چي په راتلونکې کي يو مهال بېزنتين د لوېديزو سيمو په ترلاسه کولو کي بريالى سوى واى، خو په دې منځ کي د اسلام سپېڅلى دين را منځ ته سو او د بېزنتين ټول پام يې خپل ځان ته واړاوه. په دې ترځ کي لوېديځ خپل ځان د تل لپاره له بېزنتين څخه آزاد کړ.

د لومبارډ او فرينګ په پيروۍ د لوېديځ نورو سيمو هم د بېزنتين جغ له اوږو وغورځاوه. په دې توګه د اوومي عېسوي پېړۍ په منځ کي هغه سياسي وحدت پاى ته ورسېد چي تاريخ يې د روم د سترواکۍ په نامه يادوي.( پورتنۍ څرګندوني د اسلام پيغمبر اسلام اور مستشرقين مغرب کا انداز فکرد ٢٤ او ورپسې مخونو او د البرماله د تاريخ رم څخه په استفاده وليکل سوې).

د روم د سترواکۍ د بېلو بېلو ښاخونو په هکله:

لکه چي دمخه مو وويل د عربو په لومړنيو ماخذونو کي لوېديځ يا اروپا ته ”روم“ يا ”بني الاصفر“ ويل کيږي. دا له دې امله دى چي د اسلام د څرګندېدو پر مهال په نړۍ کي دوې زبرځواکي واکمنۍ وي، يوه د فارس( ايران) او بله د روم واکمني.

د احاديثو په کتابونو کي د روم او بني الاصفرو سره د مسلمانانو د جګړو او د هغو د فضيلت په باب څرګندوني او د رسولصلی الله عليه وآله وسلماو صحابۀ کرامو ويناوي او يادوني راوړل سوي دي. په دې هکله يو روايت دى:

قال رسول الله صلی الله عليه وآله وسلم: «فارس نطحة أو نطحتان، ثم يفتحها الله، و لکن الروم ذات القرون، كلما هلك قرن قام قرن آخر ».

ژباړه: د فارس سره به ( ستاسي) يو ځل يا ( زيات تر زياته) دوه ځله نښتي وسي. بيا به يې لوى څښتن فتح کړي. خو روم به څو ښکره ولري( يعني روم به ستاسي په مقابل څو ښاخه ياڅو بېل بېل ځواکونه سي او ستاسي سره به جنګيږي ). کله چي يې يو ښاخ مات او له منځه ولاړ سي، نو يو نوى ښاخ په يې رامنځ ته سي.

د پورتني حديث په هکله بايد يادونه وسي چي د حامد کمال الدين په نامه يوه عالم په خپل ”روبه زوال امريکن امپائر“ نومي کتاب کي دغه حديث را اخيستى دى او خپل کتاب يې د همدې حديث پر بنسټ داسي ليکلى دى چي هغه روم او بني الاصفر د عربو د اصطلاح سره سم لوېديځ يا اروپا ګڼي. او ليکي چي روم يعني لوېديځ د اسلام سره په داسي جګړه اخته دى چي تر اوسه روانه ده.

واقعيت هم همدا دى چي تر ډېره مهاله د روم بېزنتين ځواک د خپلو عياشيو، فجايعو، ظالمانه واک، اقتدار او ښکېلاک د ساتني او دفاع په خاطر او د رشتيني اسلام او مسلمانانو له خطر څخه د ژغورني په موخه او د هغو د ختمولو په نيت د اسلام سره په جګړو بوخت پاته سوى دى. بيا د لوېديځ صليبي ځواکونه اروپا ته د اسلام د نفوذ د مخنيوي او د مسلمانانو د مادي او معنوي شتمنيو د لوټولو لپاره د مسلمانانو سره په اوږدو جګړو اخته پاته سوي دي. بيا د اسپانيې کفري ځواکونه د مسلمانانو سره په سختو جګړو او د هغو په ختمولو او بې رحمانه کړولو بوخت پاته سوي دي. بيا انګرېزان او دلوېديځ نور ډول ډول ځواکونه د اسلام د ختمولو او د مسلمانانو د ښکېلولو او د هغو د ډول ډول شتمنيو د لوټولو او د هغو له هيوادونو څخه  د ډول ډول ګټو اخيستنو په موخه د مسلمانانو سره په ورانوونکو او پرله پسې جګړو اخته پاته سوي دي، بيا امريکايان چي د خپلو رومي اسلافو غوندي د نړيوال سلطنت په لېونتوب اخته سوي دي د نورو لوېديزو ځواکونو په مشري د اسلام سره له ډېره وخته په جګړو لګيا پاته سوي دي،چي د همدې جګړو په دوام په دې وروستيو کي امريکا او نور لوېديځ ځواکونه د ترهګرۍ سره د مبارزې په پلمه د اسلام د ختمولو او د مسلمانانو د هيوادونو د لاندي کولو په موخه د مسلمانانو سره  په خورا زور او زوږ او هر اړخيزه توګه په سختو او بې رحمانه جګړو اخته دي.

د يادوني وړ ده چي د ”روبه زوال امريکن امپائر“ نومي کتاب ليکوال تر څېړنو او تحليلونو وروسته د رسول الله صلی الله عليه وآله وسلم د ځينو احاديثو په استناد او د امريکا او مسلمانانو د جګړو او شخړو اوسنۍ وضعي ته په کتلو سره دې پايلي ته رسېدلى دى چي اوس د روم د اوسني ښاخ ، يعني امريکا او لوېديځ او د دوى د ګوډاګيانو د نهايي او وروستۍ ماتي او زوال وخت را رسېدلى دى.

په دې هکله زموږ د څېړنو پايلي هم دادي چي امريکا نوره دغسي مغروره نه سي پاته کېدلاى. د زوال نخښي يې په رشتيا سره هم څرګندي سوي دي او داسي ښکاري چي لوى څښتن جل جلاله پتېيلې ده چي امريکا به هم د انګرېزانو او شورويانو غوندي په افغانانو له پارکاله اچوي. په دې هکله ”زموږ د دښمنانو تور تاريخ او شومي موخي“ کتاب په تېره په دې موضوع پوري د هغه اړوند مطالب مطالعه کړئ.

البته پورتنى حديث د احاديثو له کتابونو څخه مصنف ابن ابي شيبة، بغيةالحارث، المطالب العالية للحافظ ابن حجر العسقلاني، مسند الحارث، فيض القدير او زوائد الهيثمي را اخيستى دى. خو د احاديثو نامتو کره کوونکي علامه محمد ناصر الالباني په السلسلة الضعيفة او صحيح وضعيف الجامع الصغير کتابونو کي ضعيف بللى دى. اما د ”روبه زوال امريکن امپائر“ ليکوال د خپل کتاب د (١٤) مخ په لمن ليک کي وايي چي د حديث په سند کي څه ضعف سته، مګر څنګه چي د ملاحمو (سترو جګړو) له نورو احاديثو څخه د دغه حديث تاييد کيږي، نو ځينو علماوو، لکه شيخ سفر الحوالي، حامد العلي او نورو هغه ته اعتبار ور کړى دى.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د