نظــر

په امنیتي تړون کې دافغانانو کومې ګټې تضمین دي؟

د کرزي او امریکا ترمنځ د امنیتي تړون په اړه د مشورتې لویې جرګې له جوړیدوسره سم خبرونو او بحثونو زور اخیستی.

یوشمیر هغه رسنۍ چې په افغانستان کې د امریکايي اشغال ترسیوري لاندې ایجاد شوې او د هغوئ په مالي مرستو تغذیه کیږي د دغه تړون په پلوي خپرونې کوي،هغه د افغانانو لپاره ضرورت او د هغوئ په ګټه تړون بولي

مونږ غواړو دلته د امریکایانو د هغو استراتیژیکو اهدافو په اړه چې دوئ یې د همدې تړون په زریعه ترلاسه کول غواړي لیږ رڼا واچوو او همدارز د هغو اقتصادي لګښتونو په اړه چې دوئ په افغانستان کې د خپل اشغال د تحکیم لپاره   دمالي مرستو ترعنوان لاندې کړې او یایې له دې وروسته کوي یوڅغلنده نظر وکړو

د امریکا مالي مرستي او دهغوئ په نظرکې نیول شوي اهداف

سپینه ماڼې دنړۍ له هغو هیوادونوسره چې دامریکا ترحمایت لاندې اويا دهغوئ دمرستو اړ دي د مالي مرستو ځانګړې اداره لري . دغه اداره د امریکا د نړیوالې ودې د پراخوالې أژانس United States Agency for International Development (USAID) نومیږي چې په کال ۱۹۶۱کې د امریکي د هغه مهال ولس مشر جان کینډي لخوا تاسیس شوې او هرکال له معینو هیوادونوسره خپلې ټاکل شوېې مرستې کوي .

دغه اداره که څه هم چې له تشکیلاتي اړخه یوه مستقله ادار ده خو د هغې هرډول مرستې په مستقیم ډول د امریکا د جمهوري ریاست ، خارجه وزارت او کانګریس تر توجیه او لارښونې لاندې د هغو هیوادونو لپاره په پام کې نیول کیږي چې همدغه دری واړه یادشوي مراجع له هغوئ سره دمرستې پریکړه وکړې ، اودغه مرستې هم دهغو مشخصو اهدافو او پلانونو دترسره کولو په غرض تر سره کیږي چې د امریکا دجمهوري ریاست ،کانګریس او وزارت خارجه لخوا پلان شوي وي .

له افغانستان سره د امریکا پخوانۍ مرستې چې امریکایان یې له افغانانو سره مرستې بولي خو په حقیقت کې هغه د دوئ د پوځي او استخباراتي فعالیتونو د عملي کولو لګښتونه دي د همدې ادارې ((USAID لخوا ترسره شوي او راتلونکې هغه به هم د دې امریکايي ادارې د پلانونو اوتګلارې مطابق تر سره کیږي .

د افغانستان د اشغال له پیل نه تراوسه پوري د امریکا لخوا هرکال د افغانستان لپاره ۱۱۰ملیارده ډالره کلني بودیجه ټاکل شوې چې د امریکايي ځواکونو لخوا دهغوئ د پلانونو مطابق په مصرف رسیدلې.

هغه لګښتونه هم په دغو مرستوکې شمیرل کیږي کوم چې د تیرو دولسوکلونو په جریان کې د امریکايي پوځي الوتکو د الوتنې او همداراز د هغوئ دپوځي نقلیه وسائطو په تیلو او ترمیمولوکې لګیدلي .

دا خو ښکاره خبره ده چې د افغانستان په فضاکې د امریکايي الوتکو پروازونه او د هغوئ د نقلیه وسائطو حرکات   ټول د افغانانو د وژلو ، د هغوئ دکورونو د ورانولو او د هغوئ د پاتې اقتصادي زیربنا د تخریبولو په غرض ترسره شوي.

مانا داچې امریکایان زمونږ د کلیو ورانول ، زمونږ د هیواد والو شهیدانول   او د هغوئ بندیانول هم په مونږ باندې دمرستو په نامه حسابوي او اوس بیا بیا داخبره تکراروي چې که له هغوئ سره امنیتي تړون لاسلیک نشي نو هغوئ به خپلې مرستې !!!قطع کړي .

د امریکایانو لخوا چې په تیرو ۱۲کلونوکې کومې مرستې په ملکي برخه کې شوې هم هغه د دوئ دپوځي چارواکو ( پي ،آر، ټي ) تر نظارت لاندې د هغوئ د پوځي پروګرامونو لپاره د زمینه سازي په خاطر ترسره شوې .

دهمدغو مرستو ټوله برخه   په پلاني ډول د اداري فساد ، اختلاس او نورو اجتماعي انحرافاتو د خپراوي لپاره لګیدلې او تر اوسه پوري د ټول افغانستان په سطحه داسې بیلګه څوک نشي وړاندې کولای چې یادې مرستې   دې په اهمو زیربنايي پروژو په سمه توګه مصرف شوې وي.

افغانان او س هم حتی د کابل په ښارکې دژوند اساسي اړتیاوو ته لاس رسی نه لري ، د ارګ په څو کیلو متري کې د تګ راتګ عمومي واټونه ، خراب ، د کابل ښار په ډیره برخه کې بریښنا نامنظمه ، د څښاک اوبه او دژوند نورې اسانتیاوې ښاریانوته نه دي برابري ، فقر ، بیکاري   او نیستي خپل اوج ته رسیدلي .

