افغانستان

کریم امین: د حکمتیار نوم دي د تور لیست څخه ژر لیري شي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لړم ۹مه، ۱۳۹۵ل): په کابل کې د حزب اسلامي نماینده کریم امین نن د یکشنبې په ورځ رسنیو ته ویلي چې د ګډحکومت سره د سولي تړون یوه میاشت وروسته هم د حکمتیار نوم له تور لیست څخه نه دی ایستل شوی.amin-karim-hizbنوموړي وویل، د سولي تړون کمیټې په تیره یوه میاشت کې هیڅ نه دي کړي، دوی باید په دغه موده کې د حکمتیار نوم له تور لیست څخه ایستلی وای.

کریم امین ټینګار وکړ چې په کابل کې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وجود به د افغانستان د اوسني حکومت لپاره ګټور ثابت شي او پر امنیت به ښه اغیز ولري.

نوموړي طلوع تلویزون ته وویل: «زمونږ اساسي غوښتنه د سولي تړون ټولي وعدې بلا استثنا پوره کول او د تور لیست څخه د حکمتیار نوم ایستل دي، په کابل کې به د نوموړي شتون د هیواد پر امنیتي وضعیت مثبت اغیز ولري».

حزب اسلامي د حکومت سره وعده کړې وه چې خپل ټول نظامي تشکیلات به له منځه وړي او د وسلوالو مخالفینو سره به خپل اړیکي شلوي.

نوموړي د طلوع تلویزون سره په خبرو کې وویل تر اوسه ددوی ځینو جنګیالیو حکومت ته وسلې نه دي ورکړي ځکه چې حکومت د حزب اسلامي د ملکي وګړو د ژوند په خوندیتوب کې پاته راغلی او زیاته یې کړه چې «د وسلو تسلیمول به اوږده پروسه وي».

د طلوع تلویزون د خبر سره سم د حزب اسلامي او حکومت تر منځ د سولي په تړون کې پر دې هم هوکړه شوې وه چې حزب اسلامي به د ټولو وسلوالو سره خپل اړیکي شلوي او په دې اړه به رسمي اعلامیه خپروي، تر څو بیا حکومت د ملګرو ملتونو څخه د حکمتیار د نوم لیري کولو غوښتنه وکړي، خو حزب اسلامي وايي چې دوی د سولي په تړون کې دغه ټکي ته اشاره کړې او په دې اړه د رسمي اعلامیې بیا اړتیا نشته.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
افغان

د حکمتیار لسته له اوله د دجالی استعمار په تور لست کی نه وو سين لست کی وو ، حزب یی د اسلامی مقاومت د ځپلو د پاره په جهادی او غیرجهادی ګروپونو وویشلو ، جهادی ګروپ د سوړ جنګ اتل ( حکمتیار ) او د غیر جهادی ګروپ مشری ارغندیوال کوله چه حزبی سابقه یی تر لسو کلو زیاته نه وه . حزب او حکمتیار ته قومانده ورکول شوی وه، شغارونه به دی انقلابی وی مګر مقابله به دی د طالبانو د ځپلو د پاره وی. کله چه د حزب رشتونی مجاهدین د حزب په دی څو مخیو پوه… نور لوستل »

اسلم شملزی

سم ورته وایې چې دحکمتیار نوم دي ژر لیري شي کنه وي دهغه دومره تلواره ده چې له دې پرته چې نوم یې له تورلیست نه وایستل شي ښايې کابل کې راڅرګندشي ، پل دي یې په ګډوله سري حکومت بختورشي چې ژر ړنګ شي

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x