نظــر

امینتی تړون ، د تیښتی بهانه او که د ماتو پټونه یی ده ـــ دوهمه برخه ـــ

بسم الله الرحمن الرحیم

اصلا د امنیت دا ډول تړون  به کوم سالم عقل ته د منلو وړ وی  چه یوی خواته  پوره ګټی او بلی خواته پوره تاوان پکی وی او بیا هم د تړون نوم دی ورته وویل شی  ، دوی چه تر اوسه څومره تلفات د افغانی عسکرو له خوا ترلاسه کړی وروسته به یی څه حال وی دغه دنن ورځ بیغیرته  افغانی عسکر به هم صبا غیرتی کیږی د هغو عسکرو په افغانی بدن کی هم د افغانانو وینه چلند لری

داوسنی ټول مصرف به اداکوی یعنی له اولسمشر تر پیاده او له جنراله نیولی تر عسکرو پوری معاشونه امريکا ورکوی د د بیا جوړونی ځانګړی مرستی به  هم کوی ، دریم  ، د اوسنی فاسدی  او بی کفایته اداره به د ملت اکثریت خلک  نور هم د طالبانو په اړخ کی  ودروی د طالبانود اوسنی  پياوړتیا اومقاومت مقابل کی چه امریکا او ناتو د ماتی سره مخ دی  نو د امریکا ۱۵۰۰۰ عسکر به یی د هغه وخت د پیاوړتیا څرنګه مهار کړی ، دبلی خوا د دغه غیرمتجانسی غلامی اداری داخلی رقابتونه او دشمنی به دوی  په خپلو کی سره وشړوی سر له اوسه ورته خلک شړیدلی او بیکاره اداره وایی  د دی اداری شړیدل د عسکرو او پولیسو شړیدل دی د امریکا  پنځلسزریز فوځ به  د ځان  او نورو امنیت  ساتی ، د طالبانو سره مقابله به کوی د نشه توکو قاچاق به کنترولوی ، دزمکی لاندی او باندی ذخیری به غلا کوی ، دسیمی هیوادونو کی به خپلو نورو سیاسی ، اقتصادی او نورو مخو ته به ځان رسوی او که د دی ټولو د پاره به  امریکا اوناتو   بیا څو سوه زره عسکر او جنګی مهمات  راولی په داسی حال کی چه اقتصادی او نظامی وړتیا نوره نه لری د لاسه یی ورکړی ده .

  مونږ امریکا او استثماری ټلواله په دی نه ملامتوو چه دوی د خپل ټول لوی  طاقتونو سره سره ولی مات شول که د غښتلو پلانونو د جوړولو ، د اخری عصری وسلو اووحشت او ډالرو ویشلو ، که د ټولی نړی میډیا په واک کی راوستل او کارولو ، که د ډيرو پرمختللو استخباراتی شبکو او شیطانی استعدادونو په کار اچول  وو له هغو ټولو یی په اعظمی او ډیره ماهرانه ډول کار واخست ولی دا چه بیا هم دوی د شرمیدلو ماتی سره مخ شول دا دوی د نظامی ، اقتصادی او سیاسی پلانونو کی دمهارت کمی نه وو بلکه د دوی د داسی چاسره د جګړی اعلان وکړو او دهغه په خلاف یی نظامی کودتا پیل کړه چه هغه زمونږ د ټولو خالق  ، الله ج دی ، الله ج خپلو مجاهدینو ته د اوچت مورال او ټینګ ایمان پریمانه معنوی  وسلی او خزانی ورکړی لکه د ابرهه په شان یی په طالبی مرغانو ورله د زمکی د خدایی خپلولو ټولی هیلی  بی هیلی  او صفر کی ضرب کړی.

