د نن سرلیکنه

ظاهر قدیر او په توره بوړه کې د داعش د خلافت شاهدي – سرلیکنه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لړم ۹مه، ۱۳۹۵ل):  تیره ورځ ښاغلی ظاهر قدیر په ولسي جرګه کې یوځل بیا په ختیځ ولایت ننګرهار کې د داعش پر ځواکمن کیدو اندیښنه ښکاره کړه .

نوموړی وویل چې داعش په ننګرهار کې خپل مرکزونه تقویه کوي او که وتوانیږې له پچیر نه لیږ ورها خوا تورې بوړې ته ځان ورسوي نو زه پر دې شاهدې ورکوم چې هغوی به توره بوړه د خپل خلافت د مرکز په حیث اعلانوي.

د عراق په موصل ښار کې د داعش پر ځواکونو د امریکایانو او د هغوی د ایتلافیانو تر پراخ برید وروسته نړیوال او د منځني ختیځ شنونکي په دې باور دی چې یاد عملیات د داعش د له منځه وړلو په غرض نه ؛ بلکې له عراق په تیره موصل ښار څخه سوریې او د منځني ختیځ نورو سیمو ته د هغوی صادرول هدف دي.

داعشي پروژه چې په کال ۲۰۱۴ کې د ځانګړو اغراضو لپاره ایجاد شوې په عراق کې یې د کاري صلاحیت تر پایته رسیدو وروسته نور له دې هیواد څخه د منځني ختیځ بیلابیلو سیمو ته د انتقال ضرورت لیدل کیږي.

که ریښتیا نن امریکایان او د هغوی غربي او داخلي ایتلافیان په عراق کې د داعش د له منځه وړلو او یا له دې هیواد څخه د هغوی د شړلو توان لري نو ولي یې دا کار دوه کاله وړاندې نه کاوه چې داعش نه د اوس په څیر د عراقي پوځ په وسلو مجهز و او نه يي هم د عراق د پترول لرونکو سیمو په لاندې کولو سره دومره اقتصادي توان درلود ؟

په سوریه کې د بشار الاسد په ملاتړ د روسانو پوځي پله درنه ده ، امریکایان غواړي هلته خپل موثریت ثابت کړي همدا وجه ده چې داعش جګړه مار له موصل څخه په سوریه کې د خپل خلافت مرکز رقې ښار ته په شړلو مجبوروي تر څو هلته د امریکا په ګټه د روسانو په مقابل کې د جګړې معادله ورباندې مساوي وساتل شي.

امریکایان چې په کوم هیواد کې د مداخلې اراده وکړي وار تر له مخه هلته د بي ثباتي عوامل برابر کړي ، داعش د نړیوالې بي ثباتي لپاره تر ټولو موثره پروژه ده چې امریکايي نفوذ او مداخلې ته لاره پرانیزي.

همدا وجه ده چې اوس به په عراق کې مستهلک شوي داعشیان د سیمې د بي ثباتې لپاره دعراق ګاونډ په خاص ډول افغانستان ته ایکسپورټ کیږي او دلته مخکې تر مخکې د ظاهر قدیر او حنیف اتمر په څیر ښاغلي د دغې تخریبي پروژې د پلي کوونکو په حیث ټاکل شوي دي.

که څه هم چې ښاغلي قدیر په ښکاره په افغانستان کې د داعش د مخالفت جنډه پورته کړې خو په واقعیت کې دی او د اعش داوړه له یوې سرچشمي خړوبیږي او له یوه جهت څخه دواړو ته په شریکه د هیواد په تیره د ننګرهار د بي ثباتي دستور ورکول کیږي.

په غور ولایت کې د ۳۶ ولسي وګړو معمايي ډول وژنه او بیا د هغو د وژلو پړه پر داعش ور اچول او همدا راز د ظاهر قدیر لخوا توره بوړه د داعش د خلافت مرکز اعلانول ټول د افغانستان د بي ثباتي لپاره هغه امریکايي پلانونه دي چې په یوه او بل نوم یې دلته د نیابتې جګړې د دوام په غرض پلي کوي.

