افغانستان

طالبانو په ترین کوټ کې د قرارګاه نیولو ویډیو خپره کړه – ویډیو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لړم ۱۰مه، ۱۳۹۵ل): طالبانو د روزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې وړمه شپه د ملي اردو یوه قرارګاه ونیوله او ټولي وسلې یې غنیمت کړې.

طالبانو وویل چې په دغه قرارګاه کې دکنډک قومندان ډګرمن محمد اسماعیل، د قرارګاه قومندان تورن رفیق الله او معاون یې بریدمن عبدالصمد او ورسره ۴۲ تنه نور عسکر دوی ته تسلیم شول.

نن ټکی اسیا ته په رسیدلي ویډیو کې قرارګاه تر نیولو مخکې او ورسته ښودل کیږي، دقرارګاه دننه برخه او همداسي هغه عسکر ښکاري چې طالبانو ته تسلیم شوي دي.
په ویډیو کې د دولتي عسکرو مخونه د هغوی د شناخت پټولو په خاطر پټ شوی.

طالبانو په دغه قرارګاه کې زیات شمېر وسلې او وسایط هم نیولي چې په ویډیو کې ښکاري.
ویډیو:

https://www.youtube.com/watch?v=W9_oddk7slA

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x