
سیګار: په فساد ککړو چارواکو ته د سزا ورکولو په لټه کې یو
نن ټکی اسیا (دوشنبه، لړم ۱۰مه، ۱۳۹۵ل): په افغانستان کې د امریکا د مرستو او لګښتونو د څار اداره سیګار وايي چې غواړي په افغانستان او امریکا کې د مرسته غله د قانون منګولو ته وسپاري.
د سیګار ادارې مشر جان سوپکو وویل، هغه کسان چې د افغانستان لپاره یې د امریکا مرستي غلا کړي، هغه که په افغانستان کې او که په امریکا کې وي، دوی یې د نیولو او سزا ورکولو په هڅه کې دي.
باید وویل شي چې نوموړي تل افغاني او امریکايي چارواکي په غلا او فساد تورن کړي او همدې ادارې د لومړي ځل لپاره د خیالي پولیسو، اردو، مامورینو، مکتبونو او کلینکونو راز افشا کړ.
سوپکو تېره ورځ په سپيدار ماڼۍ کې د ډاکټر عبدالله سره هم ملاقات وکړ او نوموړي ته یې په افغانستان کې د امریکايي مرستو د غلا او فساد راپور ورکړ.
د اجرائیه رئیس له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې ډاکټر عبدالله د جان سوپکو هڅي وستایلې او د فساد په ختمولو کې یې نوموړي ته د ملاتړ ډاډ ورکړ.