
روزګان : د امريکايي الوتکو په بمبار کې ۳۰ تنه ولسي وګړي شهيدان شوي
نن ټکی اسیا (دوشنبه، لړم ۱۰مه، ۱۳۹۵ل):د روزګان ولايت د چورې ولسوالۍ په دروېشانو سيمه کې د امريکايي الوتکو په بمبار کې ۳۰ تنه ولسي وګړي په شهادت رسېدلي.
ويل کيږي په ولسي وګړو کې سپين ږيري او ماشومان هم شامل دي.
د چورې ولسوالۍ يو تن اوسېدونکي حاجي دلاور نن ټکي اسيا ته وويل : د دروېشانو په سيمه کې د قرارګاه ۴۲ عسکر طالبانو ته له خپلو تجهيزاتو سره وړمه شپه تسليم شول ، وروسته طالبانو کليوالو ته امر وکړ چې د قرار ګاه پاته شوني يوسئ ! ، ځايي خلګ د جلتو ، جالونو ، اوسپنو او تختو په وړلو بوخت وو چې امريکايي بې پيلوټه الوتکو بمبار پر وکړ.
نوموړی وايي د قرارګاه په نس کې له عام اولس پرته نور څوک نه وو.
دا په داسي حال کې ده چې تېره ورځ هم د ننګرهار ولايت د شېرزاد ولسوالۍ په يوه کلي کې د امريکايانو په بمبار کې لسګونه ماشومان ، ښځي او نور ولسي وګړي په شهادت ورسېدل.
د امريکايي الوتکو د بمبار له امله په دې وروستيو کې مرګ ژوبله زياته شوې او د ولسي وګړو تر څنګ يې څو ځله امنيتي ځواکونه هم په نښه کړي.
دا په داسي حال کې ده چې په افغانستان کې د امريکا هوايي پوځ هوډ څرګند کړی چې د هدف ويشتلو په موخه به ۷۵۰ نور هوايي پروازونه هم تر سره کړي.