fbpx

هرات : ترافيکي پېښه کې ۱۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لړم ۱۰مه، ۱۳۹۵ل):د هرات په فارسي ولسوالۍ کې د مازدا موټر د چپه کېدو له امله ۱۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.

موټر لومړی له سړکه اوښتی او وروسته چپه شوی.

ويل کيږي مازدا موټر له فارسي ولسوالۍ ادرسکن ولسوالۍ ته په لار وو.

د والي وياند جيلاني فرهاد د پيښي د تائيد تر څنګ ويلي چې په پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون اووه تنه وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

د جيلاني په وينا د پيښي قربانيان ټول د کوچيانو د يوې کورنۍ غړي دي.

د پيښي ژوبل شوي کسان د هرات ولايت حوزوي روغتون ته د تداوۍ په موخه وړل شوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د