نړۍ

نړۍ د نیلسن منډیلا سره مخه ښه کوي – نن یې جنازه ده

نن ټکی آسیا: د نړۍ مشران د امریکا د ولس مشر اوباما څخه نیولی بیا د کیوبا تر فیډرل کاسټرو پوري ټول به نن ورځ په جنوب افریقا کي د نیلسن مانډیلا د مړیني په مناسبت د هغه په جنازه کي سره را ټولیږي.

د کاسټرو او اوباما یادونه په دغه جنازه کي ځکه ډیره کیږي چي دا دواړه هیوادونه د پنځوسو کلونو څخه ازلي دښمني لري، خو بیا هم کله چي خبره نیلسون مانډیلا ته ورسیږي، نو ازلي دښمنان باندي را تولیږي، او د هغه په مرګ خپل خفګان ښکاره کوي.

مانډیلا ته نيژدې کسان وایی چی کوم کار هغه په ژوند کی کوی، په مرګ یې هم کوي، اوس هم هغه پر ځان د هرې طبقې او نسل خلګ را ټولوي، د هر نظر او هر دین خلګ پر ځان را ټولوي.

د مانډیلا جنازه د جنوب افریقا په پلازمینه جوهانسبرګ کي په یوه لوی نړیوال فټبال سټیډیم کي اخیستل کیږي، چیري چي د ۹۵ زره کسانو لپاره د ناستي کنجایش سته، او د میدان څخه بهر به هم لوی لوی تلویزوني سکرینونه ځای ځای لګول کیږي، چی د نوموړي د جنازې مراسم په ژوندۍ بڼه ښکاره کړي.

ویل کیږي چي نړۍ تر 90 زیات ولس مشران، او سیاسي لیډران به په دغه مراسمو کي د جنوب افریقا د ملیونونو کسانو سره ګډون وکړي، او د جنوب افریقا د ولس سره به خپله غمرازي شریک کړي.

د افغانستان ولس مشر حامد کرزي هم جنوب افریقې ته په دغه مراسمو کی د ګډون لپاره ځان رسولی.

نیلسون مانډیلا د ۹۵ کلونو په عمر د تیري پنجشنبې په ورځ د سږي د ناروغي له کبله ومړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x