شعـــــرونه

غزل/ جانان خدرخېل

جانان خدرخېل

هره ورځ مو کربلا ده خدرخېله!
دلته سر اوکال ژړا ده خدرخېله!

په هېواد چې مو د خدای قهر نازل دی
په مشرانو کې ګناه ده خدرخېله!

ورور په ورور پسې ټوپک تر ملا تړلی
ناپوهي توره بلا ده خدرخېله!

دلته زه مرم، هلته زه مرم، منځ کې زه مرم
تباهي ده ، جنګ وبا ده خدرخېله!

چې د بل مني هغه زموږ په څېر وي
بس همدغه مو سزا ده خدرخېله!

د پښتون خوشحال تر کلي په ننګ راشه
دا ‹‹اټک›› سینه مې ستا ده خدرخېله!

یو سړی نن په همدې ټکي کافر شو
وېل یې مینه ناروا ده خدرخېله!

ته هم لږ لږ خیرات خور راته ښکارېږې
او د یار خولګۍ حلوا ده خدرخېله!

ـــــــــــــــ
جانان خدرخېل

۱۳۹۵/۸/۹

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x