له دی خبر وو چه د دی مجاهدینو او شهیدانو د هیواد په هدیره  کی پرون د روسانو د کمونستی ، هغه بله ورځ پکی د انګریزانو د امپراطوری جنازه خاورو ته وسپارل شوه وایی اجل نیولی خپله د اجل غاړی ته په خپله مخ کیږی نن پکی د ټولی نړی۴۸  شیطانانو راټول شوی غوبل ټول خخیږی ، وایی هره پدیده چه د خپل تکامل اخری کچی ته ورسیږی د زوال سره مخ  کیږی د دوی هم د زوال وخت وو . دوی سره هم دا فکر وو چه که د افغانستان  غیرتی اولس مو مهار کړی شو نوره نړی جنګ ته اړه نه لری په خپله تسلیم دی ، وایی کشکی وروستی فکره لمړی وی دوی  څو کلونه وروسته  د خپلو غلطیو احساس وکړو چه د څلیښتو ډنډ کی ننوتی  چه جبران یی ناممکنه دی دوی فکر کوو چه نړیوالو او د دوی هیوادونو  د دوی ماته درک کړی نه ده  وایی ( په خره چه لیوه راشی سترګی پټوی چه مابه لیوه نه وینی ) نو دعامه اذهانو د  اغفال د پاره یی د ۲۰۱۴ کال ضرب الاجل وټاکلو یعنی مونږ د ماتو سره نه بلکه په بری خپلی قواوی له افغانستانه د  خپلو پلانونو له مخی په بری سره باسو .
  د  ۲۰۱۴کال ضرب الاجل ورته د زهرو ګوټ او د شرم کال جوړ شو چه نه یی تیرولی او نه یی غورزولی شی یعنی د وخت په تیریدو سره بی هیلی  او هره خوا ورته د اسلامی مقاومت د همالیی غرونه جوړیږی او لوړیږی ، په اقتصادی ، نظامی او حتی فکری محاذونو کی د نهای ماتی سره مخ شول قران عظیم الشان دوی هغو ته ورته کوی چه د یو لوی مهیب څنګل په زړه ،  تاریکه  شپه چه   ویرونکی طوفان د ډیرسخت ، باد ، باران  او بریښنا سره ، کی  ولاړ او حیران پاتی وی چه  د خپل  منزل د سفر لیاریی په کومه خوا ده  ،  د بریښنا په کولو لیاره پیدا او لاړی یی تیری حرکت وکړی مګر د بریښنا په بندیدلو دوی بیا خپل چپ او ښی لاس هم  نه پیژنی . امریکایان دهمغه شپی سره زمونږ په ګران هیواد کی د دوه لویو ډبرو ترمنځ بند او حیران پاتی دی  چه  له ضرب الجل مخکی وتښتی ، که صبر ورته  وکړی او که حکومت طالبانو ته حواله کړی د کابل په  فاسده او بی کفایته اداره خو نور حساب نه کیږی .

امریکایان چه د انګریزانو اولاده هغه شیطان صفته قوم دی چه [ څه وایی هغه نه کوی او چه څه کوی هغه نه وایی ]

زما په باور دا چه کرزی وایی چه دا اودا که ومنی زه تړون لاسلیک کوم او که نه لاس لیک نه کوم  که دا ورته دانګریزانو له خوا دیکته شوی نه معقول وړاندیزونه دی ، ولی دا هم ورته د امریکایانو له خوا دستور ورکړی شوی،  چه د کرزی په دی معقولو او حیاتی غوشتنو[ لکه سوله ، امنیت ، د امریکایی عسکرو د قضایی نه مصونیت … )  د نه منلو له امله  د غلامی تړون په نه لاسلیکولو ځانته د وتلو بهانه ، د کرزی انقلابی کول ،  دخپلو شرمیدلو ماتو پټول او  نړیوالو ته ځان سپینه کوتره جوړول  چه مونږ خود سولی  سپینی کوتری یو ، افغانستان کی مو پوره سوله ، امنیت او دیموکراتیک حکومت رامنځته کړی په اقتصادی او نظامی چارو کی مو ورسره مرستی ترسره کړی او نوری هم ورسره کوو دا چه کرزی زمونږ د قضایی مصونیت ، د افغانانو په کورونو خودسره عملیات … او داسی نور شرایط نه منی او په څنګ کی  د طالبانو سره د سولی خبری ، د ګاونډی هیوادونو مقابل کی دافغانانو دفاع ، مالی مرستی او داسی نور په مونږ تحمیلوی چه مونږ اشغلګر  ورته امادګی نه لرو د اشغلګرو فطرت دفاع  نه ده.
دا ډول تړون د زمری سره د ګیدړی هغه ویش ته ورته تړون دی  چه ګیدړی زمری ته د ویش په هکله داسی وویل تاسی تر مونږ په تنه او قوت کی څو ځلی زیات تاسی ټوله وخوری څه چه پاتی او ستاسی اجازه وه هغه به مونږ  په ارامه او مزه سره وخورو ، زمری ووی ل د ګیدړی دا ویش می ډیر خوښ او   پوښتنه یی تری  وکړه ، چه دا ویش دی له کومه زده کړی وو ، ګیدړی ځواب ورکړو چه د شرمخ له سترګو ویستلو می زده کړو چه د زمری د غوشتنو او مرضی  خلاف یی زمری ورله په خپلو قوی پنجو کی سترګی ویستلی وی ، که څه هم کرزی به مکاره ګیدړه وی مګر امریکا د زمری توب له دریزه رالویدلی د زمریانو په دریز کی افغان مجاهدین قرار لری ، امریکا اوس  زوړ ، ناتوانه ، بی موراله او زخمی زمری دی  ټوله ورځ لمر ته ستړی پروت  پیتاوی کوی . امریکا  د ځان په ژغورلو او د خپلو شرمیدلو ماتو  د پټولو په وسو او هڅو کی ده .

