افغانستان

جلال آباد : د پچيراګام د مشرانو په غونډه کې چاودنه شوې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لړم ۱۰مه، ۱۳۹۵ل): د جلال آباد ښار په شپږمه حوزه کې د پچيراګام ولسوالۍ د يو قومي مشر په مېلمستون کې چاودنه شوې چې چارواکي یې سرتيری بريد بولي.

پېښه نن غرمه نژدې دوې بجي داسي مهال رامنځته شوې چې د پېچراګام ولسوالۍ قومي مشرانو په ياده ولسوالۍ کې د امنيت راوستلو اړوند غونډه درلوده.

سرچيني وايي په بريد کې نژدې ۱۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

ويل کيږي سرتيري بريدګر چاودېدونکي توکي پر خپل تن تاو کړي وو او د ميلمستون په منځ کې يې ځان ته چاودنه ورکړه.

په ياده پېښه کې ۶ تنه قومي مشران وژل شوي او يو شمېر نور ژوبل دي.

په ياد بريد کې د پچيراګام ولسوالۍ د پاڅون کوونکو مشر ملک قاسم جان هم وژل شوی.

د بريد مسؤليت لا چا نه دی منلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x