ټولنیزه برخه

زه یې پریږدم خو ما نه پریږدي!!!

سعید الرحمن

ښایسته ځواني یې وه، بدن یې هغه ونې ته ورته ؤ چې وینې ورته لګیدلې وي، خیرن کالي یي په تن ؤ، د ډير عمر سپین ګیرې په څير یې ملا راټیټه شوې وه، زما تر څنګ کیناست، دچایو جام مې ورته وړاندې کړو، هغه یې په یو وار سره د ستونې تیر او ختم کړو .

بیا مې ترې وپوښتل: ځان درته څنګه ښکاري؟!

مړې مړې خبرې یې کولې وې ویل: ډیر بد.

دا کار ولې نه پریږدې؟ راته یې کړه چې زه یې پریږدم خو ما نه پریږدي!!!!

افسوس!! او سل ځله افسوس د هغه کس په حال چې بیا میرمن او بچیان هم ورسره ولري او په داسې رنځ اخته وي!!!
میرمن په زړه به څه تیریږي؟ هغه چې د چا سترګو ته په پردي کور کې ناسته ده هغه به په څومره غمونو کې اخته وي؟ د خپل آينده په حواله سره به څرنګه فکرونه کوي؟

خپل ژوند یې هم خراب کړو او دده سره یې د ټړلو انسانانو زندګې یې هم په لوی خطر کې وغورځوله.
دا بچیان چې د مینې او شفقت آواز ته انتظار وي څه به وایې!!؟؟

بابا چا ته ووایې!! د ولې پلار د عاطفې او مېنې څخه جلا دی!!! دا زما پلار ولې کور ته نه راځې؟ دا ولې داسې بې خوده پروت وي؟ ولې موږ ته د ژوند د تیرولو څه شیان نه راوړي؟ خالد ته یې بابا نوې کالي راوړیدي، ولې یې موږ ته زمونږ بابا نه راوړي؟ حامد ته یې بابا نوې موټر اخیستي، ولې یې موږ ته زموږ بابا نه اخلي؟

میرمن یې چې خپل ژوند د ګاونډ د میرمنو سره پر تله کوي، چې ګلالۍ ته یې خاوند د کالو د رانیولو د پاره ۱۰۰۰ افغانۍ ورکړې!! د اختر د پاره یې ورته نوې پیزار راوړې!او ..او..او.. داسې نور.

دا میرمن به چې خپل خاوند ته ګورې او سترګې یې د اوښکو ډکې وي په زړه کې په د څه احساس کوي او په زړه به یې کوم ارمان وي ؟ !!

دا درته د هغه ځوان حال بیانوم چې په نشه روږدي وي.

د اسلام مبین دین موږ د منشیاتو نه منع کړی یو چې دا د انسان نه انسانیت ختموي، د تل د پاره د خپلې غریزې په مړولو سرګردانه وي، دا کوم توپیر ورته نه وي چې مور، میرمن، بچیان به مې څه کوې؟

څه به خوري؟

څه به ورباندې تیریږي؟

بس دې یوازې د منشیاتو د پیدا کولو په تکل وي.

د اسلام پیغمبر ﷺ فرمایلي دي:

[کل مسکر حرام] بل حدیث کې د الله پیغمبر ﷺ فرمایلي دي:

[کل ما اسکر فقلیه و کثیره حرام]

هر نشه پیدا کوونکي څیر حرام دی، او هر هغه څه چې نشه ترې پیدا کیږي که لږ وي او که ډیر حرام دي.
راځئ چې دا کوښښ وکړو چې موږ خپل ماحول د منشیاتو نه پاک او خپل راتلونکې نسل له دې افته وژغورو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد اڅګزۍ

داسلام له نظره په افغنستان کی تاریاک دتاریاکوڅخه په ډیره کمه اندزه د د واجوړولواستفاده کیږی اوپه افغانستان کی د هیرونیو دتولید دپاره کرل کیږی ،انسان الله تعالی ج دعقل اوتمیز سره خلقلۍ دۍ چه هیڅ یومخلوق یی د دی خاصیتو څخه نه دۍ برخورداره کړۍ اوانسان ته یی دخپلوصفاتوڅخه دعلم،حلم اوحکمت صفات ورکړل یعنی انسان دخلکت دمثل اعلی په حیث دتکامل په لوړه مرحله کی واقع دۍ او پرنورو موجوداتودخپلوخاصواستعدادونواومعنوی قواووپه مرسته یی تسلط موندلۍ دۍ. دمخدره موادو په استعمال اوسبب عقل او تمیزدټول استعدادوسره ضعیف اودمنځه ځی،جسم یی ضعیف اراده او دین اوعقدی ته یی نه جبرانیدونکۍ ضرررسوی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x