دیني، سیرت او تاریخ

رسول الله صلی الله علیه وسلم د غیر مسلمانانو په آند (۳۰برخه)

لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر

انګريز مفكر جورج برنارد شاو (George Bernard Shaw ) دنبي کريم صلی الله علیه وسلم په هکله وايي:

انګريز مفكر جورج برنارد شاو (۱۸۵۶–۱۹۵۰):

” زه ډاډه يم، چې كه د نننۍ نړۍ واك د محمد په څېر انسان ته وسپارل شي، نو له ټولو ستونزو به بريالى راووزي او دنيا به د امن او سوكالۍ كور وګرځوي. هيله من یم د دې پيړۍ تر پايه به برتانيا د محمدصلی الله علیه وسلم لارښونې خپلې کړي. د انساني ژوند په اړه د محمدصلی الله علیه وسلم له افكارو ځان ساتل ناشوني دي. دی له مسیح سره په ټکر کې نه دی، دی په واقعیت او حقیقت کې ټوله بشریت ته نجات او خلاصون ورکوي.

د نړۍ په ستر دايره المـعارف (انسايكلوپيډيا بريتانيكا) کې دنبي کريم صلی الله علیه وسلم په هکله څه وايي؟

“هغه داسې شريف او صادق انسان ؤ؛ چې په خپل وخت كې یې د ټولو هغه کسانو درناوى ځانته اړولى ؤ، چې د ده په څېر شريف او درانه وو.”

ديوان چاند شرما (Diwan Chand Sharma) د نبي کريم صلی الله علیه وسلم په هکله وايي:

حضرت محمدصلی الله علیه وسلم دمهربانۍ اورحم روح وو، د ده اغېزه پر ټولو وغوړېده او دا به هیڅکله د خلکو هېره نشي.  دی یو انسان ؤ، خو رسالت یې ښکلی ؤ، د ده په رسالت کې د بشریت یووالی، د یوه خدای عبادت کول، صداقت، او هر څه د الله جل جلاله د قانون په رڼا کې کول وو، ده به تل ویل چې زه د خدای یو بنده یم او د خدای یو رښتینی استازی یم.
پروفيسر هرګروجی  Professor Hurgronje  د نبي کريم صلی الله علیه وسلم په هکله وايي:

د هغه ولس تهداب او بنسټ چې حضرت محمدصلی الله علیه وسلم ایښی دی؛ د بشریت پر نړیوال اتحاد، ورورولۍ او نظم باندې دلالت کوي، اسلام نه یواځې د مسلمانانو لپاره دی؛ بلکې د نورو ملتونو لپاره هم د سکون زانګو شوه، په نړۍ کې زموږ په آند هیڅ داسې ولس نشته چې د اسلام سره یې پرتله کړو، په اسلام کې د تمدن او تهذیب څانګه پیاوړې ده.

ستر نړيوال اروپايي اديب او شاعر ايولف ګنګ ګوت EWolfgang Goethe دنبي کريم صلی الله علیه وسلم په هکله وايي:

حضرت محمد صلی الله علیه وسلم پېغمبر دی، شاعر نه دی، له همدې کبله د هغه راوړی کتاب (قرآنکریم) یو الهي قانون دی، د بشر په لاس نه دی جوړ شوی او نه هم د انسانانو لپاره د ساعت تیری کتاب دی.

نور بیا…

پایلیکونه:   George Bernard Shaw – The Genuine Islam Vol.No.8, 1936

[Vol. 12] Encyclopedia Britannica

D.C. Sharma, The Prophets of the East, Calcutta, 1935, pp. 12]

Noten und Abhandlungen zum Weststlichen Dvan, WA I, 7, 32]

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x