نړۍ

امریکایي ژورنالیست: امریکا د سوريي په باب درواغ ویلي

نن ټکی آسیا: یوه وتلي امریکايي ژورنالیست وویل چې امریکا د سوريي د بحران په تړاو د دغه هېواد خلکو او نړۍ ته درواغ ویلي دي.
مشهور امریکايي ژورنالیست سیمور هرش څرګنده کړه،چې امریکا له خپلو سره رښتینې نه دي او د سوريي په هېواد باندي د کیمیاوي وسلو د کارولو تور هیڅ حقیقت نلري او د یوازې او یوازې د امریکا درواغ دي.

نوموړي په هغه لیکنه کې چې (لندن ریویو اف بوکس) يې خپره کړې، سرلیک یې دی : امریکا خپلو خلکو ته له درواغ ډک اطلاعات وړاندې کوي.
نوموړي د خپلې پورتنۍ وینا د زباتولو په پار یو لړ کره شواهدو او اسنادو ته هم اشاره کړې.
داسې بریښي چې امریکا د سوريي کشالې ته د هېڅ راز ژمنتیا د ښودلو تکل نلري. ځکه په لېبیا او مصر کې د دوی چټکو او پوځي مداخلو او پر عکس په سوریه کې د کورنۍ او خونړۍ جګړې په باب د امریکا نرم دریځ د دې حقیقت ښکارندويي کوي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x