داخو دکابل ښار وضعیت دی چې دامریکا په شمول دنړیوالې ټولنې د ۴۸هیوادونو مالې مرستې ورته را روانې دي ، له کابل نه بهر کلیوالو سیمې په تیره جنوبي او جنوب لویدیځ ولایتونو خو د بیا رغونې او ابادي په نوم څه پیژني هم نه .

ښه نو کله چې د امریکایانو د سلګونو ملیاردونو ډالرو دترسره شویو مرستو په صورت کې د افغانستان دپلازمینې کابل دغه حال وي ، نو په راتلونکي کې چې د امریکایانو د مرستو ټول تمرکز دهمدغه امنیتي تړون له مخې یواځې په پوځي مرستو وي افغانانوته به دهغوئ څه ګټه ورسیږي ؟

کوم نظام چې د امریکایانو په مرسته اوس ایجاد شوی او یاله دې وروسته   د امریکايي انتخاباتو په ترڅ کې راځي دهغه اساس په فساد ، اختلاس او بډو وضع شوی ، همدغه فاسد نظام خپله دا مریکایانو په اعتراف د نړۍ په کچه تر ټولو لومړی درجه فاسد نظام ګڼل کیږي ،تراوسه هم   د امریکایانو په دستور د همدغه نظام دمافیاي شبکو لخوا له افغانستان سره په سلګونه میلیارده ترسره شوې مرستې غلا شوې له دې وروسته به هم کیږي ، ولس به تري هیڅ ګټه نشي کولای .

د امنیتي تړون امنیتي زیانونه

مونږ مخکي وویل چې امریکایان اصلا په دې فکر کې نه دي چې د هغوئ په مرستو دي عام افغانان هوسا او د ښه ژوند څښتنان شي ، هغوئ چې تراوسه د مرستو په نامه له افغانانو سره څه کړي هغه په حقیقت کې د هغوئ د اشغال د ټینګښت لپاره اقتصادي لګښتونه دي چې په افغانستان کې په یو لړ داسې پروژو لګیدلي چې هغه په پوځي ، تبلیغاتي او فکري لحاظ دا امریکایانو په ګټه دي اوس چې هغوئ د امنیتي تړون په لاسلیکولو ټینګار کوي هم غرض یې خپل یولړ خاص استراتیژیک اهداف دي چې هغه په هیڅ ډول د افغانانو په امنیت پوري اړه نه لري بلکې د هغوئ په وسیله د افغانانو امنیت لا تر تهدید لاندې راځي .

امریکایان غواړي د همدغه امنیتي تړون له لارې په افغانستان اوسیمه کې امریکايي نفوذ ته لاره هواره کړي ، هغوئ غواړي په افغانستان کې د خپلو (۹) دائمي اډو په وسیله په افغانستان او منځنۍ آسیاکې د خپل اقتصادي او سیاسي رقیب چین د نفوذ مخنیوی او د ایران د هستوي ځواک د مراکزو څارنه وکړي ، چې دغه ټول اقدامات یواځي د امریکايي مصالحو د تحقق په غرض ترسره کیږي او افغاني لوري ته یې تر محتملې ګټې یقیني تاوان ډیر زیات دی ؛ ځکه په دې سره به د امریکا سیمییز مخالفین حتما په مقابل اقدام لاس پوري کوي او په نتیجه کې بې افغانستان د سیالو قوتونو ترمنځ د پوځي سیالۍ ډګر ګرځي او د لسو کلونو لپاره به نورهم دلته د جګړې اور د افغانانو په سر بلیږي .

ترهرنامه لاندې چې وي په افغانستان کې د امریکایانو موجودیت په دغه هیواد کې د جګړې د اور دتازه ساتلو په معنادی ؛ ځکه نه افغانان دیته تیاردي چې په خپلواک افغانستان کې دې بهرني یرغلګر ومني او نه د افغانستان ګاونډیان په خپل ګاونډ کې داسې ځواک زغملی شي چې هغه دي د دوئ حرکات او پوځي مراکز تر څارنې لاندې ولري .

بس نو له یوې خوابه   افغانان له خپل هیواد څخه د دفاع په روحیه له امریکایانو سره په جګړه وي او له بلې خوابه ګاونډیان   دخپلو حریفو امریکایانو دټکولو او تخریبولو لپاره   په بالمثل اقدام لاس پوري کوي   او په دې سره به دجګړې لمبې نورې هم ژبغړانده کیږي او ضرربه یې تربل هرچا زیات افغانانوته رسیږي .

امریکایان غواړي د نړۍ د ترټولو شریرو خلګو په حیث د افغانستان او د هغوئ دګاونډیانو ترمنځ د نفرت او تصادم داسې فضا ایجاد کړي چې دوئ په آساني سره وکولی شي له هغې لارې خپل نفوذ او بقاء ته زمینه مساعده کړي ، له تیرو ۲کلونوراهیسي د افغانستان او پاکستان په ختیځو سرحدي سیمو کې مونږ د امریکايي شیطانت د دغسي تحرکاتو شاهد وه چې هغوئ یې د جګړې له پیلو لو وروسته د سیل بینانو په توګه ننداره کوله .

خلاصه . امنیتي تړون په خپل مفهوم سره ریښتیاهم یواځې په افغانستان کې دامریکايي مصالحو د تأمینولو لپاره امنیتي شرائط برابروي او د افغانانو لپاره له تباهي ، بي امني او بي ثباتي پرته بله هیڅ معنا نه لري ، په هیواد مین افغانان په هیڅ ډول د دغسي امریکایي امنیت تأمینونکی تړون منلوته تیار نه دي او دهغه د شنډو لو لپاره له امریکایانو سره د وسله وال جهاد تداوم تر ټولو غوره لار بولي.

لیکوال: شاهد غزنیوال

د شهامت ویب سایټ څخه په مننه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x