وبه ګورو چې په ننګرهار او د هیواد په نورو سیمو کې امریکايي یرغلګر دا ځل د داعش د ځپلو په پلمه د څومره نورو ولسي افغانانو وینې تویه وي؟

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
خپلواک

مونږ به هماغه ( چه قدیر د لمړی ځل د پاره ننګرهار کی د تش په نامه داعشیانو مقابلی اعلان وکړو او داعش یی د معصوم او اتمر پوری وتړله ) په دی پرله پسی ارزونی ولیکلی چه : قدیر ولی د دی دندی د پاره غوره شو ، ننګرهار ته د داعش د مقابلی د باره نه بلکه د داعش د جوړولو یا داععشیانو ته د طالبانو به مقابل کی د مرستو رسولو دپاره تللی وو دا هغه وخت دی چه طالبانو به زابل کی د داعشیانو ( مجاهد نما اربکانو ) ځاله ورانه کړه ، غوښتل یی چه… نور لوستل »

سوله

مولا د دمولا پیس شروع دی ، ننی داعشیان دپرون ورځی جنتیا ن ول ځکه چی طا لبانو سره ول، کله چی د طالب په نظام کی قتلونه کوی بیا یی جا سو س مړ کړی وی خو کله چی بیا طا لب ما ما وژنی بیا نو دامریکایانو پروژه ده ، که داغش دامریکا پروژه ده نو طالب داچا پروژه ده، ځکه که امریکا دطالب نظام چی هم یی عسکر لره هم یی وزیر لره ، هم یی شنا خت لره په لسو ورځوکی دټول افغانستان څخه ټول کړل ولی چی هیڅ پیاده عسکر ورسره نوه خو څوارلس کا… نور لوستل »

khushal

دا چه د هر چا غلامی کوی او هر ایزم کی رنګ شوی ستا خوښه، د ترکی ، امین ، نجیب ، کارمل ، کرزی او غنی په شان برخه لیک به لری، دا ستا خوښه ده ښه او که بد غوره کوی انسان په دی خپلواک خلق شوی چه دالهی ازموینی لاندی دی مګر زه دا وایم چه د اسلام یو نوم (( سوله )) ده ، له سولی غیره بل نوم ځانته غوره کړه چه ستا د فطرت تقاضا پکی خوندی او نغښتی وی، دغه د سولی نوم دی داسی معنی لری لکه ستاسی نور ملګری چه نجیب… نور لوستل »

سوله

وروره ما پورته څه لیکلی او تا څه لیکلی. زما په لیکنه کی داتفاق او هغو ټکو ته اشاره شوی چی ټول خقیفت لری.ما لیکلی که داعش دامریکا پروژه ده نو طا لب دچا پروژه ده ولی دی په یوی لیکنی ملحد کړیم خو استا هم فکره خلک یو مسلمان چی جیب کی یاسین شریق وی ګیره او قواره یی په سنتو برابر وی وژنی هغی ته مجا هد وی. ما ویلی چی زه په انجنری کا فر خو ملا صا حب په امریکا یی په ستلایت جنتی دی. ما لیکلی چی ننی داعش پرون جنتی وه ولی نن کا… نور لوستل »

افغان

سولی خوری سلامونه می ومنه ! که تاسی ورور یاست سوله خو ښځینه اسم دی، د سولی په ځای بل مستعار نوم خوښ کړه، خدای وکړه چه زما دا خبره تا له مونږ څخه خوابدی نه کړی . په هر صورت ، مونږ ستاسی دواړه تبصری او د خوشال ورور تبصره چه ستاسی د لمړی تبصری په اړه یی لیکلی وه ولوستله . که د هغه او ستاسی تبصری تاسی یوځل بیا ولولی او هغه رنګه عینکی له سترګو لیری کړی په خپله به قناعت وکړی هغه ستا اولی تبصری ته ستاسی د قناعت د پاره ډیر ښکلی ځوابونه لیکلی… نور لوستل »

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x