زما په عقیده ، د حالاتو له څیړنی امریکا او یا  د نړیوال ماسونیستی ګوند د نړیوال حکومت ( یا دزمکی د خدایی ) پروژه زمونږ  په هیواد کی د  پوره ماتی او ناکامیو سره مخ شوه  هم د اقتصادی رکود او ستونزو سره لاس او ګریوان  او هم یی د نامقدسه هدف په تعینولو او لرلو  نظامی مورال بایللی عسکر یی د عقلی او عصبی ناروغیو سره مخ دی له هغه شمیر چه زمونږ د هیواد د خپلواکی په  جنګ کی وژل کیږی له هغه شمیر ډیر کم دی چه په افغانستان یا خپلو هیوادونو کی ځانوژنی کوی او یا د عصبی ناروغیو له امله لیونی او مړه شی کورنی یی  دهر ډول نیګړتیاوو له امله سره متلاشی او یو بل  سره وژنی  هغه امریکایی او یا اروپایی کورنی چه  له دی بدو حالاتو خبریږی د راتلونکی وخت د پاره په اوچتو معاشونو هم څوک ځان عسکری خدمت ته د برتی کولو جوګه نه دی  ولو که له لوږی هم  مری مرګ یی قبلوی  نو جبرا د عسکرو  د قلت سره مخ دی او لا نور مخ کیږی او ولاړ هم شی سم جنګ نه کوی او نه یی عوام دی ته امادګی لری چه د دوی د ټکس ډالری   د تیلو د کمپینو د کمپاین او یا د نشه توکو د قاچاق تجارت د پاره مصرف کړی نو عوام  یی  نوی  لوی بدلون ته نزدی شوی چه انقلاب رامنځته او د کاپیتالیستی او دیموکراسی نظام بینادی ستنی له بیخه ونړوی .
 

د دوی د ماتو بله لویه خبره د ۴۸ ملکونو نظامی اعتلاف ( د ناټو هیوادونه ) دی دوی هم په بیلونونو ایرو په افغانستان کی خرڅ کړی وینی یی توی شوی ، وخت یی ضایع کړو د خپلو خلکو د ټکس ایرو یی خرڅ کړی هغوی تری حساب غواړی چه تاسی په افغانستان کی په څومره خساره او تلفاتو څومره مادی لاسته راوړنی او یا نظامی ویاړنی تر لاسه کړی که هغوی ورته مناسب ځواب ورنکړی اروپا هم د اولسی انقلابی ستونزو سره لاس او ګریوان کیدی شی  له بده مرغه څومره چه معلومیږی د ښکار ټولی غوښی زمری ځانته کړی چه دوی ته به له شاباسی زیات څه په لاس ورنشی  حتی امریکا یی تلیفونی اړیکی هم د کنترول او څارنی لاندی ساتی چه دوی سره که غوږونه نزدی کوی چه امریکایی مخ نیوی وکړی د روسانو د ماتی په اخر کی د وارسا پکت هیوادونه د عین ستونزو او د دایمو ویشلو د برخه لیک سره مخ شول د ناتو پکت هیوادونه د هماغه ستونزو سره مخ او ډیر ژر به د وارسا د پکت له برخه لیک سره مخامخ کیږی یعنی د امریکا اړیکی د ناتو د هیوادونو او د ناتو د هیوادونو خپلو کی اړیکی د اخری شړیدلو په حالت کی دی چه فرانسه خو یی په ډیر اخر ځنکدن کی قرار لری دا چه د ناتو هر هیواد په اوسنی اداره کی اجنټآن لری لکه کرزی ، اشرف غنی ، خلیل زاد ؤ شیرزوی او سیاف د امریکا ، سپانتا د جرمنی ، مجددی او احدی د لندن ، عبدلله عبدلله د فرانسی ، دوستم د ترکیی محقق او خلیلی د ایران ، مسلم یار او نور د پاکستان ، پخوانی خلقیان ، پرچمیان او نشنلستان د روسی  سره اجنټان دی د هغو هیوادو نو داړیکو په خرابیدو به د دوی اړیکی هم سره خرابیږی د اوس وخت د خولی جنګونه به یی فزیکی لاس اچونو ته اوړی  .

زمونږ هیواد لکه د  پاکستان یا هند ( چه یواځی د انګریزانو مستعمری دی ) بر خلاف ۴۸ مړونه لری چه ۴۸ مړونه لری د هغه ښځی به د شپی او ورځی څه حال وی د کوم میړه زړه به ساتی . او د کوم میړه قومانده به تر نورو ډیره منل کیږی ، د هغه مړونو د مټو د زور پوری اړه لری لکه امریکا چه پکی تر ټولو ډير زوراور میړه دی د هغه واک به تر نورو زیات وی له امریکا که څه پاتی شول نورو مړونو ته به رسیږی .

ادامه لري.

[ الحاج استاذ بیانزی ]

———–

ددې لیکني لومړی برخه په لاندي ادرس ده:

http://www.nunn.asia/index.php/leekani/articles/8630

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x