افغانستان

ایران سږ کال زرګونه افغانان له خپلې خاوري په زور شړلي

نن ټکی آسیا: چارواکي وايي چې ایران په روان کال کې له سلو زرو زیات افغان کډوال شړلي دي.
دوی وايي چې ایران د اسلام کلا بندر تر لړم میاشتې پورې ټولټال ۱۰۳۰۸۶ تنه افغانان په زور را شړلي دي.
که څه هم چارواکي د تېر کال په پرتله له ایران څخه د شړل کېدونکیو افغانانو شمېر لږ ښيي،خو بیا هم اعتراف کوي چې عموماً هره ورځ ۱۰۰۰ تنه افغانان د ایراني ځواکونو له لوري افغانستان ته را شړل کېږي.

افغانان چې اکثریت یې ځوانان وي، تل د کار او مزدورۍ لپاره ګاونډیو هیوادونو په تېره ایران ته مخه کوي او د تګ خورا سخت کړاوونه او زحمتونه ګالي، د زحمتونو له ګاللو سره – سره ډېر ژر د پولیسو له خوا نیول کېږي او تر ډېر ناوړه چلند او زندان تېرولو وروسته بېرته افغانستان ته شړل کېږي.
ایران ته ډېری تللي ځوانان د ایراني پولیسو د چلند خورا بد خاطرې لري. دوی کي ډېری آن د مرګ تر درشله سخت وهل-ډبولي هم خوري چې ځينې له همدې له کبله خپل ژوند هم له لاسه ورکوي.
ایران هر کال د ژمي په موسم کې چې په ایران او افغانستان کې زښت ساړه وي، له افغانانو سره بد چلند او سختۍ ته لا شدت ورکوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x