افغانستان

طالبان: سعودي سره د ښو اړیکو په هڅه کې یو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لړم ۱۰مه، ۱۳۹۵ل): طالبانو سعودي عربستان ته د ګډ حکومت د اجرائيه رئیس وروستی سفر «نمایشي» ګڼلی او ویلي ئې دي چې په سعودي عربستان کې د ډاکټر عبدالله خبرې او وعدې محض سیاسي رنګ لري.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له «الشرق الاوسط» عربي ورځپاڼې سره په تازه مرکه کې افغان دولتي چارواکي «د امریکا غلامان» بللي او ډاډ ئې څرګند کړی چې د سعودي عربستان حکومت او ولس په دې حقیقت پوهیږي.

د نوموړي په باور، امریکایانو د همدغو دولتي چارواکو په مرسته په افغانستان کې اسلامي نظام ړنګ کړی او تر نن ورځې پورې ئې د دوی په واسطه د افغانانو د وژنې لړۍ جاري ساتلې، نو په وینا ئې ، ځکه خو څوک له دغو چارواکو سره د زړه له تله اړیکي نه غواړي. ښاغلی مجاهد زیاتوي:

«د سعودي عربستان په ګډون ټول مسلمانان پوهیږي چې امریکا په افغانستان کې اسلامي نظام ړنګ کړی، د مسلمانانو په ضد يې جګړه پيل کړي، حتی خپل جنګ ته يې صلیبي جګړه ويلي، اوس هم زموږ په هیواد کې خلک وژني، کورونه نړوي، د اسلامي حاکمیت د راتګ مخه يې نیولي، نو فکر نه کوم چې هيڅ واقعي مسلمان او اسلامي حکومت به هم د زړه له تله د کابل اداره خوښه کړي او یا به يې د مسلمانانو په ګټه وبولي».

ذبیح الله مجاهد د سعودي عربستان او طالبانو ترمینځ په ښو اړیکو ټینګار کوي او زیاتوي چې دغه هیواد د اسلام د مقدسو ځایونو کور او د مسلمانانو د مرکزیت حیثیت لري.

ښاغلي مجاهد سعودي عربستان د اسلامي نړۍ او اسلامي خوځښتونو په وړاندې د ډیرو مسئولیتونو لرونکی بللی او زیاته کړې ئې ده چې طالبان «د سعودي له خلکو او حکومت سره د ښو او دوامداره اړیکو» په هڅه کې دي.

څه موده مخکې داسې راپورونه خپاره شول چې په قطر کې طالب استازو د افغان دولت له استازو سره خبرې اترې کړي. خو د طالبانو ویاند له یادې ورځپاڼې سره په مرکه کې دغه راپورونه رد کړي او هغه ئې «افواهات» ګڼلي.

ښاغلي مجاهد د طالبانو له لیکو وتلي د ملا محمد رسول کسان د «جهادي بهیر په وړاندې د دښمن پټه دسیسه» بللې او زیاته کړې ئې ده چې هغوی اوس مجاهدین نه شي ګڼل کیدی او نه هم په عملي میدان کې په دغه نامه کوم کس یا ډله ویني.

نوموړي همدا راز هغه اوازې هم رد کړي چې ګویا طالبانو د ایران لپاره مولوي نیک محمد د استازي په توګه ټاکلی او ویلي ئې دي چې مولوي نیک محمد په خپل کور ناست دی او د طالبانو د سیاسي دفتر په چوکاټ کې کار نه کوي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد له یادې ورځپاڼې سره په مرکه کې د هغو راپورونو په اړه هم څرګندونې کړي چې ګویا د طالبانو او روسانو ترمینځ لیدنې کتنې ترسره شوي. نوموړي ویلي چې طالبانو له روسانو سره هغه ډول لیدنې نه دي ترسره کړي چې په رسنیو کې ئې راپورونه خپاره شوي، خو زیاتوي چې طالبان او د سیمې هیوادونه په ګډه مسئولیت لري چې خپل هیواد او ټوله سیمه له امریکايي دسیسو او شر څخه وژغوري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x